د خصوصي لوړو زړه کړو بنسټونو پر فارغانو د ډيپلومونو وېش پيل شو

۲۳ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۱:۰۶ ق.ظ -

د لوړو زده کړوو زارت له يوې نيمې لسيزې وروسته. تېره ورځ د لومړي ځل لپاره د خصوصي لوړو زده کړو پوهنتونونو او موسسو څخه کابو ۲۵زره فارغانو ته د ډيپلومونو د وېش لړۍ پيل کړه.

د لوړو زده کړو وزير خواجه نجيب الله عمري چې په کابل کې د خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو موسسو فارغانو ته د ډيپلومونو د وېشلو په مراسمو کې خبرې کولې، وويل چې نن د لومړي ځل لپاره د خصوصي لوړو زده کړو موسسو هغو فارغانو ته چې معيارونه يې بشپړ کړي دي، د ډيپلومونو د وېشلو لړۍ پيل شوه.

د نوموړي په خبره، د هېواد د لوړو زده کړو له قانون سره سم، هر محصل چې په لوړو زده کړو موسسو کې يې خپله تحصيلي دوره په برياليتوب سره بشپړه کړي، د ډيپلوم ترلاسه کولو حق لري او له نېکه مرغه چې له دې وروسته د خصوصي لوړو زده کړو موسسو فارغان هم له خپل دې حق څخه برخمن کېږي.

نوموړي خصوصي لوړو زده کړو موسسې د وزارت علمي او اکاډميک همکاران وبللې او ويې ويل چې په هېواد کې يې د باکيفيته لوړو زده کړو خدمتونو د وړاندې کولو په لړ کې ډېرې هڅې کړې دي.

عمري وويل چې په تېرو ۱۶ کلونو کې د افغانستان د لوړو زده کړو نظام د ډېرو پرمختګونو شاهد دى او  د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو په شمېر کې  چټک ډېروالی راغلی او زياته يې کړه چې اوسمهال په هېواد کې د خصوصي لوړو زده کړو ۱۳۱بنسټونه د ۴۱۳پوهنځيو او ۹۹۰ډيپارټمنټونو په درلودلو سره فعاليت کوي.

د لوړو زده کړو وزير په ډاګه کړه چې ياد شوی وزارت خپله دنده پېژني او په افغانستان کې د کار د اړتياوو او د اکاډميکو بنسټونو له انډولې ودې سره سم به په هېواد کې متخصص کادرونه وروزي او په دې برخه کې به لا ډېرې هڅې وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت چارواکو د خصوصي تحصيلاتو له ارګانونو څخه وغوښتل چې ځانونه دې له نړيوالو معيارونو سره برابر کړي.

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي لوړو زده کړو موسسو مشر محمد امير کامه وال د خپلو خبرو پرمهال وويل: “تر يوې کچې مو کړې ژمنې پوره شوې دي، دا د دې ښودنه کوي چې په دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې هېڅ ډول توپير او تبعيض نشته. “

نوموړي د خصوصي لوړو زده کړو له موسسو څخه غوښتل چې خپل تحصيلي کيفيت دې لوړ کړي او د سيمې د هېوادونو له پوهنتونونو سره دې سيالي وکړي، څو نور اړتيا پاتې نه شي چې ځوانان د لوړو زده کړو ترلاسه کولو لپاره د سيمې هېوادونو ته ولاړ شي.

په پای کې د خصوصي لوړو زده کړو موسسو چارواکو، د خصوصي لوړو زده کړو موسسو پر فارغانو د ډيپلومونو له وېشلو څخه د مننې ترڅنګ، د دغه بهير پيلېدل يو نېک ګام وباله.

هغوی وويل چې د ډيپلومونو د وېشلو لړۍ پيل، د خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو باور لوړوي، زياته يې کړه چې د کيفيت لوړولو لپاره به لا ډېرې هڅې وکړي.

اوسمهال په هېواد کې  د خصوصي لوړو زده کړو ۱۳۱ بنسټونه د ۴۱۳ پوهنځيو او ۹۹۰ ډيپارټمنټونو او له ۱۷۶زره ډېرو محصلينو په درلودلو سره فعاليت لري.

لوړو زده کړو فارغین

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .