د افغان حکومت مخته پراته چلنجونه

۱۲ قوس , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۱۱ ب.ظ -

واحد فقیري

مېرمن کاملیا انتخابي فرد یوه ایران الاصله امریکايي سیاسي لیکواله ده. هغه د ډسمبر پر ۲ په عرب نیوز کي لیکي که څه هم اشرف غني د جینوا په کانفرانس کي وویل چي تقریبا ګرده هغه مسولیتونه ئې تر سره کړي دي چي په ۲۰۱۶ کي د نړیوالي ټولني لخوا ورته حواله سوي ول، خو هغه دا و نه ویل چي دا پروژې ئې کله او څرنګه تر سره کړي دي.

مېرمن انتخابي فرد ادامه ورکوي او لیکي حقیقت دا دئ چي اشرف غني او عبدالله د جینوا په کانفرانس کي هڅه کوله چي بین المللي ټولنه پدې قانع کړي چي هغوی ته باید پنځه کاله نور وخت ورکړه سي، څو پخوانۍ پروژې تکمیل کړي. خو د هغوی همدا غوښتنه د هغو افغانانو لپاره د زړه تسل نه سي کېدلای چي پدې تېرو پنځو کلنو کي د فقر، نا امنۍ، بې کارۍ، او اداري فساد سره مخامخ ول. د کانفرانس په جریان کي، اشرف غني او ډاکټر عبدالله کوښښ کاوه چي نړیوالي ټولني ته دا وايي چي هغوی د راتلونکي لپاره ښه کاندیدان دي.

مګر یو تریخ واقعیت دا دئ چي تر اوسه پوري د کابل حکومت پدې نه دئ توانېدلی دئ چي د اکټوبر د پارلماني انتخاباتو نتایج اعلام کړي. قریب دوې میاشتي کېږي چي هغوی د درې میلونو رایو په حسابولو کي پاته راغلي دي. دا خپله دا ښيي چي په افغانستان کي شفافیت د کیمیا بوټی دئ.

په داسي حال کي چي اشرف غني او ډاکټر عبدالله د جینوا د کانفرانس په ترڅ کي د خپل صلاحیت او حکومت د ټینګولو او غځولو لپاره په کمپېن لګیا ول، خو افغانستان په خونړیو جنګونو کي غرق وو. قریب نیم افغانستان د طالبانو په لاس کي دئ، او د افغان مهاجرینو کاروانونه له وطنه د وتلو په حالت کي دي.

د جینوا په کانفرانس کي د کابل حکومت یوه ویاند وویل،«د افغانستان حکومت خپل ۶۰ ٪ فیصده تعهدات تر سره کړي دي،» خو هغه د خپلي ادعا د ثبوت لپاره هیڅ شواهد وړاندي نه کړل.

د افغانستان راتلونکو چلنجونو ته په کتو سره، اشرف غني او عبدالله لا ډیر وخت ته ضرورت لري چي د خلګو قناعت تر لاسه کړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .