د حزب اسلامي یو ځواکمن قومندان له حکمتیار څخه جلا شو

۱۱ حمل , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۱۹ ب.ظ -
په بغلان ولایت کې د حزب اسلامي یوې ډلې اعلان وکړ چې نور د حکمتیار تر مشري لاندي نه غواړي فعالیت وکړي. دغه ډله چې «مجمع اصلاح طلبان حزب اسلامي افغانستان» ځان نوموي، مشري یې «عبدالله نهضت یار» د حزب اسلامي یو ځواکمن قومندان کوي، نوموړي یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې افغانستان ته د را ستنیدو وروسته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د جهاد د ارمانونو تر لاسه کولو پر ځای نوي پروژې پر مخ وړي چې د هغو له جوملې څخه قومي او ژبنیو تعصباتو ته لمن وهل، مشران له ځانه ګوښه کول، او د شهیدانو کورنۍ هېرول دي. نهضت یار په اړه ویل کیږي چې په شمالي ولایتونو کې د حزب اسلامي عمومي مسؤول پاتې شوی او د جمعیت اسلامي افغانستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی. نوموړي په دې وروستیو کې د ارګ او بلخ تر منځ شخړه کې د عطا نور ملاتړ کړی وو. باید وویل شي چې د حزب اسلامي څخه د عبدالهادي ارغندیوال ډله هم په دې وروستیو کې جلا شوه او د حزب اسلامي ګوند د رسمیت په اړه ددواړو خواوو تر منځ شخړې رسنیزې شوې. حزب اسلامي جبارخېل

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .