د انسان وېښته هم خزانېږي

۱۲ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۲:۱۳ ق.ظ -

5

لیکنه : ډاکټر فصیح الله عمرزی

څرنګه  چې کال څلور فصلونه لري، په هر فصل کې بېل بېل موسمونه وي او د هر موسم فصل خپلې ځانګړتیاوې لري. یو فصل یې خزان دی چې په دې موسم کې د ځینو ونو بوټو او فصلونو خزان له شنو ونو بوټو پاڼې وغورځوي. په ولسي ژبه دې موسم ته خزان ویل کېږي. انسان که  څه هم د ونو او بوټو نه ځانګړتیا په روح او وینا (ګړنې) سره لري خو د همدې انسان بدن هم د څلورو موسمونو د تاثیر لاندې راځي او په  څلورو واړو موسمونو کې بېلا بېلو مرضونو باندې اخته کېږي.

د خزان په موسم کې د نورو ناروغیو تر څنګ د انسان له سره وېښته غورځېږي چې د دې وېښتو له غورځېدو باید ځانونه وژغورو څو د سر وېښته مو امانت پاتې شي. د خزان په موسم کې په عادي توګه د هر انسان په سر کې خوشکي پیدا شي او وېښته ېې په کرار کرار تویېږي چې څوک پرې نه پوهېږي. د نارینه په نسبت چې ښځې زیات سرونه ږمنځوي، هغوی پرې ژر پوهېدای شي. که درملنه یې ونه کړل شي د ښځو زیب او زینت (وېښته) په کم وخت کې له منځه ځي.

د کوم نارینه یا ښځې په سر کې چې خوشکي وي، د هغوی له سرونو زیات وېښته غورځېږي. د سرونو څخه د وېښتو د غورځېدو درمل بېلا بېلو کمپنیو جوړ کړي دي، خو فولکلوریکه کلیواله درملنه چې د مخه په کلیو کې دود وه، هغه دا چې د کوم انسان له سره وېښته توییږي هغوی باید په ورځ کې یوه مڼه خامخا وخوري. په مڼه کې هغه د سر د وېښتو د قوت مواد (ایرن)شته چې د نورو میوو په نسبت په مڼه کې زیات موجود دي. د مڼې په  خوراک سره نه یواځې  دا چې له سره د وېښتو غورځېدو مخنیوی کيږي بلکه د وېښتو په وده کې مرسته هم کوي.

د وېښتو د غورځېدو مخه په نورو خوراکونو کې هم شته  چې یو یې ادرک او بل چقندر (لب لبو) یادېږي. په دې دواړو خوراکونو کې هم هغه مواد شته چې د انسان د سر وېښتو ته قوت ورکوي او له غورځېدو یې ژغوري. بله دا چې که په اوبو کې د لیمو، چقندرو، او ادرک زبېښل شوې اوبه واچول شي، لږ څه د شړشمو تېل ورسره ګډ کړل شي او سر پرې د شپې له پلوه غوړکړل شي وېښتو ته به د قوت ترڅنګ ښکلا هم ورکړي.

که یواځې لیمو د شړشمو د تېلو سره لږ څه ګډ کړل شي او د شپې له پلوه تر لسو ورځو پورې پرې ویښته غوړ کړل شي، د سر څخه د ویښتو په غورځېدنه کې به کمښت راشي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .