د ترانسپوټ وزارت۶۰کار کوونکي د مالي فساد په تور څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي

۱۱ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۵۷ ب.ظ -

 د ترانسپورټ وزارت د روان مالي کال په لومړيو درېيو مياشتو کې څارنوالۍ ته د مالي فساد په تړاو ددغه وزارت د۶۰ کار کوونکو د ورپېژندلو او ۵۶سلنه عوايدو د زياتېدو خبر ورکړ.

د ياد وزارت چارواکي وايي چې ددغه وزارت د۷۰سلنه عوايدو د ضايع کېدو د مخنيوي لپاره يې پلان طرحه کړی او ټاکل شوې چې د ياد شوي وزارت اړونده سلګونه غير فعال شوي ښاري بسونه هم ترميم او د کابل ښاري ترافيک کې يې شامل کړي.

د ترانسپورټ وزير محمد حميد طهماسي نن په کابل کې د يوې خبري غونډې پرمهال وويل چې په دې وروستيو کې د رييسانو، مرستيال رييسانو، امرانو او ټيټ پوړو مامورينو په ګډون د ياد شوي وزارت ۶۰کار کوونکي چې پر مالي او اداري فسات تورن دي، لويې څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي.

 هغه د ياد شوو کسانو د نوم له اخيستلو پرته وويل چې دغه ۶۰کسان په پېرلو کې د درغلۍ- په ځينو تړونونو کې د چل ول،دوکې، ځمکو د غصب او نورو… په تور څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.

د ترانسپورټ وزير دغه راز وويل چې ياد وزارت عوايد د روان مالي کال په درېيو مياشتو کې د تېر ۱۳۹۶ مالي کال د لومړيو درېيو مياشتو په پرتله لوړ شوي دي.

 د نوموړي د معلوماتو له مخې، د روان مالي کال د لومړيو درېيو مياشتو( مرغومې، سلواغې او کب ) عوايد ۴۶۸ميليون افغانيو ته رسېدلي چې د تېر کال ورته وخت عوايد ۲۹۹ميليون افغانيو ته رسېږي.

د نوموړي په خبره، دا په داسې حال کې ده چې د عوايدو راټولولو برېښنايي سيستم نشتوالی، ددغه وزارت د ۷۰سلنه عوايدو د ضايع کېدو لامل کېږي.

 خو نوموړي وويل چې ترانسپورټ وزارت د عوايدو د ضايع کېدو د مخنيوي لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله پلان برابر کړی دی.

هغه ددغه پلان د عملي کېدو وخت مشخص نه کړ، خو ويې ويل چې د ترانسپورټ وزارت عوايد د لنډمهماله پلان له مخې، دغه پلان به د چک نوټونو او بانکونو او د اوږدمهاله پلان سره سم د برېښنايي دروازو لګولو وروسته د کريډيټ راټولولو له لارې عملي شي.

د ترانسپورټ وزير په نننۍ خبري غونډه کې د ډېر شمېر ښاري ملي بسونو د غيرفعال توب په اړه هم خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې نوموړي کابو څلور مياشتې وړاندې د ترانسپورټ وزير په توګه کار پيل کړی، اوسمهال په ياد شوي وزارت کې له شته ۱۰۴۹ ملي بسونو څخه، ۲۹۰بسونه فعال او پاتې نور د تخنيکي ستونزو او د ناسم مديريت له مخې غيرفعال دی.

خو نوموړي وويل چې ټاکل شوې ده د هندوستان په ۲.۸ميليون ډالري مرستې سره به ياد شوي ټول غيرفعال موټر بيا ورغول شي.

هغه زياته کړه چې د ياد شوو موټرو د اړتيا وړ لس کانټينره پرزې د ايران چابهار بندر ته رسېدلې او ډېر ژر به کابل ته راوړل شي.

تراسنپورټ تصدي

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .