د خوست په ملي لوبغالي کې نن بوست او سپين غر لوبډلو سره لوبه ترسره کړه ، چې بوست د پچې په ګټلو سره د توپ اچونې پرېکړه وکړه . سپين غر د ۸ لوبغاړو په سوځيدو ۲۹۸ منډې جوړې کړې ، چې سميع الله شينواري ۱۰۴ ، عظمت الله عمرزي او شبیر نوري ۴۳ ، ۴۳ منډې جوړې کړې . سعيد شیرزاد د بوست لپاره ۲ ويکټې ترلاسه کړې . بوست موخې ته د رسيدو لپاره ښه پيل وکړ ، خو د ( ۵۷) منډو په توپير يې خپله لومړۍ لوبه وبايلله . منیر احمد ۸۱ او ناصر جمال ۵۷ منډې وکړې . د سپين غر د توپ اچونکو په ليکه کې افتاب عالم ( ۳) اوقیس احمد ( ۲) ويکټې ترلاسه کړې . د دې لوبې غوره لوبغاړی سميع الله شينواری ونومول شو . سپین غر خپله لومړۍ لوبه له مس عینک لوبډلې ګټلې وه . د يادونې ده ، چې د جمعې په ورځ به د خوست په ملي لوبغالي کې د مس عینک او بوست لوبډلو ترمنځ د (ب ) ډلې وروستۍ سيالي ترسره شي .

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۷:۵۸ ب.ظ -

د خوست په ملي لوبغالي کې نن بوست او سپين غر لوبډلو سره لوبه ترسره کړه ، چې بوست د پچې په ګټلو سره د توپ اچونې پرېکړه وکړه . سپين غر د ۸ لوبغاړو په سوځيدو ۲۹۸ منډې جوړې کړې ، چې سميع الله شينواري ۱۰۴ ، عظمت الله عمرزي او شبیر نوري ۴۳ ، ۴۳ منډې جوړې کړې .

FB_IMG_1531318841861

سعيد شیرزاد د بوست لپاره ۲ ويکټې ترلاسه کړې . بوست موخې ته د رسيدو لپاره ښه پيل وکړ ، خو د ( ۵۷) منډو په توپير يې خپله لومړۍ لوبه وبايلله . منیر احمد ۸۱ او ناصر جمال ۵۷ منډې وکړې . د سپين غر د توپ اچونکو په ليکه کې افتاب عالم ( ۳) اوقیس احمد ( ۲) ويکټې ترلاسه کړې . د دې لوبې غوره لوبغاړی سميع الله شينواری ونومول شو . سپین غر خپله لومړۍ لوبه له مس عینک لوبډلې ګټلې وه . د يادونې ده ، چې د جمعې په ورځ به د خوست په ملي لوبغالي کې د مس عینک او بوست لوبډلو ترمنځ د (ب ) ډلې وروستۍ سيالي ترسره شي .

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .