د بدن ښکلا د جنوبي کوريا سياليو اتل وستايل شو 

۱۶ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۱۲ ق.ظ -

هلمند والي حيات الله حيات د جنوبي کوريا سياليو کې د بدن ښکلا له اتل لوبغاړي شکرالله هلمندي سره د خپل کار دفتر کې وکتل او د نوموړي لاسته راوړنې يې د ټول هيواد لپاره وياړ وبللې.

شکرالله هلمندي په جنوبي کوريا کې د غړو ښکلا سياليو کې د برخې اخيستلو وروسته خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه او د سپينو زرو مډال يې خپل کړ.

21369034_1232114336933894_3237779838154791444_o

هلمند والي حيات الله حيات د نوموړي لاسته راوړنه او ورزشي مبارزه د هيواد او په ځانګړې توګه هلمند لپاره نه هېرېدونکی او تاريخي وياړ ياد کړ.

ښاغلي حيات، هغه لا هم دې برخه کې هلو ځلو ته وهڅوه او ورسره يې ژمنه وکړه، چې ددې وياړ په ورته شانداره جوړ کړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .