د خولې او پښو بدبویي څنګه له منځه یوسو؟

۸ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۴:۵۵ ب.ظ -
د انسان د بدن ځینې برخې داسې دي چې کله ناکله د یوه څیز له کبله بوی رامنځته کوي، دغه حالت د سړي شخصیت له منځه وړي، او مخاطب کس هم دېته اړ شي چې نوموړي ته د پښو بدبویئ په اړه ووایي چې هغه کس ته د شرم وړ ګرځي. د پښو بدبویي زیاتره وخت د بوټانو پښو کولو له کبله رامنځته کیږي، خو د خولې بدبویي په ځینې حالتو کې طبیعي وي او ځینې وخت د یوه شي له کبله رامنځته شي، چې دواړه تنګونکي او د سړي شخصیت اغیزمنوي، ددې د مخنیوي لپاره که له لاندې لارو کار واخیستل شي ګټور ثابتیږي. د خولې بدبویي له منځه وړل: د خولې بدبویي زیاتره وخت طبیعي هم رامنځته کیږي، او د همیشه لپاره وي، چې سخته درملنه غواړي، خو دلته یو څو نسخې په نښه کوو چې په مخنیوي کې غوره ثابتیږي. اوبه: ډيرې اوبه څښل او کله نا کله یې غړغړه کول د خولې بدبویي په له منځه وړلو کې ګټور ثابتیږي، کله چې بدن د ډي هایډریشن (اوبو کموالی) ناروغۍ ښکار شي نو په خوله کې لاړې له منځه ځي، چې له کبله یې د خولې بدبویي رامنځته شي، ددې غوره درملنه د زیاتو اوبو څښل او ورسره د خولې غړغړه کول دي. ویټامن سي: په بدن کې د ویټامن سي کمښت انسان ته د خولې بدبویي رامنځته کوي، له ویټامن سي څخه ډک تروشه خواړه لکه مالټه، لیمو او داسې نور د بدبویئ په مخنیوي کې غوره ثابتیږي. ادرک/سونډی: سونډی او ددې چای د خولې او تنفس بدبویۍ له منځه وړلو کې بې مثاله خواړه دي، په ادرک کې داسې کیمیاوي مواد موندل کیږي چې ادرک تروش بخوند کوي، دا مواد چې کله د ادرک خوړلو یا چای له لارې خولې ته لاړ شي په خوله کې هغه ځانګړي مواد له منځه وړي چې د خولې او تنفس بدبويي رامنځته کوي. د یوې څیړنې په ترڅ کې پوهانو ویلي وو چې د سلفر او ګوګړ مرکبات په خوله کې بدبویي رامنځته کوي چې په طبي اصطلاح ورته «هیلي ټوسس» ویل کیږي، دوی زیاتوي چې په راتلونکې نیږدې کې به د ادرک خوله وینځونکې «ماوت واش» او د غاښونو کریم هم وړاندې شي. مڼه: د مڼې خوړلو پرمهال په خوله کې لاړې/توکاڼې ډیریږي، د لاړو ډیروالی په خپله د خولې بدبویي له منځه وړلو کې ګټور ثابتیږي او په طبیعي ډول ددې مخنیوی کوي. لاچي او لونګ: د ورځې په مختلفو برخو کې د لاچي او لونګ دانې خولې ته اچول موقتي د خولې بدبویي ختمولو کې ګټور ثابتیږي. ویلنی/پودینه: د ویلني استعمال د خولې بدبویي له منځه وړلو لپاره تر ټولو غوره درملنه ده، د غاښونو کریم کې د ویلني ګډول د خولې خوشبو رامنځته کولو او د غاښونو لا زیاتو پاکولو لپاره کارول کیږي. د پښو بدبویي ختمولو لارې: د روغتیا د برخې کارپوهان وايي چې په بدن او په ځانګړې توګه په پښو کې ځینې باکتریاوې پوست تخریبوي او له پوست څخه وتونکي خولې ماتوي چې د خولو د حالت د بدلون سبب ګرځي، په پایله کې یو ډل بد بوی تولیدیږي، کارپوهان د دې بوی ځینې لاملونه تل د یو ډول بوټونو په پښو کول، نظافت ته نه پاملرنه، په بدن کې هارموني تغیرات، تشویش او ډیره خوله په ګوته کوي. پاکوالی/نظافت: د پښو بدبویي نه د خلاصون لپاره د پښو په پاکوالي کې ځانګړې پاملرنه کول دي، پښې له خوله کېدو څخه وچې وساتل، همدا ډول له لامبا څخه وروسته د پښو د ګوتو منځونه پاکول او وچ وساتل، ځکه چې په دې سره په پښو کې شته باکتریاوې له منځه ځي، کوښښ وکړئ یوه اوونۍ پرلپسې یوه جوړه بوټان استعمال نه کړئ. مکروب وژونکي پوډر: د پښو بدبویي له منځه وړلو لپاره بازار کې مکروب وژونکي پوډر پلورل کیږي، چې په پښو وهل کیږي او له کبله یې د څه وخت لپاره له پښو مکروب ځي او بدبویي ورکیږي، همدا ډول د بوټانو یا بل شي استعمال نه وروسته هغه لمر او یا په یوه هوادار ځای کې کیښودل باکتریاوې له منځه وړي! د پښو بدبویي زیاتره وخت د پښو د خولې کېدو له کبله رامنځته کیږي، چې باکتریاوې رامنځته کوي، او د پښو خوله کېدل د بوټانو، بندو څپلیو او چټلو جرابو پښو کولو له کبله کیږي چې په پایله کې پښې بد بوی کوي، نو ځکه په کار دي چې د بوټانو استعمال یا کم او یا هم ځانګړې پاملرنه ورته وشي او پښې پاکې او وچې وساتل شي 19004847_304-660x330

(4)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .