د ختيځ ولسونه: نظام تخريبوو نه، ملاتړ يې کوو

۱۶ قوس , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۴۸ ب.ظ -

ننګرهار کې د ختيځ ګڼو مشرانو او ديني عالمانو له نظام څخه د ملاتړ او د سرتېرو د ستاينې په يوې غونډه کې وويل، له خپل نظام کلک ملاتړ کوي او هيڅکله به يې د تخريب په اړه فکر ونه کړي.

ننګرهار او لغمان ولايتونو ګڼ شمېر ديني علماو او قومي مشرانو د يوې غونډې په ترڅ کې د هېواد د ټولو امنيتي او د فاعي ځواکونو قربانۍ وستايلې .

دغه غونډه ، چې په دوه سوه يو سېلاب قول اردو کې جوړه شوې وه پکې د يادې قول اردو د قوماندان سربېره دملي دفاع وزارت د ستراتيژيکو اړيکو او عامه چارو رياست مرستيال ، د بېلابېلو شعباتو امرينو ، د ننګرهار او لغمان ولايتونو ګڼ شمېر ديني علماو ، قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

دغونډې په پيل کې د دوه سوه يو سېلاب قول ارادو قوماندان ډګرجنرال محمدزمان وزيري دغونډې ګدون والو ته دښه راغلاست ويلو سربېره ديادې قول اردو دمسوليت په ساحه کې دامنيتي وضعيت په اړه معلومات وړاندې کړ.

24301375_971837689631454_3713298468403847716_n

وزيري وويل د ديني علماو ، قومي مشرانو او ځوانانو مرسته له امنيتي ځواکونو سره اړينه ده او کولای شو ، چې د دوی په مرسته امنيت ټېنګښت کې لا ښه والی راشي.

نوموړي له ټولو هېواد والو په ځانګړي ډول دختيځ زون له ولسونو مننه وکړه ، چې په هرډول شرايطو کې يې دخپلو امنيتي ځواکونو سره مرسته کړې.

د دوه يو سېلاب قول اردو قوماندان وويل دخپل مسوليت په ساحه کې يې په تېر کال کې مخالفو وسله والو ډلو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی او بيا هم چمتوالی لري ، چې له خپلو خلکو او خاورې په مېړانه دفاع او ساتنه وکړي.

ډګرجنرال محمدزمان وزيري وويل په تېر کال کې يې دبېلابېلو عملياتو په ترڅ کې دوسله والو ډلو دمشهورو قوماندانو په ګډون ۱۴۱۷ تنه وسله وال مخالفين وژلي ۴۵۵ تنه يې ټپيان کړي او ۴۵۱ تنه يې ژوندي نيولي .

دملي دفاع وزارت دستراتيژيکو اړيکو اوعامه چارو رياست مرستيال بريدجنرال حبيب الرحمن افضل هم خبرې وکړې او دختيځ زون له ديني علماو ، قومي مشرانو ځوانانو او نورو بنسټونو يې مننه وکړه ، چې په دوه سوه يو سېلاب قول اردو کې د جوړې شوې غونډې پر مهال يې دخپلو امنيتي ځواکونو سرښندنې او لاسته راوړنې وستايلې .

نوموړي د وسله والو مخالفينو دځپلو په موخه دملي دفاع وزارت په پلانونو دغونډې ګډون والو ته معلومات ورکړل .

د غه راز د ننګرهار حج اوقافو رئيس مولوي عبدالظاهر حقاني ، په هېواد کې داتحاد العلما مشرمولوي محمديونس شمعخېل، استادسيداحمد هاشمي او مولوي معراج الدين په خپلو خبرو کې وويل ټولې مخالفې وسله والې ډلې دنورو هېوادونو په اشاره په هېواد کې ورانۍ ته لاره هواروي.

دوی وايي په هېواد کې اوسنۍ جګړه دنورو لپاره ده نو له همدې امله يې د هېواد دټولو امنيتي او دفاعي ځواکونو په استازۍ د دوه سوه يو سېلاب قول اردو له منسوبينو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

په غونډه کې دلغمان ولايت قومي مشر شاه مرد خان ، مدني فعال عبدالرحمن معاون ،استادمحمد انور سلطاني ، په ختيځ زون کې دمتحد ملت ګوند مشر محمد لايق غمشريک ، عزيزخوږياڼي او نورو ويناوالو په خپلو خبرو کې دټولو امنيتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې، قربانۍ او لاسته راوړنې وستايلې او ژمنه يې وکړه ، چې د تېر په څېر به په هرډول شرايطو کې له خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونوسره اوږه په اوږه دخاورې دفاع او ساتنه وکړي.

دغونډې په پای کې د دوه سوه يو سېلاب قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمد زمان وزيري له ټولو ورغلو مننه وکړه ، چې تل يې دخپلو امنيتي ځواکونو سره دامنيت په ټنېنګښت کې هر راز همکاري کړې او ډاډ يې څرګند کړ ، چې په پوره چمتوالي سره د هېواد دښمنانو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړي .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .