د افغانستان په اړه د سعودي ناسته څومره مهمه ده؟

۱۵ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۴۰ ب.ظ -

زبیر شفیقي لیکوال او شنونکی

شفقي

افغان حكومت او امنيتي ځواكونه د هيواد د حدودو او سلامتيا د دفاع په نامه جګړه كوي او مقابل لورى ترهګر او د پرديو نوكران بولي. طالبان په هيواد كي پراته بهرني پوځونه او د هغو جنګي ماموريت د خپل جنګ د جواز لپاره كاروي، افغانستان اشغال شوى هيواد ګڼي، افغان پوځ او امنيتي ځواكونه د اشغال لاسپوڅي بولي. واقعيت دا دى چي نه كوم عالم او سياستوال په هيواد كي د پرديو پوځونو جنګي ماموريت او د هغوى صريح جنګي تګلاري توجيه كولاى سي او نه سترګي پرې پټولاى سي. همدغسي طالبان په هيڅ صورت هم د عامو افغانانو وژني او د دوى د ځانمرګيو بريدونو او بمي چاودنو د بې ګناه قربانيو لپاره هيڅ دليل او توجيه نه لري. دا چي دواړه لوري بيا هم د سولي يو رغنده بهير نه سي پيلولاى او دغه ناوړه جګړه چي افغان ولس ورځ تر بلي له ذلت او ماتم سره مخ كوي نه سي درولاى، يو ستر لامل يې دا دى چي جګړه تر دوى ورهاخوا نور لاملونه لري او هماغه اصلي لاملونه دي. د رواني جګړې له اصلي لاملونو څخه يې دوه مهم يو د امريكا په مشرۍ د نړيوالي ټولني جنګي اهداف او ستراتيژۍ دي. دوهم يې د سيمي په تېره د پاكستان څارګري ادارې او پوځ دى چي له امريكا سره پټ ګډ اهداف پالي. د طالب او افغان حكومت پړه دا ده چي دوى دا شهامت نه لري چي له جګړه ماري كړۍ نه ځانونه وباسي او د ولس د ملي او ديني ارزښتونو او بقاء لپاره خپلواك تصميم ونيسي. حرمينو ته افغان ولس زښت ډېر درناوى لري، خو تر څو په افغانستان كي د امريكا او پاكستان د ګټو لپاره د جګړې ستراتيژي وي، د حرمينو درناوى به روانه جګړه هيڅكله هم و نه درولاى سي.

 

ضیاالرحمان زاهد مدني فعال

زاهد

د افغانستان په اړه د سعودي ناسته و شاورفی الامر د الله ج وینا ده، چي تاسو په نیکو کارونو کي مشورې کوئ. دا چي د نړۍ سترو عالمانو د افغانستان جنګ ناروا وګاڼه او د شريعت له مخي یې د افغانانو وژل حرام ثابت کړل، د افغانانو او د نړۍ د مسلمانانو لپاره یو ښه زېری دی، مګر دا چي د پاکستان د (آی ایس آی) علماء یې نه قبولي او د شریعت خلاف جنګ روا بولي، نو دا د سیمي د استخبارتي کړیو کار دی. د دغه ناستي ارزښت او اهمیت: دا چي د حرمینو شریفینو امامانو د نړۍ د علماوو سره یو ځای د افغانستان جنګ حرام وګاڼه، د افغان ملت بېوزلي او مظلومیت یې نړۍ ته ثابت کړ، چي افغانان څلوېښت کاله د سیمي د استخباراتو د جنګ قرباني دي او د جهاد په نوم وژل کېږی. دوهم دا چي د پاکستان عالمانو په دغه ناسته کي ګ‌‌‌‌‌ډون ونه کړ، نړۍ ته ثابته سوه چي د افغانستان ناروا جنګ پاکستان پرمخ وړي. درېيم ځيني طالبان چي حرمینو شریفینو ته ‌‌‌‌‌‌ډېر احترام لري، حتی د جنګ څخه راوګرځېدل او پرېکړه یې کړې چي جنګ پرېږدي څلورم دا چي د افغانستان جنګ ټولي نړۍ ته تهدید دی، نو د نړۍ لپاره د افغانستان سوله د نړۍ لپاره د یو پل مثال لري. که په افغانستان کي جنګ نوي، نو اسیا به امن وي.

 

محب الله طارق لیکوال

طارق

د سعودي ناسته د افغانستان لپاره ډېره اړینه وه. خوشبختانه چي ترسره سوه او هغه څه پکي وویل سول چي پکار و ویل سوي وای. دا د افغانستان د سولي لپاره مهمه نړیواله اسلامي اجماع وه. به هيڅ صورت نه سي کېدای چي د ټوله اسلامي نړۍ دي باطله وي او یوازي طالب چي ټول تمرکز یې په وژنو او ورانیو دی، په حقه وي. پردې سربېره د سعودي ناسته د طالبانو د سیاسي شعور لپاره غټ چیلنج او له بل اړخه دغي ډلي ته یو ښه طلایي فرصت هم و، چي د خپل مستقبل عکس پکي وویني. که په سلو کي د یوه فیصد امکان په صورت کي هم طالبان روانه جګړه وګټي او د افغانستان قدرت لاسته راوړي، نو هغه وخت به له ټولي نړۍ، بالخصوص اسلامي نړۍ او ګاونډیانو سره د طالباني دولت اړیکي څه ډول وي؟ که نړۍ د حقیقت له عینکو وکتل سي، د نړیوالو اړیکو سړښت او اقتصادي بندیزونو د سویلي کوریا په څېر قدرتمند او سرسخت دولتونه هم مات کړل. له نړیوالو قوي اړیکو او متحدینو درلودو پرته اصلاً نظام رامنځ ته کېدای نه سي، که رامنځ ته هم سي پایي نه او د شل مارغه په څېر به الوت کولای نه سي او په ځمکه باندي به د بل په لاس اسیر پروت وي. طالبان کومه برتري لري چي خپله بقاء تضمین کړي؟ د اسلام تاریخ له دغه ډول معقولو مصلحتونو، سیاسي ابتکاراتو او مصالحو څخه ډک دی. فکر کوم طالبان په ظاهره خپل دریځ کي نرمښت او هر ډول مذاکرات ردوي، خو د پردې ترشا به د ځان د بقاء لپاره هم د جګړې په بدیل فکر کوي. د سعودي کنفرانس له دې اړخه خورا زیات مهم و، هیله ده په اوږدمهال کي دغسي یوه پایله له ځانه سره ولري .

 

حاجي عبدالولي ولي قومي مشر

عبدالولي

د افغانستان د جګړې په هکله په سعودي عربستان کي غونډه د څلورو لسيزو راپه دې خوا تر ټولو بااهميته غونډه ده، ځکه سعودي عربستان د مکې مکرمې او مدينې منورې له وجه د اسلامي نړۍ مرکز دی، په خاصه توګه افغانان تر هر اسلامي هيواد سعودي عربستان ته زياته عقيده لري، ځکه چي روژه د سعودي عربستان په اعلان نيسي او اختر هم د سعودي عربستان په فتوا او اعلان کوي. په دوهم قدم کښي دا يوازي د سعودى عربستان لخوا غونډه نه ده، بلکي دا د ۳۶ اسلامي هيوادونو لخوا جوړه سوي غونډه وه. د ولسمشر محمداشرف غني او د سولي د عالي شورا کړني ډېري دي، خو دايې له نورو هيوادونو علاوه د اسلامي هيوادونو لخوا په خپل مخالف لوري، په خاصه توګه په ګاونډيو هيوادونو پاکستان او ايران باندي يو کلک سياسي فشار اچول دي. او دغه ناسته به د هغو وسله والو مخالفينو پر مرال هم يوه شديده ضربه ده، کوم چي د يو فکر او عقيدې پر بنسټ جنګېدل، هغوى هم اوس دا فکر کوي چي له اسلام له لحاظه خو دا جنګ او خلک کوم اهميت نه لري او همدارنګه ډېر امکان سته چي يو ځاى پخپلو نظرياتو کښي له سره کتنه وکړي او له جنګونو لاس واخلي. او په بل لحاظ هغه مرستي چي ګاونډيانو او طالب مشرانو له عربي نړۍ لاسته راوړلې اوس به يې عربان په ورکړه کښي ډېر زړه ښه نه کړي، ځکه دا غونډه له اقتصادي او فکري لحاظه د افغان حکومت لپاره په څلورو لسيزو کښي يو لويه او ښه لاسته راوړنه ده او دغه رنګه ياده ناسته پر افغان نظامي ځواکونو هم مثبته آغېزه کوي.

 

حاجي محمداسماعيل زابلى قومي مخور

زابلی

زما په نظر، د سعودي ناسته به مثبتي پايلي ولري، ځکه سعودي د اسلامي نړۍ مرکز دی او له سعودي عربستان څخه چي ديني عالمانو فتوا ورکړه، د طالبانو په ليکو کي به ډېرو ځوانانو فکر کړى وي چي د اسلامي نړۍ د مرکز څخه چي کوم آواز اوچت سو برحقه دی، نو د جنګ څخه به لاس واخلي او سولي ته به زړه ښه کړي. انشاءالله داسي ناستي که دوام وکړي، سولي ته رسېدل ډېر ژر او حتمي دي. او د سولي په راتګ سره به افغانان يو ارام ژوند وکړي او طالبان به په دې کار سره د افغانانو په زړونو کي ځای پيدا کړي او خپل هدف ته به ډېر په اساني سره ورسېږي. افغانان نور د جنګ څخه ستړي دي، زما په نظر که هر ګوند او کومه ډله غواړي چي د افغانانو په زړونو کي ځای پيدا کړي، نو افغانانو ته دي سوله راولي او د سولي لار دي خپله کړي، تر څو افغانستان نور د دغي بدمرغي جګړې څخه خلاص سي او د آرامۍ ساه واخلي. او د افغانانو يوازينی ارمان سوله ده، نو د يو افغان په صفت د طالبانو وروڼو څخه غوښتنه کوم، چي راځئ د سعودي د علماوو د ناستي درناوى وکړو او خپل هغه غوښتني، چي طالبان لري هغه د افغان دولت سره شريکي کړي او که طالبان وايي، چي افغان ولس زموږ سره دی، نو بيا دي د نورو سیاسي احزابو په ډول خپل فعاليت پیل کړي او په راتلونکو ټاکنو کي دي برخه واخلي، که يې انتخابات وګټل، نو د نظام واک به لاس کي واخلي.

 

روح الله رشیدي مدني فعال

رشیدي

لکه څرنګ چي افغاني ټولنه یوه اسلامي ټولنه ده او دلته مېشت وګړي (افغانان) اسلامي اصولو ته ژمن او عقیدوي خلک دي، نو له همدې امله تر ټولو زیات د دیني علماوو پرېکړي ورته د منلو وړ دي. دلته که کلونه کلونه جګړه سوې، دا ولس جنګول سوی او یو د بل په مقابل کي سنګرونو ته راوتلی، تقریباً هره ډله یې په دې نوم چي ګواکي مقابل لوری یې د اسلامي اصولو نه سرغړونه کوي د جګړې ډګر ته وتلي، هغوی که تېرایستل سوي او که په خپله خوښه یې جنګ غوره کړی، خو لامل یې همدا ښیي چي اسلام ورته آمر کړی او واضح خبره ده چي دلته د اسلام تفسیروونکي دیني علما دي او خلک یې پرېکړو ته احترام لري، نو که چېري د هیواد په سطحه وي او یا د اسلامي نړۍ په سطحه د افغانستان د رواني جګړې په اړه د علماوو ناسته ګټوره او مهمه بولم. دا چي د نړۍ د مشهورو اسلامي هیوادونو علما د افغانستان په اړه ناسته کوي، دا د افغانانو لپاره مهمه ده او زه باوري یم چي ښې پایلي به ولري، ځکه که چېري هغوی د جنګ د دوام او یا نه دوام په اړه د اسلام له نظره دلایل وړاندي کړي، نو هغه جنګیالي چي هدف یی یواځي او یواځي اسلام دی او له دې جګړې څخه بل کوم هدف نه لري هغوی به ضرور د دې علماوو پرېکړي ته غاړه ږدي او که داسي وسي، نو د روان جنګ د پر مخ وړونکو یوه مهمه او تر ټولو قوي هسته چي عقیدوي او د اسلام لپاره تر خپل سر او مال تېر خلک دي له جګړې پر شاه کېږي او هغه برخه یې چي په جګړه کي خپلي ګټي لټوي هغوی کمزوري کېږي او مجبور دی چي له جنګه لاس پر سر سي، په دې سره جګړه پای مومي او د افغانستان لپاره تر ټولو مهم کار د جنګ درول دي، که جنګ ودرېږي، نو هر څه ورسره سمېږي. خو دلته دا خبره مهمه ده چي باید نهایي هڅه او کوښښ وسي، تر څو هغه دیني عالمان چي د افغانستان د رواني جګړې یو اړخ دي او ناراضه دي هغوی هم دېته چمتو سي چي د نړۍ له علماوو سره د افغانستان په اړه مخامخ بحث او خبري وکړي، تر څو یو بل ته قناعت ورکړي او په یوه آواز د افغان جګړې د دوام او نه دوام په اړه پرېکړه وکړي، تر څو د دوی تر آمر لاندي جنګیالي هم د جګړې د دوام لپاره بله کومه بهانه ونه لري، خو دا هغه وخت ممکنه ده چي دا ډول ناستي دوام وکړي او ګډونوال یې صادقانه هڅي وکړي، تر څو خلک قانع کړي چي د دوی پرېکړي پر اسلامي اصولو سمبال او د خدای ج له آوامرو سره برابري دي، هغه وخت ممککنه ده چي اسلامپاله او سخت دریځي افغانان له جګړې لاس په سر سي او د هیواد د سوکالۍ او آبادۍ لپاره سره یو موټی سي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .