د افغان سولې په اړه د سعودي عربستان غونډه نن پیلېږي

۱۹ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۵:۴۵ ق.ظ -

په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په اړه جوړېدونکي د علماوو نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د افغان علماوو پلاوى جدې ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې ده چې اسلامي کنفرانس او د سعودي عربستان د حکومت په نوښت دغه کنفرانس نن د چنګاښ د سعودي په جدې ښار کې پيل او دويمه ورځ يې د مکې مکرمې ښار کې ترسره شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا يوې سرچينې د نوم نه اخیستو په شرط د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې  په دغه کنفرانس کې د افغانستان تر ٤٠ پورې علماوو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه.

سرچينې زياته کړې چې څو تنه علماء د شخصي بوختياوو او ناروغۍ له امله ګډون نه شي کولى، خو د افغانستان د علماوو شورا د مشر مولوي قيام الدين کشاف په مشرۍ ٣٦ کسيز پلاوى نن جدې ته روان شو.

د سولې عالي شورا يادې سرچينې وويل چې په دې ډله کې شيخ سميع الله، مولوي عطاءالله لودين، مولوي محي الدين بلوچ، مولوي عبدالحکيم مجاهد، قسيم حليمي او نور شامل دي.

سرچينه وايي چې په کنفرانس کې به د افغانستان تر څنګ د پاکستان، اندونيزيا، ماليزيا، بنګله دېش، سعودي عربستان، متحده عربي امارات، کويټ، بحرين، مصر، موريتانيا، سوډان او تونس په ګډون تر ٣٣ زياتو اسلامي هېوادونو شاوخوا ١١٠ ديني عالمان ګډون کوي.

يادې سرچينې زياته کړه: ((تمه ده چې د سعودي د علماوو کنفرانس به په افغانستان کې د روانې جګړې پر ضد فتوا صادره کړي او له طالبانو به وغواړي چې د سولې خبرو ته اماده شي.))

بلخوا د اسلامي کنفرانس له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د إسلامي نړۍ د سرمشريزو، او د إسلامي همکاری په سازمان کې د غړو هېوادو د بهرنيو چارو د وزيرانو د پرېکړو په حواله  سعودي عربستان د (أفغانستان إسلامي جمهوريت کې د سولې او ثبات لپاره د إسلامي نړۍ د علماو کانفرنس) تر نامه لاندې د جدې او مکې مکرمې ښارونو کې دغه کنفرانس جوړوي.

سرچينې زياته کړې، دغه کانفرنس چې د افغانستان او د نړۍ له مختلفو هېوادونو څخه په کې نخبه او مشران عالمان ګډون کوي، غواړي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستو، او د تروريزم او شديد افراطيت د هر ډول او شکل د غندلو په لار کې مرسته وکړي.

د دغه سازمان سکرتر جنرال ډاکتر يوسف بن احمد العثيمين د سعودي له پاچا او وليعهد څخه مننه کړې ده چې د دغه مهم کنفرانس کوربه توب کوي.

هغه زياته کړې چې په دغه کنفرانس کې به د اسلامي نړۍ علماء ګډون کوي او د افغانستان د سولې په اړه به ويناوې ولري.

ډاکتر يوسف ويلي چې په جده کې د کنفرانس په لومړۍ ورځ به د (ملي پخلاينه د اسلام له نظره) تر عنوان لاندې مقالې او ويناوې وړاندې کېږي او د سولې په راوستو کې د علماوو پر رول هم رڼا اچول کېږي.

د نوموړي په وينا، د دې لومړۍ ناستې مشري به د الحرمين د جوماتونو مشر شيخ عبدالرحمن السديس او د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي مشر ډاکتر محمد اسماعيل لبيب کوي.

دى وايي چې د لومړۍ ورځې دويمه ناسته به د ((د ترهګرۍ او د تاوتريخوالي او سخت دريځۍ په اړه دا سلام نظر)) تر عنوان لاندې وي چې مشري به يې د مصر مفتي ډاکتر شوقي ابراهيم العالم کوي.

سرچينې زياته کړې چې د دغه کنفرانس وروستۍ ناسته به په دويمه ورځ په مکه مکرمه کې کېږي او هلته به د مکې اعلاميه خپرېږي.

سعودي عربستان

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .