د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پنځوس اوریز نړیوال جام ته لاره پيدا کړه

۳ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۵۰ ب.ظ -
    د ۲۰۱۹ کال د کرکټ نړيوال جام ته د تګ لپاره نن د غوراوي پړاو په مهمه او برخلیک ټاکوونکی لوبه کي د افغانستان او د ایرلنډ د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ لوبه ترسره سوه.   دغه لوبه چي د زیمبابوي په هیواد کي ترسره سوه ، د لوبې ټاس د ایرلنډ ملي لوبډلې وګټي او لومړی يي د توپ وهني پریکړه وکړه.   د ایرلنډ د کرکټ ملې لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو او د ۷ لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۹ منډي جوړې کړي او ۲۱۰ منډي يي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته هدف ورکړي.   د ایرلنډ د کرکټ د ملي لوبډلې لپاره سټیرلینګ او اوبراین تر ټولو زیاتي منډې وکړي چي په ترتیب سره هر یوه ۵۵ او ۴۱ منډي وکړي. د افغانستان لپاره راشد خان ۳ ، دولت ځدراڼ ۲ او محمد نبي عیسی خیل یوه ویکټه واخیستله.   کله چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د یاد هدف د پوره کولو لپاره د لوبې ډګر ته راغله ، د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره يي دغه هدف په ۴۹.۱ اورونو کي پوره کړي او په پنځو ویکټو سره يي لوبه وګټله.   د افغانستان لپاره محمد شهزاد محمدي ۵۴ ، ګُلبدین نایب ۴۵ ، اصغر ستانکزی ۳۹ ، سمیع الله شینواری ۲۷ ، رحمت شاه ۱۲ ، محمد نبي عیسی خیل ۱۲ او نجیب الله ځدراڼ ۱۷ منډې وکړي.   د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د دغه لوبې په ګټلو سره د کرکټ د ۲۰۱۹ کال پنځوس اوریز نړیوال جام ته لاره پیدا کړه.   د لوبې غوره لوبغاړی محمد شهزاد محمدي وټاکل سو. کرکټ نړیوال جام

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .