د افغانستان په اړه د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس پیل شو

۲۳ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۶:۴۳ ب.ظ -
 
 د افغانستان په اړه د سیمه ییزې اقتصادي همکارۍ کنفرانس (رکا) اوومه ناسته نن سهار د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اپاد کې پرانیستل شوه.
د رکا اوومې ناستې لومړۍ ورځ  د ښځینه سوداګرو پیاوړتیا ته ځانګړې شوې وه. په دغه ناسته کې د افغان ولسمشر میرمنې رولا غني او د کوربه هېواد د وزیرانو کابینې مرستیال د اصلي ویناوالو، او د افغانستان او ترکمنستان د سوداګرۍ او صنایعو چارو وزیرانو، او د دواړو هېودونو د سوداګرۍ خونې رئیسانو د لوړ رتبه ویناوالو په توګه ګډون کړی و. د کنفرانس په لومړۍ ورځ د انرژۍ، نښلونې، سیمه ایزې سوداګرۍ ته وده ورکولو، د خصوصي سکتور پراختیا او د افغانستان له لارې په ټوله آسیا کې د سوداګریزو همکاریو په اړه د کاري ډلو غونډې وشوي. د کاري ډلو عمومي ناسته د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي همکاریو معینې میرمن عادله راز او د هغې ترکمن سیال ویفا حاجیو په پرانیستونکي وینا سره پیل شوه. د لومړۍ ورځې غونډه کې د ۶۵ هېوادونو او سازمانونو استازو ګډون کړی و.
 re

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .