د برېښنايي تذکرو پروسه ولي هر ځل د خنډ سره مخ سي؟

۱۸ سرطان , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۳۴ ق.ظ -

ډاکټر فیض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد او ليکوال

 په نړۍ کي هیڅ داسي هیواد نشته چي د خپل ملي هویت پر ځای دي يې د کوم بل ملت هویت لیکلي وي. د مثال په توګه، تاجکستان د ملي هویت د څرګندولو دپاره (تاجک) کلمه استعمالوي، هغوی کله هم (افغان) نه لیکي، دارنګه ازبک، بنګله دېشی یا پاکستانی. هو، د ځینو ملکونو ملي هویت د هغه هیواد د نوم سره یو شی وي لکه د پاکستان تابعيت لرونکی پاکستانی بلل کېږي، خو د قزاقستان یا ترکمنستان تابیعت لرونکی ترکمنستانی یا قزاقستانی نه دی،

ډاکټر فیض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد او ليکوال

ډاکټر فیض محمد ځلاند د کابل پوهنتون استاد او ليکوال

هغه ترکمن او قزاق دی، نو په پېژندپاڼو کي بیا د ملي هویت ذکر په ورته توګه ذکر کېږي، امریکایان پخپل ملي هویت امریکن او د انګلېستان تابیعت لرونکي د بریتش هویت په لرلو ویاړي. له بده مرغه، په افغانستان کي په دا وروستیو کي په پېژندپاڼو کي د ملي هویت (افغان) په ذکر لويي ناندرې را پورته شوې، چي په هیڅ صورت د نړیوالو او ګاونډیو هیوادونو د استخباراتي او استعمارګرو ادارو له آغېزو څخه بې برخي نه دي. د افغانستان د ماتېدا، ایلولو او مستعمره کولو تر ټولو اسانه لاره هغه د افغانانو وېشل دي په ځانګړي توګه په ملیتونو یا قومونو ځکه تاجک افغان له تاجکستان، ازبک افغان له ازبکستان، ترکمن افغان له ترکمنستان سره په پوله پراته دي، چي په اسانه کېدای شي د سیمه يیزو استخباراتو د آغېز پر بنسټ د افغانستان د کمزوري کولو او د دې هیواد دوېشلو سبب شي. د افغانستان اساسي قانون په څلورمه ماده کي په ښکاره د ملي هویت ستونزه حل کړي ـ ” د افغانستان ملت (افغان) له پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوچ، پشه یي، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش، ګوجر، براهوي، او نورو قومونو څخه جوړ دی. د افغان کلمه د افغانستان په هر فرد اطلاق کېږي، د ملت هیڅ یو فرد د افغانستان له تابعیت څخه نه محرومېږي، په تابعیت او پناه ورکولو پوري مربوطي چاري د قانون له لاري تنظمېږي. “  په تېره څه دپاسه یوه لسیزه کي د افغانانو تر منځ د قومي، مذهبي او کلتوري تعصباتو دپاره د سیمي او نړۍ د استخباراتي ادارو له خوا ډېر ژور کار ترسره شوی، چي افغان روڼ اندي، مدني ټولني، رسنۍ او بلاخره دولت باید ورته جدي پام وکړي. د افغانستان په تاریخ کي په لومړي ځل د ملي ترمینالوژۍ د بدلون هلي ځلي پیل شوي، د افغانستان د فدرالي کېدو شومه مبارزه پیل شوه او بلاخره د افغان ملي هویت د محوي په وړاندي په قانوني اسنادو( د تابعيت پاڼو) په جوړښت کي یوه لویه ظالمانه پرېکړه ترسره شوه، که افغانان دا هر څه په پټو سترګو او ټیټو سرونو په ځان مني، نو دا په لوی لاس د افغانستان د ماتېدا، کمزوري کېدا او بلاخره وېش ته لاره هوارول دي، چي دا به د افغانانو ټول تاریخي ویاړونه او د افغانستان د روښانه راتلونکي خوبونه له خاورو سره خاوري کړي.

شريف خان غيرت مدني فعال

ستاسو د پوښتني په ځواب کي باید ووایم، چي د حکومت په بعضي مهمو څوکیو داسي کسان ناست دي، چي تل یې هڅه او موخه دا ده چي د قومونو تر منځ بې اتفاقي، تعصب، ژبني، سمتي او قومي ناندریو ته په ډېري بې شرمۍ لمن وهي. د برېښنایي تذکرو پروسه هر ځل ځکه ځنډېږي چي د دې پروسې د مخ ته وړلو مسؤلیت داسي چا ته په غاړه وراچول کېږي چي هغه د افغان او افغانیت سره له وختونو _ وختونو ضد او کينې کولو ته په دوه تلي ناست دي. دولت باید کوښښ وکړي، چي مناسب، استعداد لرونکي په ملي فکر او ملي روحیې سمبال کسان په دولتي څوکیو وګماري، نو اوس که دولت رښتیا د هیواد او ولس د پرمختګ لپاره مټي رانغښتي وي، نو له خپل منځي شخړو، ژبني،

شريف خان غيرت مدني فعال

شريف خان غيرت مدني فعال

قومي او سمتي تعصب او بې ځایه معاملو دي تېر شي، هغو کسانو ته دي په دولتي ادارو کي ځای ور کړي، چي هیواد، ولس او خاوري ته ژمن کسان وي. که چېري هغه کسان، کوم چي په ملي فکر او ملي روحیې د وطن او ولس د ګټو لپاره د کار کولو نیت لري او یاد کسان د برېښنایي پېژندپاڼو په پروسه کي په دندو وګمارل شي، انشاءالله چي یاده پروسه به په ډېري چټکۍ د پرمختګ په لور ګامونه واخلي او د برېښنایي پېژندپاڼو څخه به ټول هیوادوال د هیواد په ګوټ ګوټ کي برخمن شي.

ميرويس پوپل خبريال

کله چي د حکومتونو جوړښت په سمه توګه منځ ته رانه سي، بيا تر ټاکلي مودې تر ختمه خاصي بهانې وي او په بېلابېلو لارو د واک او امتياز غوښتني مطرح کېږي. د ملي وحدت حکومت په دوره کي د برېښنايي تذکرو موضوع رامنځ ته سوه، چي د ولسمشر او اجرائيه رئيس اختلافات پر جوړ سوه او تر ډېرو ناندريو وروسته لږ دې پروسې ته د مشروعيت بڼه ورکول سوه. د دې تذکرو دپاره هغه وخت مناسب و، چي پر وزير، وکيل او ادارو د فساد تورونه نه واى، د دولت مشران د قراداد پر اساس نه واى او د دنيا سره يې د يوه ولسمشر او وطن مشر په توګه رابطه درلوداى. موږ نړيوال کنفرانسونه وليدل چي د افغان په نمايندګي دوو مسؤلو ګډون پکښي درلودى،

ميرويس پوپل خبريال

ميرويس پوپل خبريال

چي په داسي حرکت د نړيوالو اعتماد له منځه تلۍ او په داخلي سياست کي دغه پروسه د راتلونکو ټاکنو لپاره د هره طرفه د ځان په ګټه د تمامېدو لامل کېږي. فکر نه کوم چي د افغانانو سرشمېرنه دي لا تکميل وي او افغانانو ته دي د سرشمېرني پر اساس حقوق رسېدلي وي او بيا دي په داسي سختو حالاتو کي د افغانيت او پېژندني په سرنوشت جنجالي پروسې رامخ ته کړي. هر افغان چي د افغانستان په هر ځاى کي استوګن وي د خاوري د تابعيت حق لري او حکومتونه د اسنادو ورکولو زمينه سازي کوي. د هر ځلي خنډونو علت دا دئ، چي دلته افغانانو ته خپل حقوق نه دي رسېدلي او دوى ورځ په ورځ د نويو پېښو سره مخامخ کېږي او هيڅ راتلونکي جنجالي پروسو ته اماده نه دي. سمه ده چي دا خنډونه به ورځ تر بلي ډېر سي او تذکرې به چا ته نه ورکول کېږي، مګر که د دې پروسې مصرف او توجه امنيت او د خلکو اقتصاد ته واړوي، نو بيا به دا خلک خپله دې ته اماده کېږي چي بې له خنډه تذکرې نوي کړي او پروسه بې جنجاله پاى ته ورسېږي.

هدايت الله مهتمم صالح مدني فعال

دلته زيات خنډونه متوجې دي، چي برېښنايي تذکرې له خنډ سره مخ سي او هر ځلي يې پروسه خنډېږي، تر اوسه لا نه ده معلومه چي بايد په تزکرو کي د افغان کلمه ذکر سي، که د هر قوم، دلته قومي تعصوبات لمانځل کېږي، هر څوک غواړي چي خپل قوم او دين په تذکرو کي څرګند کړي، تاسي وګورئ زموږ ملت افغان دى، ملګر نور قومونه د افغان کلمه پښتنو ته محدوده وي، دلته د پښتون، هزاره، ترکمن، تاجک، ازبک، پشه يي، نورستاني او… تر منځ زيات فرق دى، که په هر يو هیواد کي د قومونو تر منځ دغسي بې اتفاقي وجود ولري، نو هيواد به دې ته ورته د زیاتو پرمختګونو او تمدنونو څخه پاته وي، چي مثال يې بيرته زموږ هيواد راوړلای سو. او بله خبره لا دا ده، چي ځيني قوم پرسته ګوندونه هم غواړی چي دغه پروسه له خنډ سره مخ کړي،

هدايت الله مهتمم صالح مدني فعال

هدايت الله مهتمم صالح مدني فعال

تر څو دوی د خپل قوم افرادو ته ځانونه غمخوار ثابت کړي او خپل د جلب وجذب پروسه روانه اوجاري وساتي، هغوی د داسي موقع په تمه دي، چي خپل کار په اسانۍ وکړي، چي د دغو ګوندونو مزاهرې او لاريونونه د هيواد په زياتو ولایتونو کي وليدل سول، چي دوی خپله د بيان د آزادۍ څخه په ګټه اخستني پر رسنيو هم تبليغات کول. دا هغه د قومونو تر منځ اختلاف و او حکومت هم په دغه پروسه کي زيات پاته راغلی دى، ځکه لومړی حکومت نه دى توانېدلی چي د قومونو تر منځ اختلاف له منځه يو سي او بيا یو قاطع پرېکړه وکړي. که چېري حکومت د دغه ستونزو په حلولو کي پاتي نه وای راغلی، نو اوس به د برېښنایي تذکرو پروسه جاري او خلکو به په اساني سره تذکرې ترلاسه کولای. خو متاسفانه، دولت تر اوسه لا دغه ستونزه نه ده حل کړې او يوه قاطع فيصله يې هم نه ده کړې. که چېري دغه قوم پرسته وځپل سي او د يو ملت تر نوم او سيوري لاندي ژوند وکړل سي، نو دغه او دې ته ورته ستونزي به په اسانۍ سره حل او له منځه ولاړي سي. مهمه ده، چي په يوه دولت کي هر څوک په همږغۍ باندي کار وکړي، دلته د تذکرو پروسه يوازي د دوو کلمو له امله د خنډ سره مخ ده چي هغه (اسلام) او (افغان) ده، دا هغه بدبختي ده چي د يوه هيواد پر بې اتفاقۍ باندي دلالت کوي. نـــو زه وايم چي حکومت دي لومړی دغه قوم پرست ګوندونه له منځه يو سي او وروسته دي یوه غوڅه پرېکړه وړاندي کړي چي دغه فيصله به ټولو ته د قبول وړ وي، بيا کولای سي چي پروسه په ښه توګه جاري وساتي او بې له کومي ستونزي هر کس خپله تذکره يا پېژندپاڼه ترلاسه کړي.

حسن الله نوري مدني فعال

په هیواد کي روانو حالاتو ته په کتو سره باید ووایم، چي برېښنایي پېژندپاڼو د وېش پروسه یوه مهمه پروسه ده، د دې پېژندپاڼو وېش په هیواد کي د روانو ناخوالو د کمښت لامل کېدای شي او همدا راز د بهرنیو لاسوهنو او د سیمي د استخباراتي شبکو د فعالیتونو په مخنیوي کي مهم رول لوبولای شي، ځکه نو د ګاونډيو هیوادونو استخباراتي ادارې په دې هڅه کي دي، تر څو په هيواد دننه د خپلو پټو جاسوسانو پر مټ د دغي پروسې د بریالیتوب مخه ونیسي

noori

او دا زمینه ورته ځکه په اسانه برابره ده چي له یوې خوا وروستیو ناخوالو او جګړو مو په هیواد کي د پوهي کچه له نشت سره مخامخ کړې او له بلي خوا په تېرو لسیزو جګړو کي بهرني استخباراتي کړۍ په دې توانېدلي چي په هيواد کي دننه پراخ نفوذ وکړي او دوی لا وار له مخه دلته دمېشتو قومونو تر منځ ښه پوره واټن رامنځ ته کړی او اوس له همدې بدبختۍ څخه په استفادې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش پروسه له خنډ سره مخ کوي. همدا وجه ده چي دولت مو نه توانیږي، تر څو دغه پروسه عملي کړي.

روح الله رشیدي لیکوال او ژورنالیست

ډېر ښه سوال دی، زما په نظر، اوسنيو شرایطو ته که ژور فکر وکړو، نو د سیمي هيوادونو استخباراتي کړیو په هيواد کي له وروستیو جګړو او ناامنیو څخه په ګټه اخیستلو سره دلته خپل فعالیتونه پراخ کړي او ولس یې داسي حالت ته رسولی، چي نه یو پر بل د باور کولو توان لري او نه پر خپل دولت باندي پوره باور کولای شي. همدغه بې باوري د دې لامل ګرځېدلې چي په هیواد کي مېشت قومونه د دې پر ځای چي یو موټی شي، لا نور هم له یو بل څخه فاصله اخلي، هر قوم خپل مشر او رهبر لري، په پارلمان کي استازي لري، بدبختانه چي اتیا په سلو کي دغه رهبران او استازي پلورل شوي او د بهرنیو استخباراتو د لاس آلې ګرځېدلي او نه پرېږدي چي دا ولس تر یوه واحد بیرغ او نوم لاندي سره راټول شي، چي دې هدف ته د رسېدو لپاره د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش پروسې ته هم خنډونه جوړوي، په یو او بل نوم ولسونه احتجاج او لاریون ته هڅوي، تر څو وکولای شي دغه پروسه له خنډ سره مخ کړي او په هیواد کي د موجودو قومونو تر منځ نفاق او بدبختۍ ته لاره هواره کړي، ځکه چي د سیمي هیوادونه هیڅکله هم نه غواړي چي دا ولسونه سره یو شي او دا هيواد د پرمختګ په لور ګام واخلي او دلته د دوی موجوده ګټي له خطر سره مخ شي.

روح الله رشیدي لیکوال او ژورنالیست

روح الله رشیدي لیکوال او ژورنالیست

که فکر وکړو، نو د برېښنایي پېژندپاڼو وېش په هيواد کي د ناخوالو په راکمولو کي مهم رول لري او په دې سره زموږ دولت کولای شي تر یو حده د بهرنیو لاس وهنو مخه ونیسي او بله خبره دا هم ده چي ځیني لوړپوړي دولتي چارواکي د دوو تابعیتونو درلودونکي دي او د برېښنایي پېژندپاڼو وېش د ځان په زیان بولي او هغه وخت دوی مجبور دي چي بهرنی تابعیت لغوه کړي او له بهر څخه خپلي پانګي هیواد ته انتقال کړي او دا کېدای شي د ولس په وړاندي د دوی د رسوایي سبب وګرځي او داسي نور ډېر دلایل شته چي ځیني لوړپوړي دولتي چارواکي او د بهرنیو استخباراتو اجنټان نه غواړي چي دا ارزښتمنه پروسه بریالۍ شي، نو د ولس له پاکو احساساتو څخه په ګټه اخیستلو د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش مخه نیسي او له همدې لاري د دولت او ولس او هم د ولسونو تر منځ د واټن رامنځ ته کولو په هڅه کي دي. نو زه فکر کوم چي اصلي ستونزه همدا ده چي زموږ ډېری لوړپوړي دولتي چارواکي د بهرنیو استخباراتي ادارو پټ مامورین دي او له بلي خوا مو د ولسونو د پوهي او سواد کچه ټیټه، د ولس یو لوی اکثریت مو لا هم د خپلو پلورل شویو رهبرانو په ولکه کي دي او لا هم خپله ګټه او تاوان او دهيواد ملي ګټي په صحي ډول نه پېژني، یواځي د خپلو مشرانو په وینا عمل کوي او هغه چي پوهېږي بدبختانه اکثریت یې پلورل شوي او د پردیو په وینا عمل کوونکي دي او پاتي لږ نور چي پوهېږي له ولس او هيواد سره مینه لري، خپلواک او بااحساسه دي، ځیني یې له وېري چوپه خوله دي او ځینو چي آواز پورته کړی چا ورته توجه نه ده کړې. نو د دولت مشرتابه ته پکار دي چي یا خو د ولس د عامه پوهاوي لپاره پروګرامونه جوړ کړي او یا داسي قاطع پرېکړه وکړي چي د بهرنیو استخباراتي کړیو او داخلي وطن فروشانو هر ډول احتجاج او هڅي له نظره وغورځوي، په قاطع ډول د پېژندپاڼو د وېش آمر ورکړي او یا دي هم هغه دولتي چارواکي او د پارلمان هغه غړي چي دغسي ستونزو او لاریونونو ته لمن وهي د محاکمې مېز ته راکش کړي او د ولس په وړاندي دي ترې حساب واخلي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .