د امریکا سفیر کندهار ته سفر وکړ

۲۱ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۰۰ ب.ظ -
 
 په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفیر جان بس کندهار ولایت ته سفر وکړ او هلته يې د کندهار والي زلمي ویسا سره وکتل. په ياده ليدنه کي د افغانستان سره د امريکا د مرستو پر دوام، امنیتي وضعیت، د افغان ځواکونو پر تجهیز، بريښنا، کرهڼي، پوهني او لوړو زده کړو باندي خبري . کندهار والي زلمي ويسا لومړی د افغانستان سره د امريکا د مرستو څخه مننه وکړه او د افغانستا سره يې د امريکا پر دوامداره مرستو ټينګار وکړ. ويسا د کندهار د بريښنا، د زراعتي اوبو د کمښت، د ښوونځیو او کلينيکونو لپاره د تعميرونو او د ښار او يو شمېر ولسواليو تر منځ د پخو سړکونو د نشتون ستونزي د امريکا د سفير ښاغلي جان بس سره شريکي کړې او په يادو برخو کي يې د همکارۍ غوښتنه ځيني وکړه. کندهار والي همداراز په خپلو خبرو کي د افغان ځواکونو سره د امريکا متحده ایالاتو مرستي هم وستايلې او د هغوی پر لا ښه تجهیز يې ټينګا وکړ. هغه وويل، حکومت د امنيتي ځواکونو د ښې رهبرۍ په رامنځته کولو لاسته راوړنې لري او اوس هم په دې برخه کي جدي هڅي کوي. K کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا همداراز په خپلو خبرو کي د ولايتي ادارې له لوري د نشه يي توکو د کښت او قاچاق او د دولتي مځکو د غصب څخه د خلاصون په برخه کي د لاسته راوړنو يادونه وکړه او په دې برخه کي د لا جدي مبارزې کولو ډاډ څرګند کړ. وروسته په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفیر جان بس د کندهار ولایتي ادارې لاسته راوړنې وستایلې او د افغانستان سره يې د امريکا د دوامداره مرستو ډاډ څرګند کړ. ښاغلي بس وويل، هيواد به يې تر ډېره د افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي. هغه همداراز وويل چي هيواد يې د افغان ځواکونو روزني او تجهیز ته ژمن دی او په دې برخه کي به يې مرستي دوام وکړي. په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفیر جان بس همدراز کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا ته ډاډ ورکړ چي هيواد به يې په کندهار کي په مختلفو برخو کي مرستي وکړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .