د تاريخي ميراثونو د ورکېدو ګواښ، خو کلتور وزارت يې د ساتنې هوکړه کړې

۲۰ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۴۱ ب.ظ -

افغانستان هغه هېواد دی چې ډېری تاريخي ميراثونه پکې يا ورک او يا د ورکېدو له ګواښ سره مخ دي چې تر ډېره پکې تاريخي ابدات هم شامل دي.

د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت دغه هېواد کې د تاریخي اثارو ساتنې لپاره تړونونه کوي.

Bost-Kala

چارواکي دغه چاره د کلتوري میراثونو ساتنې د ملي ورځې په مناسبت کوي، چې افغانستان کې د کب میاشتې پر ۲۰مه نېټه لمانځل کېږي.

د بي بي سي د راپور په حواله، د افغانستان اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي وايي، افغانستان نژدې۴۰ زره تاریخي اثار لري، چې ۵ زره یې دوی ثبت کړي او یوازې ۱۵۰۰یې ډیټابیټس یا معلوماتي زېرمې ته رسېدلي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند صابر مومند اوس وایي، د کولتوري میراثونو د ساتنې لپاره به د ښارجوړولو او ټولګټو له وزارتونو سره تړونونه لاسلیک کړي.

ښاغلی مومند وايي، ځینې تاریخي ابدات په هغو سیمو کې دي چې د حکومت وسلوالو مخالفینو تر کنټرول لاندې دي.

افغانستان کې د کړکېچن امنیتي حالت له امله ډېر کله د دغه هېواد ارزښتمن تاریخي اثارو ته زیان اوړي یا هم ګاونډیو هېوادونو ته قاچاقېږي، چې د اطلاعات او کلتور وزارت مسوولینو په وینا همدا سږکال یې د دغه ډول ۱۴ هڅو مخه نیولې ده.

په افغانستان کي ډېر تاریخي اثار او ابدات تر اسلام مخکې او وروسته، د بودایانو، تیموریانو، غوریانو او ځینو نورو واکمنو له دورو پاتې دي.

دې کې د غور منارجام په ۲۰۰۲م کال او د بامیان دره په ۲۰۰۳م کال کې د ملګرو ملتونو د کلتوري سازمان یا یونیسکو په نړیوالو فرهنګي میراثونو په لیست کې شامل شول.

دغه راز غزني په ۲۰۰۷ کال کې د اسلامي هېوادونو د ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (ایسیسکو) له خوا د ۲۰۱۳ کال لپاره د اسلامي نړۍ د کلتوري پلازمېنې په توګه نومول شوی و.

بل لور ته افغانستان کې د فرهنګي کړیو ځینې استازي وايي، لا هم په هېواد کې د تاریخي اثارو قاچاق، پر خپل سر کیندنې، په لرغونو سمیو کې د کورونو رغوونې لړۍ دوام لري.

په کندهار کې فرهنګي فعال عبدالواسع هڅیال په دې باور دی چې په ‘تېره یوه نیمه لسیزه کې د تاریخي ابداتو په ساتلو کې بې غوري شوې ده. ‘

د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکي بیا وایي، ناامني او د زورواکو له خوا د کلتوري ځایونو غصبول او دغه راز د بودیجې لږوالي له کبله ځینې تاریخي آبدات له بیارغوني پاتې دي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .