د الوتکې د غورځېدو له امله سوېس کې شل کسان وژل شوي

۱۵ اسد , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۳۷ ق.ظ -

سوېس کې يوه لرغونې الوتکه چې دويمه نړيواله جګړه کې ترې هم کار اخيستل شوی وو، غورځېدلې چې پکې شل کسان وژل شوي دي.

ويل شوي دي، ياده الوتکه د سېلانيانو لپاره کارول کېده.

رپوټونه وایي، په دې الوتکه کې “تور بکس” نشته او د پېښې ځای ته رسېدل هم اسانه کار نه دی.

_102837933_134ae286-b323-4893-994f-8bc447938e6b

چارواکي وایي، له همدې کبله به د پېښې په اړه پلټنې یو څه وخت ونیسي.

د پولیسو یوې ویاندې انیتا سېنټي ویلي، په وژل شویو کې ۱۱ نارینه او ۹ ښځې دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .