د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان: د جګړې ښکېلې خواوې دې خبرو ته حاضر شي

۲۱ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۰۵ ق.ظ -

  د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان په افغانستان کې د جګړې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل چې د سولې خبرې پیل کړي.   په جده کې د افغانستان سولې پروسې په تړاو غونډه کې د سعودي عربستان استازي زبیر بن محمد الدریسي ویلي، افغانستان کې روان تاوتریخوالی منځګړیتوب ته اړتیا لري او دغه هڅې به دوام ومومي. په دغه غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال نصیراحمد اندیشه ویلي، په افغانستان کې جګړه نه یوازې داخلي بڼه بلکې نړیواله او سیمه ییزه بڼه هم لري. انديشه ویلي، لا هم ځینې هېوادونه طالبانو ته وسلې ورکوي او له هغوی ملاتړ کوي. په جده کې دغه غونډه د افغانستان سولې او ثبات لپاره د اسلامي هېوادونو د استازو په ګډون تېره ورځ جوړه شوې وه.   JADDD

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .