د امريکا او شمالي کوريا ولسمشران سينګارپور ته رسېدلي

۲۱ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۳۷ ق.ظ -

ډونالډ ټرمپ او کېم جونګ اون د تاريخي سرمشريزې لپاره سينګارپور ته رسېدلي دي او ټاکل شوې سبا سې شنبه يو بله سره وګوري.

لومړى د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون په يوه چينايۍ الوتکه کې سينگاپور ته راغى او د دغه هېواد د بهرنيو چارو د وزير له لوري ورته هرکلى وويل شو.

د ولسمشر ټرمپ الوتکه “اېر فورس ون” هم څو ساعته وروسته را ورسېده.

دواړه مشران په بيلو هوټولونو کې چې له يوه بله ډېر واټن نه لري مېشت شوي او د سه شنبې ورځې سرمشريزې لپاره چمتو کېږي.

د دواړو ولسمشرانو لپاره دا مهمې شېبې دي.

_101965089_e9b71119-8d81-4d94-b0c5-ec421e836388

دوی به پر اټومي وسلو او يو شمېر نورو مهمو مسألو خبرې اترې وکړي خو لا مالومه نه ده چې دواړه ولسمشران به هوکړې ته ورسېږي که نه؟

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .