د حکومت مشرانو بحران هیر کړی، په ټاکنیزو کمپاینونو بوخت دي

۲۶ ثور , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۲۵ ب.ظ -
  د ملي یووالي حکومت د کاري مودې د پای په رانږدې کېدو سره یوځل بیا د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ ناندریو زور اخیستی او ظاهراً دواړه لوري هڅه کوي د خپلو نیمګړتیاوو د پټولو لپاره پر یوبل پړه واچوي. د برېښنایي تذکرو د وېش او د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې د پروسې پر سر له راپورته شوي اختلاف وروسته، د ملي یووالي حکومت دواړه مشران خپلو تېروتنو ته توجیه لټوي او په راتلونکو انتخاباتو کې د خلکو د ملاتړ لپاره یې ولایتي سفرونه زیات کړي. د حراست او ثبات شورا ویاند مسعود ترشتوال و د افغان ملت ګوند رییس ستانه ګل شېراز وايي، تازه د فراه ولایت د سقوط په درشل ولسمشر محمد اشرف غني لوګر ولایت ته د یوې عادي پروژې د پرانستلو لپاره سفر درلود او اجراییه رییس په کابل کې د ولسمشر د تېرې ورځو پرڅرګندونو نیوکې درلودې.
  ترشتوال: د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په رانږدې کېدو سره د حکومت دواړه مشران له بحران څخه د افغانستان د ایستلو پرځای پرخپلو کمپایني چارو بوخت دي او د افغانستان له ملي مسایلو سره د خپلو ګټو پراساس چلند کوي او له دولتي امکاناتو ناوړه استفاده کوي.  
بلخوا د مشرانو جرګې غړي پرحکومت نیوکه کوي چې، د الکترونیکي تذکرو او د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې د پروسې پر سر له راپورته شوې لانجې د خپلې سیاسي بقا لپاره کار اخلي. د مشرانو جرګې غړي جمعه دین ګیانوال، داوود غفاري او صفی الله هاشمي په اوسنیو شرایطو کې د حکومت د مشرانو ترمنځ اختلاف د افغانستان لپاره خطرناک بولي. که څه هم ولسمشر او اجراییه رییس هرځل په خپلوڅرګندونو کې پر شفافو او رڼو انتخاباتو ټینګار کوي،خو شنونکي وایې چې د حکومت دواړه مسئولان په راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو کې د بریا لپاره له هرې ممکنې لارې استفاده کوي. ملي یوالي حکومت مشران

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .