د خوږې سندرغاړي ډایري / اووم مخ

۲۲ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۲۴ ق.ظ -

جاويد اوربل زموږ شاهانه کور

41532851_1990491001040134_1554759499519098880_n

زلمو زه تر لاس نیولې د کور په دروازې ننویستم. کور کې ارامي وه خو سودا مې وه چې ورینداري مې ولې دومره زنګونه وهلي وو. د ورینداري په لټه شوم، هغه مې پخلنځي کې ومونده. بابک ته یې شیرغړی پخاوه. ورته ومې ویل، خیرت و، زنګونه دې راغلي وو؟؟؟ ویل یې زما موبایل چیرې دی؟ هو والله په هغه خو مې ګلو کرار کړی و، حتما هغه په عذاب کړې یې، ته صبر چې خدای خبر نورو څومره خلکو ته به یې زنګونه وهلي وي؟ ګلو زموږ د کورنۍ تر ټولو کوچنی میلمه دی، په ده پسې مو دوه سترګې څلور شوي وې. له ده سره زموږ ټولو ساعت تیر دی. بابک کوکوک ورته وایي. پلار یې پانډا ورته وایي، مور یې خپل نوم ورته اخلي، ګلو. زه بیا ورته شینو وایم. ده هم پر ټولو نومونه ایښي دي. بابک ته پپو، پلار ته ککو، مور ته ډډو او ما ته ممو وایي. د ده سره د ټولو مینه هم فرق کوي. زه یې پر غومبورو خوله ورولګوم، کله پرې غاښ ولګوم، کله یې غومبري په خوله ترې کش کړم، هغه لکه پنیر، نه راکشیږي، ډاریږم رانه خوږ نه شي. پلار یې په ساعتیرۍ کې یوه نیمه څپیړه ورکوي. بابک یې بیا تخنیوي خو مور یې بیا په غیږ کې پورته کړي، هوا ته یې اړتاو کړي او بیا یې بیرته ونیسي، هغه لکه پنډوسکی نور هم کلوله شي. د ده ساعتیري هم خپل سټایل لري. ما تر زلفو، بابک تر ږیرې، مور تر شونډو او پلار تر غوږ نیسي. دی زموږ څلورو تر منځ وي، کله چې ستړی شي د بابک غیږي ته ځان واچوي او ځان سره راټول کړي لکه ځیږګی مانا په ما نور غرض مه لرئ. پلار ته مې تر ما وریندار ورنږدې ده، هغه ورته لور، دا ورته زموږ غوندې بابک وایي. پلار مې زما او د ورور هیڅ فرق نه دی کړی، هغه دواړو ته یو خوږ ملګری دی. زما نه یادیږي چې ما دې د یو څه غوښتنه له هغه کړې وي او ده دې نه وې پوره کړې. په لویو کارونو کې خو څه کوې، آن په وړو وړو کارونو کې لا مشوره کوو. زلمو خدای وهلې وایي کله چې ستاسو باغچې ته نوې مرغۍ هم راشي نو بیا ټول مشورې ته راټولیږئ چې دانه په کوم ځای کې ورته واچوو!!! ما هم په ډیرو وړو کارونو کې له کورنۍ سره مشوره کړې خو د رباب زده کړه او د سندرو ویلو شوق مې پټ کړی دی او دا مې سخته ځوروي هم. دا ټول د زلمو کارونه دي، زه مې د کورنۍ د خوشاله ساتلو لپاره تر خپل ذوق تیره یم خو کله بیا وایم، که زه د پخوا غوندې د پوهنځي درسونو ته اړمه وای نو د ژوند له ډیرو اساسي مسایلو څخه به لیري پاتې وم. د خلکو سره ارتباطات، د وطن له حالاتو خبریدل او داسې کس له ځانه جوړول چې یو مثبت تغیر په ټولنه کې راوستلی شي. زه لومړی زلمو دې لارې ته سیخه کړم او هغه یوه نره نجلۍ ده چې زه یې په ملګرتیا ویاړم. ډیر خپلوان مې راته وایي چې پوهنځی خو دې خلاصیږي نو واده وکړه چې له ژونده خوند واخلې او زموږ کور ته زما لپاره ډیرې مرکې هم راغلي خو هیڅوک زموږ پر بیلتون د غور کولو توان نه لري. بابک د ګلونو شوقي دی. ټوله ورځ په باغچه کې د ونو بوټو سره لګیا وي. له همدې وجې خو مارغانو هم دلته ځالي راوړي او زه یې هر سهار سندرې لکه فرض لمونځ داسې تعقیبوم. ورورک بیا د کمپیوټر چینجی دی. پروګرامونه جوړوي، داسې ماهر دی چې زه ویریږم داسې سافټویر به یې جوړ کړی وي چې دشپې دې څه خوبونه لیدلي وي، د ورځې به یې په خلاصو سترګو ننداره کوې. هغه د بیخي ډیرې حوصلې والا دی، کله کله کیسه کوي چې دوه، درې ورځې او شپې مسلسل پروګرام ته ناست وي چې جوړ شي ځکه خو د قهوې ډیر شوقي هم دی چې خوب ورنه شي. وریندار بیا د جامو او خوړو ډیزاینره ده. زما د جامو له رنګه نیولې تر جوړولو پورې ټول د دې مسولیت دی. په جوړولو یې نه ستړې کیږي خو زه اکثره ملګرو ته بل ادرس ورکوم، وایم دا ماشوم لري، ډیر کار پرې ظلم دی. په خوړو کې ربابي څه کوې چې د کانټینینټل اشپزان هم نه شي پسې رسېدلی. زه ورسره لګیا کیږم خو د دې فرمایشتي خواړه ډیر وخت نیسي، زړه مې ورته تنګ شي، ایسته په کومې بهانې ځان ترې لادرکه کړم. دا خواړه پاخه کړي، اول ماته راغږ کړي او زه یې بیا مخکې له خوړو د بوی په حسولو صفتونه شروع کړم. دا راته وایي، ته د بوی معلومولو متخصصه یې، د عطرو یوه کمپنۍ دې باید په ډیرو پیسو مقرره کړي، هسې دې طب انتخاب کړی دی. رښتیا هم، زما له عطرو سره جوړه ده. په المارۍ کې مې دوه ویشت بوتله عطر او همدومره سپرې ګانې دي. زه وایم که زما ملګرو زما عطر حسولی شوای نو معلومولم به یې چې نن څه احساس لرم. کله چې ډیره خوشاله یم، یو ډول عطر رانه وهل کیږي او کله چې لږ خوشاله یم، بل ډول. کله چې په مینه کې ډوبه یم، یو ډول او کله چې خپه یم بل ډول عطر وهل مې خوښیږي. ډیر کله مې د خپګان احساس له عطرو سره ورک شوی دی. زه وایم د عطرو تداوي باید رواج شي. زه د خپلو وهلو عطرو د احساس، تر څنګ د نورو عطر هم احساسوم او دا اندازه دقیقه لګوم چې اوس دا څوک په کوم احساس کې دی. ډیرې ملګري مې په پټو سترګو پیژنم، د هغوی پيژندګلوي د هغوی په عطرو کوم. عجیبه ده، زلمو بیا د عطرو رښتیانۍ متخصصه ده. زه چې اول ځل په عطرو میینیږم هغه د دې وي. خدای خبر له کومه یې کوي، هفته کې یو ځل داسې عطر وهي چې ما لیونۍ کوي. یوه ورځ یې د یو بوتل نویو عطرو لپاره زه د مرګ خولې ته ودرولم.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .