د برېتانيا حکومت له لوري د افغان نجونو د زده کړې لپاره مرسته، پر ځای به ولګول شي؟

۲۱ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۴۲ ق.ظ -

افغان نجونې، هغه چې د زده کړو په برخه کې له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخ دي، خو يوه نيوکه دا ده له افغان زده کوونکو سره شوې مرسته تل پر ځای نه دي لګېدلي.

اوس تازه د برېتانيا حکومت د افغان نجونو د زده کړې لپاره مرستې کړي دي خو پوښتنه دا ده چې پر ځای به ولګول شي؟

د بي بي سي د راپور په حواله، د برتانیا حکومت وايي، د افغان نجونو د زدکړو سره د مرستې لپاره افغانستان ته اتیا میلیون ډالر ور کوي.

کابل کې د برتانیا سفارت وايي، دا پیسې به نږدې اویا زره افغان نجونو ته د زدکړو زمنیه برابره کړي.

د برتانیا د حکومت په خبره، ټاکلې ده دا پیسې په دوو روزنیزو پروژو کې ولګېږی چې له مخې به یې افغان نجونې په لومړنیو او منځنیو ښوونځیو کې پرمختګ وکړي.

د دې پروژو له مخې هڅه کېږي چې افغان دولتي ښوونځیو کې د ښوونې رودې او د ښوونځیو چاپېریال لا ښه شي او د زدکړو نور اړوند پروګرامونه پلي شي.

Girls-School3

د برتانیا سفارت خپل رسمي فیسبوک کې لیکلي: دا چاره له افغان نجونو سره مرسته کوي چې ښې دندې ولري، د ځان او کورنیو ملاتړ وکړي او د افغانستان په وده کې ښه رول ولوبوي.

د افغانستان پوهنې وزارت د برتانیا د دې مرستې هرکلی کوي او وايي، چې دا پیسې به د افغان نجونو د ښوونې یوه برخه ستونزې اوارې کړي.

له زدکړو د دوه میلیون د ډېرو نجونو بې برخېتوب

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، د حکومت له هڅو سره سره لا هم له دوو میلیون ډېرې نجونې له زدکړو بې برخې ديږ

د دغه وزارت ویاند کبیر حقمل بي بي سي ته وویل: نږدې ۳،۷ میلیونه افغان ماشومان ښوونځیو ته نه ځي، دا ډول پیسو ته اړتیا شته، د برتانیا مرسته د دې ستونزه یوه برخه اوارولی شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف په یوه تازه رپوټ کې ویلي، افغانستان کې د ناامني او جګړې له امله د ۷ او ۱۷ کلونو ترمنځ نیمایي ماشومان یا ۳،۷ میلیونه ماشومان له ښوونځیو بې برخې دي.

ویل کېږي د دې بې برخې ماشومانو ۶۰ سلنه نجونې دي، خو دا سلنه په ځینې ولایتونو کې له دې هم ډېره ده.

یونیسېف وايي، پر ناامنۍ سربېره بې وزلي او د نجونو پرضد پراخ تبعیض هغه څه دي چې افغانستان کې یې له ۲۰۰۲ کال راهیسې له ښوونځیو د ماشومانو د بې برخې کولو کچه ډېره زیاته کړې ده.

برتانیا پر ۲۰۱۳ کال هم له ۶۰ میلیونو ډېر ډالر د نجونو زدکړو ته ځانګړي کړل او د چارواکو په خبره، د هغو پیسو په لګولو سره له څلور لکو ډېرو ماشومانو ته د زدکړې زمینه برابره شوه.

خو افغانستان کې ښوونه روزنه په تېره د نجونو زدکړې لا هم له ډېرو ننګونو سره لاس او ګرېوان دي.

اداري فساد، ناامني او د ټولنې دودیزوالی د روزنې په مخ کې لویې ستونزې دي.

دا په داسې مهال ده چې افغان حکومت روان لمریز کال د ښوونې روزنې کال وباله او له حکومتي ادارو یې وغوښتل چې د روزنې د پیاوتیا لپاره همکاري وکړي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .