د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر شوی

۲۲ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۵۶ ب.ظ -

د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی راغلی. د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمیټه وایي،  په تیرو څلورو کلونو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پنځه سوه او نهه څلويښت پېښې ثبت شوي چې شپږ پنځوس یې د وژنو دي. یاده کمیټه د رسنیو له مسؤولینو او حکومت غواړي، چې د خبریالانو  ژوند خوندیتوب ته دې پام وکړي. د خبریالانو خوندیتو کمېټې مالومات ښیی چې له ۲۰۱۴ کال راپدېخوا د افغان خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي.
   
پر یو شمیر رسنیو وسلوال بریدونه، له پېښو وروسته ځای پر ځای د خبریالانو په نښه کول، د خبریالانو اختطاف، هدفي وژنې، د زور واکانو له لوري ګواښونه او په زور له ادارو څخه د ویستلو موارد په کې شامل دي.
 
د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې مشر صدیق الله توحیدي وایي دغه ارقام  له ۲۰۰۱ کال تر ۲۰۱۳ میلادي کال پورې له ثبت شویو پېښو لوړ دي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر له رسنیو غوښتنه وکړه، چې د خبریالانو د مرګ او ژوبلې لپاره دې ځانګړې پالیسې جوړه کړي او له پېښو وروسته دې ورسره لازمه مرسته وکړي. د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د رسنیو له مسؤولینو غوښتي چې د خبریالانو ژوند ته دې له پېښو او خبرو نه ډير ارزښت ورکړي، او حکومت مسوول دی، چې ساتنې ته یې ځانګړې پاملرنه وکړي.
خبریالان ق

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .