د بغلان پولیسو د راتلونکو ټاکنو ساتلو لپاره پر خپلې کمزورۍ اعتراف وکړ

۲۷ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۶:۳۳ ق.ظ -

 د بغلان ولایت امنیتي مسوولین وايي، د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د ټولو ټاکنیزو مرکزونو په پوره توګه د امنیت خوندیتوب ضمانت نه کوي؛ د ځینو یې امنیت نه شي ساتلای او ان ځینو ته یې د امنیت ساتلو په موخه پولیس هم نه شي ګومارلی.

د بغلان امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع د پلخمري ښار کې د ټاکنو لپاره د رایې ورکوونکو د نوم ثبتونې مرکز څخه د لیدنې پر مهال وویل: ((د بغلان امنیتي حالت هومره نه دی خراب چې موږ به د ولایت مرکز او یا هم د ولسوالیو په مرکزونو کې ټاکنې تر سره نه شو کړای، خو په یو شمېر ناامنه سیمو کې د ټاکنو پر وړاندې امنیتي ګواښ شته.))

ده زياته کړه، د بغلان مرکز پلخمري ته څېرمه ډنډغوري، شهاب الدین او دهنه غوري ولسوالۍ هغه سیمې دي چې که د ټاکنو خپلواک کمیسیون په کې د ټاکنو مرکزونه هم ولري، پولیس نه شي کولی د یادو سیمو امنیت خوندي کړي او نه هم په دغو سیمو کې د ټاکنو تر سره کولو لپاره څه په لاس کې لري.

په بغلان کې د ټاکنو کمیسیون د ولایتي دفتر مسوول عبدالملک حنیفي وویل: ((په راتلونکو ټاکنو کې د رایې ورکولو لپاره د نوم ثبتونې پروسه یواځې د بغلان مرکز پلخمري کې پیل شوې، وروسته به ولسوالیو او بیا کلیو ته وغځول شي.))

د هغه په وينا، د بغلان ولایت په ټولو ټاکنیزو مرکزونو کې به د نوم ثبتونې مرکزونه پرانېزي، ترڅو ټول خلک په ټاکنو کې برخه واخلي.

بلخوا د بغلان ولایت د ولایتي شورا وکیل شمس الحق بارکزي د رایې ورکولو لپاره د نوم ثبتولو بهير په اړه وویل: ((زه په ټاکنو کې د نوې پروسې له روڼتیا خوښ یم، ممکن په راتلونکو ټاکنو کې هیڅ درغلي ونه شي، خو خپه په دې یم چې په راتلونکو ټاکنو کې به ډېری خلک برخه وانخلي.))

دى زياتوي: “زه د بغلان ولایت د لرې پرتې سیمې څخه یم او زما د سیمې خلک تذکرې نه لري، دا چې څوک تذکره ونه لري، هغه رایه نه شي ورکولی، نو ویلای شم چې د کليو او بانډو خلک به د خپل خوښې نوماند په ټاکنه کې بیا هم پاتې راشي.”

ده له حکومته غوښتنه وکړه چې د تذکرې نه لرونکو لپاره هم داسې لارې پیدا کړي، ترڅو ټول خلک په ټاکنو کې برخه واخلي او هر افغان د خپلې خوښې نوماند په ټاکنه کې برخه ولري.

د بغلان د مرکز پلخمري ښار د بي بي حوا لېسې مدیرې لیلما عظیمي وویل: ((په پلخمري کې د رایې ورکوونکو نوم ثبتولو مرکزونو ته ښځې راځي، خو لا یې پیل دی، باید ټولې هغه مېرمنې چې د رایې ورکولو قانوني عمر یې پوره کړی وي، نوم ثبت کړي.))

هغې زياته کړه، د ښار ښځې بايد د رايې په ورکولو کې تر نارینه وو وروسته نه وي او هڅه یې همدا ده چې د ښوونځیو له لارې د ښار ټولې مېرمنې رایې ورکولو ته وهڅوي.

په بغلان کې د راتلونکو پارلماني او ولسوالۍ شورا ګانو په ټاکنو کې د خلکو کمې ونډې اخیستو په اړه اندېښنې په داسې حال کې را برسېره کېږي چې ډېری خلک تذکرې نه لري او له بلې خوا د بغلان ولایت د څو ولسوالیو ګڼ شمېر کلي د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي.

ټاکنې

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .