د خوږې سندرغاړي ډایري / اتم مخ

۲۲ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۲۶ ق.ظ -

جاويد اوربل یوه لویه بې شرمي

41537137_1991338017622099_2684660477635592192_n

زلمو لکه چې د هستالوږي د استاد په چل پویه وه چې زه یې ورمخته کړم. د هغه څخه ځینو نجونو شکایت کړی و چې خپل دفتر ته یې غواړي، ځوروي یې. اکثرو ته یې چانسونه ورکول، بیا به لیکه ورپسې وه او د ده پر دفتر به بیروبار و. لومړی ځل چې د ده درس زموږ سره شروع شو، ماته یې هم چانس راکړی و خو ما سوالونه سم حل کړي وو نو ځکه پارچه مې پرې را وه ایستله. ځان مې پرې کامیاب کړ. بیا یې زما سره احتیاط کاوه خو دا ځل یې لکه چې زلمو ته زړه شوی و، زلمو په ناخبرۍ کې زه ورسره مخ کړم. دا استاد د اولي ورځې کوني راته ښکاره شو. په صنف کې ټول کار یې له نجونو سره و، پوښتنې یې هم له دوی څخه کولې، هغه به ډیرې سختې وې او چا به سم ځواب نه شو ورکولی. کله کله به یې ټول صنف په یوې پوښتنې چیلنج کړ، موږ به هغه پوښتنه پروفیسورانو ته ور وړه، هغوی هم نه شوای ځوابولی. نجونو ته به دومره ورنږدې شو، تا به ویل زلفې یې بویوي. په یوه امتحان کې یې شل څلور ځوابه سوالونه راویستي و چې د لسو ځواب الف او د لسو نورو ځواب ب و. ما په خپلو سترګو ولید چې زموږ دویم نومرې ته یې پر پارچې دوې لیکي رسم کړې. زه یې هم شکي کړم او د هغې پارچې ته په کتو مې پارچه ځواب کړه. نږدې ټول صنف ځوابونه غلت کړي و خو زما په شمول دریو نجونو پوره نومرې وړې وې. زلمو هم سوالونه غلت کړي و، استاد ورته ویلي و چې یوه تحلیلي مقاله به د هستالوږۍ پر تاریخچې ولیکې. زلمو او ما دا مقاله په ډیرې سختۍ ولیکله ځکه رفرنس کتابونه یې نه پیدا کیدل. اخیر مو انلاین وپلورل خو مقاله مو ولیکله، اوس یې وخت و چې ورتسلیم کړې یې وای. زلمو ویل، درسونه مو ډیر وویل، په سر مې درد شول، د هغه رزیل سره د خبرو هیڅ حوصله نه لرم، هسې نه ورشم، له ځانه ورته احمد ولي هوتک جوړ کړم او د خولې نه یې ورته کلوښه جوړه کړم. دا د د نویو عطرو ښیښه به هم په جایزه کې درکړم خو په ما یې مه وینه. دا د هغه د دفتر له دروازې سره ودریده، ما مقاله واخیسته، دروازه مې خلاصه کړه، ګورم لاسونه مینځي، اجازه مې ترې واخیسته، ورننوتم، د میز خواته یې ورغلم. سړي لاس وچ کړ او دستي دروازې خواته ورغی. دروازه یې قلف کړه. زما لکه پر سر چې ایشېدلي اوبه توی شي، لاس او پښې شوم. ما ویل مه کوه استاده، زلمو دباندې ولاړه ده، ور خلاص کړه چې راننوځي. په خندا یې وویل، فقط څلور دقیقې وروسته بیا ور پخپله خلاص کړه. ما پر اسمان غوښتې، خدای په یوې بندې کوټې کې په لاس راکړې. دلته خو زلمو څه کوې چې خدای او رسول دې هم رانه نه شي خلاصولی، په رضا به کار وکړو، ټول څلور دقیقې وخت نیسي. ما وروستۍ وسلې ته لاس کړ، زهري سپرې وه چې په یوه فیش سره درې سوه دیرش ملي لیتره، زهري ګاز ور شیندل کیدل. کار یې د سترګو سره و. که دا ګاز یې سترګو ته ولویږي نو که یوه ساعت کې تداوي شروع نه کړي، نو سل پر سله یې نظر له منځه ځي. هغه مې لیدی چې خپل سپین یخن قاق یې باسي، تور په ویښتو پټې مټې او سینه یې ښکاره شوه. اخطار مې ورکړ، چې زلمو دروازه ډبوي، دنیا به در خبره کړي. ویل یې څلور دقیقې ډیر کم وخت، پس له غرمې دلته په دوربین کې هم څوک نه ښکاري. مقاله رانه ولویده، دستکول مې پر میز کیښود، د سپرې تکمې ته مې لړزیدلي ګوتې وروړې. هغه مې لیده چې ورو ورو لکه توره بلا راروان شو. ویې ویل، ته هم کامیابه یې، لس نور کسان هم راوښیه چې درته کامیاب یې کړم خو شور مه جوړوه. زما شوق مه خرابوه. که نه بیا دې یو ساعت هم نه پریږدم، نفس دې باسم! خو زما نه د وارخطایی وخت کې سمې خبرې هیریږي مګر دا ځل یو دم خولې ته خبره راغله. ما خپلې زلفې له سینې لیرې کړې، د فلش غوندې لاکټ مې پرې ولید، ما ویل، دا چیپ هر څه عکاسي کوي، زه څارل کیږم، خدای ته وګوره، که زما نه وي، خپل عزت ته وګوره. د کمرې غوندې لاکټ په لیدو سړي رنګ وواهه. خو بیا هم را روان و، سپرې مې راوایسته، ومې ویل، میتان ګاز او انټرکس پوډر پکې دې، د ځان سره دې تباه کوم. سړی ځای په ځای ودرید. غوښتل یې څه ووایي خو خبره یې خوله کې جوړه نه شوه. یخنقاق ته ورنږدې شو. خپل د بلا وجود یې پټ کړ. ویې ویل، افرین، سخته مسلمانه نجلۍ یې، زما ستا پاکۍ ته سلام دی. هره ډاکټره نجلۍ باید ستا غوندې زړوره وي. دا یو عملي درس وبوله چې تا پکې سل نمرې یوړې، خو ګوره دا راز زما او ستا په منځ کې دی. که بل کس خبر شو، د ناکامانو په جمله کې ځان حساب کړه. زه لږ زړوره شوم، د دروازې خواته روانه شوم، ورته ومې ویل، سر له نن څخه ځان مړ حساب کړه. ویې ویل، اشتباه له هر چا کیږي، ما وبخښه! ما ورته وویل، اشتباه تر اشتباه، ځینې اشتباهګانې بیخي نه بخښل کیږي. که موټر ته کښینې نو اشتباه دې په مرګ تمامیږي. سړی لږ نور هم، نرم شو، ویې ویل، بد مې وکړل، خدای وشرمولم. ما وویل چې غول هم وخورې، دا اشتباه دې نه بخښل کیږي، پست، مردار خوره انسانه، دروازه مې خلاصه او پسې بنده مې کړه. ټول وجود مې ریږد اخیستی و، زلمو په سرو اوښکو غیږ رانه تاو کړه، هغه مې له ځانه پورې وهله او څه پوچ و پاش چې مې پر خوله راتلل ورته ډالۍ مې کړل. په سبا چې صنف ته راغلم، استاد نه و. یوه هفته وروسته راپیدا شو. صنف ته راغی، د پخوا غوندې هوا ورسره وه. پورته شوم، ورته ومې ویل، چې په درس دې سر نه خلاصیږي، ورور دې راوله. موږ نور دا ډول درس نه غواړو. د سړي سترګې مړې وې، ویل یې، ښه، مخته ځو. رښتیا په کوم ځای کې و؟ دوه درې ورځې زما د قهر وړو خبرو سره مخ کیده، بیا یې پوهنتون ته قدم راوانخیست، ځمکه وچاوده او دی پرې ننوتو. د زلمو هغه د عطرو ښیښه مې اوس هم ساتلې ده خو په تشناب کې. خو زلمو سره له دې هم پر ما ګرانه ده او دا نیکي خو یې بیخي نه هیروم چې قریب مړه وم خو دې بچ کړم.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .