د بالیووډ ښځينه اداکارانې لومړي وزیر مودي ته په شکایت ورځي

۱۵ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۲:۴۰ ب.ظ -

۵

د هندي سینما د وتلې ستورې ډيپیکا پاډوکون ژوند له ګواښ سره مخ دی.

هندوستان کې د راجپوت او بي جي پي ځینې مشرانو او غړو د هغې د وژلو ګواښ کړی.

له دې سربیره، یادو ډلو د ډیپیکا پاډوکون او د ډاریکټر سنجي لیلا بهانسولي په سره ۱۵ کروړه هندۍ روپۍ انعام هم ایښی دی.

کیسه ټوله د ډيپيکا د راوان فلم (پاډوماوتي) څخه جوړه شوې ده. دا فلم، چې بهانسولي ډاریکټ کړی، پکې رنویر سنګ او شاهد کپور هم لوبیدلی.

ټاکل شوې وه، چې فلم د ډیمسبر په لومړۍ نیټه خپور شي، خو لا يې هم د خپریدو څرک ونه لګیده.

په فلم معترضین ادعا کوي، چې فلم کې د هندوستان تاریخ او تاریخي میرمنې پاډوماوتي ته سپکاوی شوی.

خو د فلم ډاریکټر دا ادعاوې ردوي.

بل پلو پولیسو د ډیپیکا د کور شاو خوا امنیت تدابیر سخت کړي دي. خو د بالیووډ ښځینه ادکارانو د هندوستان لومړي وزیر نریدرا مودي ته په یو خط کې شکایت کړی، چې د ډیپیکا د ژوند د ژغورلو لپاره هڅې نه کوي.

دا لیک چې د انوشکا شرما په ګډون کڼو سینمايي ستورو لاسلیک کړی، پکې له ښاغلي مودي د ډیپیکا د ژوند دژغورولو غوښتنه شوې.

په یوبل خبر کې ویل شوي، چې کنګنا راناټ ددې لیک له لاسلیکولو ډډه کړې ده، خو ظاهره يې د ډيپیکا ملاتړ کړی دی.

اما کنګنا دا خبرونه ناسم بللي او ویلي يې دي، چې د لیک د لاسلیک پر مهال نوموړې په جودیپور کې په شوټینګ بوخته وه او ونه توانیده، چې لیک امضا کړي.

سوناکشي سینا هم د ډيپيکا پاډوکون ملاتړ کړی دی.

کټرینه کیف او عالیه بټ بیا په دې اړه خاموشې دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .