د بشري حقونو کمېسیون: په افغانستان کې دې جنګي جرایم وڅېړل شي

۲۳ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۱۷ ق.ظ -
د بشري حقونو خپلواک کمیسیون وايي، د جنګي جرمونو د څېړنې نړیواله محکه دې په افغانستان کې د ترسره شویو جرمونو په تړاو څیړنې وکړي. د بشري حقونو کمیسیون غړي وايي، په افغانستان کې د بهرنیانو په شمول ګڼو خواوو جنګي جرمونه کړي، عدلي او قضايي ارګانونه یې په څیړلو کې کمزوري دي او د جرمونو نړیواله محکه دې د یادو جرمونو په اړه پریکړې وکړي. په ورته مهال د ملي شورا غړي وايي، امریکا په افغانستان کې ګڼ جنګي جرمونه کړي او د جرمونو نړیوالې محکمې په اړه د جان بولټن څرګندونې د ټولو قوانینو خلاف دي. د جنګي جرایمو د څېړلو نړیوالې محکمې ته د امریکا ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له څرګندونو وروسته چې ویلي یې وو، که د جرمونو نړیواله محکه په افغانستان کې د امریکا جنګي جنایتونه وڅیړي یاده محکمه به له بندیزونو سره مخ شي، د امریکا ملي امنیت سلاکار یادې څرګندونې په کوردننه د بشري حقونو کمیسیون او ملي شورا غړو له جدي غبرګونونو سره مخ شوي دي.    
د بشري حقونو کمیسیون غړي وايي، چې په افغانستان کې بهرنیو ځواکونو ګڼ جنګي جرمونه ترسره کړي چې عدلي او قضايي ادارې یې په څیړلو کې پاتې راغلي.
    کمیسیون وايي، چې د جرمونو نړیواله محکه مې د هر هغه چا په اړه پریکړه وکړي چې په افغانستان کې یې جنګي جرمونه ترسره کړي. د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي، چې امریکا په تیرو ۱۷ کلونو کې په زرګونو بې ګناه افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې او د جرمونو نړیوالې محکمې په اړه د جان بلټن څرګندونې د نړیوالو قوانینو نقض دی. دوي وايي چې د د امریکا ملي امنیت سلاکار وروستۍ څرګندونې د امریکا حکومت او سیاسونو دریځ نه دی. په ورته مهال د بشري حقونو سازمان وايي، چې د روم موفقې په اساس  امریکا د جنګي جرمونو نړیوالې محکمې غړیتوب نلري او یاده محکه صلاحیت لري چې په افغانستان کې د امریکا له لورې د ترسره شوو جنګي جرمونو پلټنه وکړي. د بهرنیو ځواکونو له لورې په تیرو ۱۷ کلونو کې د ښادۍ له مراسیمو رانیولې بیا تر روغتونو په لسګونو ځله بمبارۍ وشوې چې له امله یې په زرګونو افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته.   iccc.mpg______________________p.mpg_snapshot_00.43_2018.09.12_19.21.09

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .