د اپل کمپنۍ بازار ته نوي ايفونونه وړاندې کړل

۲۲ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۱۳ ق.ظ -

اپل کمپنۍ اعلان وکړ، چې خپل نوي آیفونونه (آیفون ایکس ایس او آیفون ایکس ایس مکس) یې بازار ته وړاندې کړي دي.

د اپل کمپنۍ دغه دوه نوي مبایلونه ددغه مبایل تر پخوانی نسل چټک او په ځینو برخو کې متفاوت دي. خو ظاهري ډيزاین یې دومره توپير نه دی کړی.

41622757_2022900384398223_9064219506850660352_n

دواړه مبایلونه په شاتنۍ برخه کې غبرګې ۱۲ میګاپيکسلي کامرې لري. د آیفون له مخکینیو نسلونو سره یې ستر توپیر دا دی، چې دا مبایلونه دوه سیمکارتونه کارولی شي. آیفون لس ایس ۵،۸ او آیفون لس ایس مکس ۶،۵ انچه صفحه لري. دواړه مبایلونه به د حافظې له اړخه ۶۴،۲۵۶ او ۵۱۲ جي بي حافظه لرونکي ډولونه ولري. بیه یې له ۹۹۹ ډالرو پیل تر ۱۰۹۹ ډالرو پورې رسېږي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .