د جان مکسویل پنځوس زرینې ویناوې

۲۱ حوت , ۱۳۹۶ ,ساعت ۵:۳۲ ب.ظ -

ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل

۱ ـــ کله وخت په سم تګلوري باندې کوچنی ګام، ستاسو په ژوند کې په ستر ګام باندې بدلېږي.

frases-de-John-Maxwell

۲ ـــ زما او ستاسو په ژوند کې، تر ټولو ستره ورځ هغه مهال ده، چې په بشپړه توګه د خپل لید مسئولیت ومنو، دا نو هغه ورځ ده، چې موږ واقعاً سترېږو.

۳ ـــ زموږ تر ټولو ستره تېروتنه داده، چې تل په وېره کې یو، چې ښایي یوه تېروتنه وکړو.

۴ ـــ انسان باید دومره ستر وي، چې خپلې تېروتنې ومني، دومره هوښیار وي، چې ترې ګټه واخلي او دومره ځواکمن وي، چې اصلاح یې کړي.

۵ ـــ فرصت تل په هغه ځای کې دی، په کوم کې چې تاسو یاستئ.

۶ هېڅ ستر نارینه او ستره ښځه شتون نه لري، یوازې سترې ننګونې شتون لري، چې زموږ او تاسو په څېر عادي خلک چمتو یو، چې ورسره مقابله وکړو.

۷ ـــ رهبر ( مشر ) هغه څوک دی، چې په لاره باندې پوهېږي، لاره وهي او لاره ښیي.

۸ ـــ له هڅې او کوښښ څخه لاس اخیستل، د ماتې خوړلو ضمانت کوي.

۹ ـــ ځان په دې باندې روږدی کړئ، چې له نورو سره مرسته وکړئ، وبه ګورئ، چې نه شئ کولای، له دې کار څخه لاس واخلئ.

۱۰ ـــ ښایي خلک ستاسو کلمې واوري، خو هغوی ستاسو د لید بڼه احساسوي.

۱۱ رهبري یانې اغېز ښندنه.

۱۲ ـــ هېڅکله اجازه مه ورکوئ، هغه کار چې نه یې شئ ترسره کولای، د هغه کار مخه مو ونیسي، چې ترسره کولای یې شئ.

۱۳ ـــ د خلکو ډېر خوښېږي، چې کیسه، شعر یا حتا کتاب ولیکي، خو هېڅکله دا کار نه کوي، ولې؟ ځکه چې له پیل کولو څخه یې وېرېږي.

۱۴ ـــ ستاسو د بریا راز، له خپل ورځني پروګرام څخه د ګټه اخیستنې له مخې ټاکل کېږي.

۱۵ ـــ خلک د لیدلوری له اخیستلو څخه مخکې د رهبر په اخیستلو پسې ځي.

۱۶ د ماتې په اړه ستاسو لید، له ماتې وروسته ستاسو مقام ټاکي.

۱۷ ـــ د خپل عمر د اوږدوالي په اړه هېڅ نه شو ویلي، خو کولای شو، چې د تېرولو د څرنګوالي په اړه یې تصمیم ونیسو.

۱۸ ـــ زیاد کار کول هنر نه دی، بلکې په ځېرکه توګه کار کول هنر دی.

۱۹ ـــ خلک هغه مهال ستاسو پوهې ته ارزښت ورکوي، چې وپوهېږي، هغوی ته ارزښت ورکوئ.

۲۰ ـــ که چېرې په ځان باندې باور ونه لرئ، نو نور به هم په تاسو باندې باور ونه کړي.

۲۱ ـــ نن باید زړور ګام پورته کړئ، ترڅو سبا د خپلې وړتیا وروستي حد ته ورسېږئ.

۲۲ ـــ که پرونی کار درته ستر معلومېږي، نو داسې وګڼه چې نن دې مهم کار نه دی ترسره کړی.

۲۳ ـــ بریالی انسان هغه څوک دی، چې ماتې خوري، خو ځان ماتې خوړونکی نه ګڼي.

۲۴ ـــ زه په دې باور یم، چې بریا هغه مهال تر لاسه کېږي، چې یو ګام وړاندې لاړ شو؛ یانې ستونزو او سختیو ته له هرکلي سره سره، ماتې هم د خپل ژوند یوه برخه وګڼو.

۲۵ ـــ ټولو بریالیو انسانانو ماتې تجربه کړې دي، خو هېڅکله یې ځانونه ماتې خوړونکي او ناهیلي نه دي ګڼلي.

۲۶ ـــ نور هغه ډول موږ ویني، چې موږ خپله ځان وینو.

۲۷ ـــ مخکې تر دې، چې نور په تاسو باندې باور وکړي، تاسو په هغوی باندې باور وکړئ.

۲۸ ـــ خلک معمولاً له هغه چاسره مینه او لېوالتیا څرګندوي، چې هغوی ته یې پام کړی وي.

۲۹ ـــ د وېرې د له منځه وړلو یوازینۍ لاره داده، چې له خپلو وېرو سره مخامخ شئ او له هغو سره داسې څه وکړئ، چې ترې وېرېدئ او نه مو شو کولای.

۳۰ ـــ ښه رهبر ( مشر ) خپل پیروان هڅوي، ترڅو هغه څه ورته ووایي، چې لرلو ته یې اړتیا لري، نه هغه څه چې خوښېږي یې.

۳۱ ـــ هېڅوک د هغه چا مشري نه مني، چې له نورو څخه ځان غوره ګڼي.

۳۲ ـــ خلک عملاً په يوه لوبه کې ګډون کوي, خو لوبډلې دي, چې اتلولۍ تر لاسه کوي.

۳۳ ـــ د یوه حاکم د ځیرکتیا او هوښیارۍ د کچې معلومولو له پاره، لومړنۍ تګلاره داده، چې وګورئ، څومره کسان یې خپلې شاوخوا ته را ټول کړي دي.

۳۴ ـــ هېڅ انسان بشپړ نه دی، خو هغه انسانان، چې فکر کوي بشپړ دي، هېڅکله د ټیمي کار په درد نه خوري.

۳۵ ـــ مخکې تر دې چې رهبران د خلکو لاس کېکاږي، باید د هغوی زړونه فتح کړي.

۳۶ ـــ موضوع دا نه ده، چې په نورو باندې اغېز ښندو یا نه، بلکې هغه څه چې ارزښتمن دي، د اغېز ښندلو څرنګوالی دی.

۳۷ ـــ هره پوړۍ پر بلې باندې جوړېږي، که چېرې لومړۍ ترې لرې کړئ، نو ټولې به ونړېږي.

۳۸ ـــ که چېرې استعداد لرئ، خو هڅه او خوځښت مو کومه پایله نه ورکوي، نو د دې احتمال شتون لري، چې په ځان باندې واکمن نه یاستئ.

۳۹ ـــ کله چې کار مو پای ته ورسېده، نو له هڅې څخه لاس واخلئ، نه هغه مهال چې ستړي شوئ.

۴۰ ـــ د ناکامۍ پر وړاندې د انسان ستره جګړه، دنننۍ جګړه ده، نه باندنۍ.

۴۱ رییس وایي ( زه )، رهبر وایي ( موږ ).

۴۲ ـــ رییس په رسمي ځواک باندې تکیه لري او رهبر په خیر ښېګڼه باندې تکیه کوي.

۴۳ ـــ د تاریخ تر ټولو ستره لاسته راوړنه د هغو انسانانو کار و، چې له خپلو سیالانو څخه لږ مخکې و.

۴۴ ـــ د دې له پاره، چې شراکت د رقابت ځای ناستی کړئ، باید له بد ګمانۍ سره مخه ښه وکړئ او له یو بل څخه ملاتړ وکړئ.

۴۵ ـــ د پوه او ناپوه انسان ترمنځ توپیر په هغه غبرګون کې دی، چې د خپلې پوهې په وړاندې یې څرګندوي. پوه د هغه څه پربنسټ عمل کوي، چې اوري یې، نا پوه پوهېږي، خو عمل نه کوي.

۴۶ ـــ دا ومنئ، چې د باور ځواک له وېرې څخه زیات دی.

۴۷ ـــ په وېرې باندې د غلبې له پاره، باید لستوڼي را بډ وهئ او له یوه ځای څخه یې پیل کړئ.

۴۸ ـــ که چېرې هر هغه ټیم ته وګورئ، چې سترې بریاوې یې تر لاسه کړې دي، نو متوجه کېږئ، چې ځواکمن مدیریت او رهبري لري.

۴۹ ـــ که چېرې کوم څوک طبیعي استعداد ولري، بیا هم باید د بریا له پاره تمرین وکړي او چمتو شي.

۵۰ ـــ زما په ګمان انسان په ژوند کې د بریا له پاره، باید وکولای شي، په څلورو برخو کې استاد شي: مناسبات، تدارکات، لید او رهبري.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .