د بلخ مستعفي والي په ۱۵ ولایتونو کې د لاریونونو خبرداری ورکړی

۲۳ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۳۳ ق.ظ -

د بلخ مستعفي والي په ۱۵ ولایتونو کې د لاریون خبرداری ورکړی، خو ځینې د نظر خاوندان له حکومت غواړي چې تر لاریونونو پورې بلخ لپاره نوی والي معرفي کړي. له دوه میاشت زیات وخت وشو چې ولسمشر د عطامحمد نور استعفا لاسلیک کړې، خو تراوسه نه دی توانیدلی چې بلخ لپاره بل والي معرفي کړي. عطامحمد نور له حکومت سره زور غږوي، خو حکومت یې د بلخ موضوع کوچنۍ یادوي چې په خبره یې ژر به حل شي. د بلخ مستعفي والي عطامحمد نور نږدې هره ورځ د حکومت پر وړاندې نوی دریځ نیسي چې له خبرداریو سره مل وي، خو حکومت پرې هیڅ ځان نه پوه کوي او د حکومت دې دریځ نور لا په غوصه کړی دی.  
اوس چې عطامحمد نور د روانې میلادي میاشتې په وروستیو او بلې میاشتې په لومړیو کې د لاریونونو خبرداری وکړی، د نظر خاوندان ټینګار کوي چې حکومت دې له خپل ټول توان کار واخلي او بلخ ته دې نوی والي معرفي کړي.  
د بلخ لپاره نوی ټاکل شوی والي له نږدې دوه میاشتو په تمه دی چې د والي په صفت پيژندل کیږي، اوس یې چې حوصله ختمه ښکاري خبرداری یې ورکړ که ژر معرفي نه شي، استعفا کوي. ارګ او د سیمه ییزو ارګانونو اداره اوس په دې تړاو خبرې نه کوي، خو په تېرو کنفرانسونو کې یې ویلي و چې د بلخ موضوع کوچنۍ ده او ژر ده چې حل شي. عطا محمد نور ځکه بلخ ولایت نه پریږدي چې له حکومت څخه د یوې هوکړې د لاسلیک غوښتنه کوي چې حکومت یې ورسره نه مني، خو ځینې راپورونه وايي، جمعیت ګوند او ارګ هوکړې ته نږدې شوي دي. عطامحمد نور۳

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .