د امريکا ددفاع وزير: ځينو طالب مشرانو د سولې خبرو ته لېوالتيا ښودلې

۲۲ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۷:۱۰ ب.ظ -

د امريکا د دفاع وزير جيمز ميټس ويلي چې ځينو طالب مشرانو د سولې خبرو اترو ته لېوالتيا ښودلې ده.

نوموړى چې نن کابل ته په يوه ناڅاپي سفر را رسېدلى، دا څرګندونې په الوتکه کې له ده سره راغلو خبريالانو ته کړې دي.

هغه زياته کړې، په ځينو طالب مشرانو کې د سولې خبرو اترو ته د لېوالتيا نښې نښانې ليدل شوې دي .

خو د امريکا ددفاع وزير ويلي،د ځينو طالبانو له خوا د سولې خبرو اترو ته دلېوالتيا دانښې او اشارې څو مياشتې مخکې ورکړل شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني څو اوونۍ مخکې د کابل پروسې د دويم کنفرانس پر مهال وسله والو طالبانو ته بې قيد و شرطه د سولې  وړانديز کړى، خو تر اوسه د طالبانو له خوا مثبت او يا منفي ځواب نه دى ورکړل شوى.

تر دې مخکې طالبانو امريکا ته په يوه استول شوي ليک کې له هغوى غوښتي وو چې ورسره نېغ په نېغه خبرې وکړي، خو امريکا ددوى غوښتنه رد کړې او ويلي يې دي چې طالبان بايد له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

د امريکا ددفاع وزير ويلي، ځينو طالبانو د سولې د خبرو وړاندېز د کابل پروسې له کابل څخه څو مياشتې مخکې کړى و.

خو هغه زياته کړې، د سولې د خبرو اترو مثبتې اشارې د يو شمېر کمو طالب مشرانو له خوا شوې دي.

جيمز ميټس وايي، دا په دې معنا نه ده چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر شوي، خو دا وړه ډله کېداى شي د نورو مشرانو ترمنځ د خبرو او اړيکو لپاره د پول رول ولوبوي.

د امريکا دفاع وزیر

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .