د اکشې کُمار ‘ټایلټ ایک پریم کتها’ فلم د راوډي راتهور ریکارډ مات کړ

۲۰ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۵۳ ق.ظ -

1

د بالیووډ د وتلې څيرې اکشې کُمار تازه فلم چې ټایلټ ایک پریم کتها یا (ToiletEkPremKatha) نومیږي د هند او نړۍ په بازارونو کې د زیات خرڅلاو له مخې د ده د پخواني فلم راوډي راتهور ریکارډ مات کړ.

ټایلټ ایک پریم کتها چې د ۴۰ کروړو په ارزښت جوړ شوی خرڅلاو یې ۱۳۳.۶۰ کروړو ته رسیدلی او ننداره یې نږدې پای ته رسیدلې.

د ټایلټ نړیوال پلور ۲۱۲ کروړو ته رسیدلی.

له دې وړاندې د اکشي کمار راوډي راتهور فلم چې د ۴۵ کروړو په قیمت جوړ شوی و، ۱۳۳ کروړه د ننه په هند کې او ۲۰۶ کروړه بهر خرڅ شو چې د اکشي کار تر ټولو ډیر خرڅ شوی فلم و.

ټایلټ ایک پریم کتها یو عاشقانه، کومیډي او انتقادي فلم دی چې د هند پر ناسمو رواجونو او په ټوله کې د تشنابونو نشتوالي پر ستونزو او د مسوولینو پر بې غورۍ راڅرخي.

دې فلم کې اکشې کمار، بومي او انوپم خیر رول لوبولی او د ناراین سینګ له خوا جوړ شوی دی.

دا فلم د روان میلادي کال د جولای یوولسمه نیټه نندارې ته وړاندې شو.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .