د بریا لوړ فیصدي سربېره افغانستان ولې د نړۍ نهمه لوبډله ده؟

۱۴ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۴۷ ق.ظ -

8

افغانستان کې د کرېکټ لوبې ډېره چټکه وده وکړه چې له همدې امله د نړۍ په کچه ډېره وستایل شوه او اوس په نړیواله کچه بې شمېره مینه‌وال هم لري.

افغان ملي لوبډلې ټېسټ، یوې ورځنۍ او شل اوریزو لوبو کې ځانگړې لاسته راوړنې لري خو شل اوریزو لوبو کې بیا د اسیا زمریان بلل کېږي.

شل اوریزو لوبو کې د بریا فیصدي له نظره افغانستان د نړۍ تر ټولو غوره لوبډله ده او هند او پاکستان يي شا ته پرېښودلو سره لومړۍ مقام خپل کړی.

افغانستان تر دې دمه ۶۱ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي چې د دغو لوبو له جملې څخه يي ٪۶۳٫۹۳ لوبې يي گټلي او د بریا د فیصدۍ له نظره يي په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړی. هندوستان ٪۶۱٫۳ سلنې سره دوهم او پاکستان ٪۶۱٫۲۵ سلنې سره درېیم مقام لري.

حتی ۲۰۱۷ کې هم افغانستان د بریا فیصدي له نظره دوهمه غوره لوبډله ده. افغان ملي لوبډلې ۲۰۱۷ کې ٪۷۰ ترسره شوې شل اوریزې لوبې گټلي. پاکستان بیا ٪۸۰ سلنې سره لومړی مقام خپل کړی.

افغان ملي لوبډله یوازینۍ لوبډله ده چې په پرلپسې توگه ۱۱ شل اوریزې لوبې يي گټلي. افغانستان دغو لوبو کې د نړۍ اتله لوبډله وېسټ انډیز په گډون د ایرلینډ او متحده عربي اماراتو لوبډلو ته سختې ماتې ورکړي.

خو دغو ټولو د پام وړ لاسته راوړنو سربېره بیا هم افغانستان د کرېکټ نړیوالې ادارې درجه بندۍ کې نهم مقام لري.

ولې افغان ملي لوبډله نړیواله درجه بندۍ کې دومره وروسته پاتې؟

د کرېکټ چارپوهانو په اند دا چې ولې افغان ملي لوبډله د بریا لوړ فیصدي او تاریخي لاسته راوړنو سربېره په نړیواله درجه بندۍ کې ډېر وروسته پاتې دوه مهم لاملونه لري:

افغانستان ډېرې بریاوې د دوهمې درجې هېوادونو په وړاندې ترلاسه کړي: یو له سترو لاملونو څخه دا دی چې افغانستان خپلې ډېرې شل اوریزې لوبې دوهمې درجې هېوادونو پر وړاندې ترسره کړي. افغانستان لومړۍ درجې هېوادونو په وړاندې ۴۹ شل اوریزې لوبې ترسره کړي چې یوازې ۲۰ لوبې يي گټلي او له دې سره د بشپړ غړیتوب لرونکو هېوادونو پر وړاندې يي د بریا فیصدي ٪۴۰٫۸۲ ده. افغانستان له زمبابوي څخه ۱۱، ایرلینډ څخه ۶، بنگله‌دېش څخه ۲ او وېسټ انډیز څخه یوه نړیواله شل اوریزه لوبه گټلې.

پیاوړو لوبډلو په وړاندې بریا نه لرل: افغانستان د هندوستان، استرالیا او نیوزیلینډ په څېر پیاوړو لوبډلو په وړاندې یوازې د گوتې په شمېر لوبې ترسره کړي چې ټولو کې يي ماتې خوړلې. افغانستان د نړۍ غښتلو لوبډلو په وړاندې ۹ نړیوالې شل اوریزې لوبې کړي او ټول يي بایللي دي.

د حل لاره څه ده؟

د نړۍ پیاوړو لوبډلو سره دوه اړخیزې لوبې: د کرېکټ نړیوالې ادارې درجه بندي یوازې د بریا شمېر په پام کې نه نیسي بلکه د لوبې کیفیت ته هم پاملرنه کوي، له همدې امله افغانستان د پرلپسې شل اوریزو لوبو گټلو رېکارډ سربېره د نړۍ نهمه لوبډله ده. د نړۍ پیاوړو لوبډلو سره دوه اړخېزې لوبې به نه یوازې دا چه د افغانستان تجربه زیاته کړي بلکه په نړیواله درجه بندۍ کې به هم پرې مثبت اغېز ولري.

که چېرې افغانستان د نړۍ کومه پیاوړې لوبډلې ته په ماتې ورکولو بریالی شي نو نړیواله درجه بندۍ کې به د پام وړ پرمختگ وکړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .