د افغان محصل ستونزې او حل لارې

۲۳ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۱۹ ق.ظ -

۱۴

لېکنه: آغاملوک سهار

محصل که د ولسمشر زوي هم وي، بیابه هم ستونزې لري.

زه غواړم دلته د پوهنتون په نورو ستونزو او حل لارو خبرې ونه کړم، ځکه دا یو لویې سپړنې ته اړتیا ده. یوازی غواړم دا روښانه کړم محصل کومې اساسي ستونزې لري؟په دولتي پوهنتونو کې محصل کومي ستونزي رامنځ ته کوي؟ ولي یې رامنځ ته کوي؟  څنګه ددي ستونزو مخنیوی وکړو؟

ډیره وخت به اوریدلی وی په پلانی پوهنتون کي محصلینو لاریون کړي، یوه لویه لار یي تړلي،د قومي، ژبني، سمتی مسایلو په سر محصلین جکړه کړي، په وخت درسونو ته نه حاضریږي، دپوهنتون دروازه یې تړلي، کله کله د لاریونونو په خاطر ټول پوهنتونونه رخصت شي، پوهنتون ته په منظم یونیفورم کي نه ځی، ډلبازي او سمتي مسایل پالي، یا دیته ورته نورې ستونزې.

اوس زموږ  د کانکور سیستم شفاف دی خو د استعداد د تشخیص هیڅ وړتیا نلري، څوک چې ټولنیزو علومو ته جوړ دی هغه طبعی علومو ته لیږلی، څوک چې طبعي علومو ته جوړ دی هغه یې ټولنیزو علومو ته لیږلی.  په نورو هیوادونو کې د سیستم په شفافیت برسیره د استعداد تشخیص ته ډیره پاملرنه سوی. نو ځکه د هغوی محصلین زموږ تر محصلینو له امکاناتو سره، په پوره مهارتونو سمبال وي.

کله چې نوي محصلین دولتي پوهنتونو ته ولاړ سي، باید په سیستم ځان پوهه کړي، خپل کریکولم وګوري، چې د لیسانس په دي دوره کې زه کوم کوم مضامین لولم، کوم اساسي دي،کوم د مارکیټ برابر دي، څه ته لمړیتوب ورکړم.

تیر کال د پوهنځی ریس راته وویل چې محصلین له لابراتوار او نورو امکاناتو  نه سمه  ګټه نه اخلی،  ما ورته وویل تاسو د پوهنتون به رهبری شورا کي دا خبره وکړي، چې کله نوي محصلین پوهنتون ته راځی ، یوه هفته باید د پوهنتون امکانات، اصول، اکاډومیک نزاکتونه، ملي ګټی، انګیزه، لمړیتونه، د پوهنتون لاسته راوړي،دا چې زموږ په پوهنتونو کي نجوني او هلکان يو ځای درس وایې دا د ستونزو او ځورونو سبب نسي، او دیته ورته نور څه ورته ښه روښانه کړي. نو محصل به بیا په سریچوک مسایلو کې نه اخته ګیږي او له جامد فکر سره به له پوهنتون نه نه فارغیږی.

زموږ ډیره محصلین احساساتي دي، ددوي دا احساسات ددی لامل شي چې د پوهنتون له پیل نه به عاطفي روابطو کي ګیر شي، بیا نو که په فزیکي ډول په ټولګي کې ناست هم وي، ولي په فکري ډول به خدای په کومه کوڅه کې يې څوک تر لاسه نیولي یې، که واقعیت ووایو دا مینه نده، دا وابسته ګي ده، دا چې هره شپه دوه سوه پیغامونه لیږي او رالیږي، په ټولګي کي مسیج کوي، یا په موبایل کي په ساعتونو خبري کوي،یا دي په شعر او شاعري شي دا ټوله وابسته ګي ده. دا هر پیغام،خبره،لیدنه دوه هفتي په ذهین کي ګرځي راګرځی، بیا به درس ښه زده سي، فرمول به ښه یاد سي، چې دا د تحصلی دوری د پوچولو په مانا ده.

یا ددوي دا احساساتي برخورد ددي لامل سي چې په لایونونو یي سر شی، قومی،سمتي، ژبني مسایلو پالي،یا د قوم، ژبې،سمت او مذهب يه نوم ټولنه، اتحادیه،ډله یا بل څه اختراع کړي، له یوه خوا د پوهنتون نظم ګډوډ کړي او له اکاډومیک محیط نه منډوي جوړه کړي او بل واقعیت دادی چې محصلین خپله د کورنۍ او دولت د وږو بار دي، ستونزي نسي حل کولای، بغیر له دي په داسي احساساتو کارونه  ستونزې نورې هم زیاتي کړي. تاسو به هیڅ نه وی اوریدلي چې د هارورډ ، اکسفروډ یا بل سمیز پوهنتون محصلینو دي لاریون کړي وي، ځکه هغوی له مسایلو سره منطقی برخورد کوي.

په پوهنتونو کې لاریونونو یوازي د افغان محصلینو اختراع ده.

محصل که پنځه ورځې له تجار سره ناسته ولاړه لری نو شپږمه ورځ دی هم بزنس مفکوره پیدا کوي. که له نوښتګرو سره پنځه ورځې ناسته ولاړه وکړي نو شپږمه ورځ به دی هم د نوښت په فکر کې وي. که پنڅه ورځي له روباټونو سره ناسته ولاړه لري نو شپږمه ورځ به دي هم روباټیک فکري ولري. نو که محصل غواړي پرمختګ وکړي اول دي ملګري فیلټر کړي او دوهم دي لیدلوری روښانه کړي، چې په راتلوونکي کې به زه څوک یم، او د یو سالم ماموریت لپاره دی پلان جوړ کړي، نور دي خپل کوششونه پیل کړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .