د خوږې سندرغاړي ډایري / دریم مخ

۱۵ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۹:۲۸ ق.ظ -

جاويد اوربل

40749444_1984429631646271_369463115550556160_n

د نرمو واده زلمو بلا ده، بلا، زه یې په یوه غم اخته کړم، نرمو په بل. د واده په شپه مو مازدیګر په دواړو، نرمو ارایشګاه ته بوتله. هلته یوه بله ناوې بوکه ناسته وه او ارایشګرې پرې اخته وې. موږ ته د خبرو کاپي وخت و چې نرمو پوهه کړو چې د واده په شپه او وروسته به څه څه کارونه کوي. په ارایشګاه کې پر تلویزون دا سندره لګیدلې وه چې پاس د تنګي مستي ځدراڼې او جنکۍ ژاړي، ووړکي بیا کابل ته ځینه… زلمو خبرې په نیمه کې ودرولې، سندرې ته یې زموږ پام هم واړاوه. د نرمو په سترګو کې اوښکې ډم شوې. د هغې میړه ټول د شلو ورځو لپاره له خارجه راغلی و چې واده یې پکې سرته ورسیږي. زلمو هم یوه اوښکه ورسره غمشریکي وکړه خو ژر اصلي موضوع ته راغله. ورو د ګیدړې غوندې چالاکه شروع شوه. نرمو ګلې ماته یو چل راځي چې نارینه د ښځې غلام جوړیږي. هغه کورواله دی. ما ته یې په لاس اشاره وکړه، خوږه خبره ده چې ما درې کاله مخته صبرو ته دا چل وښوده، د هغې میړه تر واده پنځه لس ورځې وروسته، سعودي ته په مسافرۍ ورکیده خو زما د چل په عملي کولو، د هغې میړه خپله ویزه وسوزوله او تر اوسه پر کور دی. نرمو ماته مخ راواړوه چې رښتیا وایي؟ زما علم والله که له صبرو اګاه و خو سر مې د رښتیا په اشاره ورته وښوراوه. زه د ډرامې پیل ته منتظره وم او همداسې هم وشول. نرمو لږ له شرمه سره شوه، زلمو ته یې وکتل، ورو یې وویل، دا چل ماته هم راوښیه. وروستۍ کلیمه چې یې یې ویله، ژر یې ماته وکتل او بیا چوپ شوه. زلمو ماته سترګه ووهله یعنې ډرامه پیل شوه. ته پوهیږې چې نارینه د خپلو ښځو سره د کوروالي په اړه د نورو سره بیخي خبرې نه شریکوي خو یو نیم چې لږ سپین سترګي وي، هغوی څه وایي. نرمو ته مې کتل چې سر یې ځوړند اچولی، خپلو پښو ته ګوري. خو زر پر زرو ډیره دقیقه غوږ غوږ وه. زلمو لګیا شوه. هغوی وایي، د میرمنې خو دغه ځای خراب دی چې کورواله به هم په زاریو او جبر ورسره کوې. یو ځل یې پلار درباندې خرڅ کړي، دویم ځل دا. ته به وایې ویدیږو سره، دا به قسمونه خوري، د خدای روی به دراچوي چې والله که راسره ویده شې. انو بس د نارینه سره خو زور وي، قسم یې هم پر سر ورمات کړي، د خدای روی ته به هم ونه ګوري، بس په یوې دقیقې کې به هر څه ختم کړي، چې ښځه خبریږي د هغه کار خلاص وي او پر څنګ ترې واوړي. ښځه هغه د سهار لمبا چې ورته جبر ښکاري، هغې بلا ته پاتې شي. نارینه هغه ښځې خوښوي چې پرتګاښ ته لاس کړي، نو هغه پرتوګ و ښویوي. پوهیږې صبرو ته مې کوم چل ښودلی و؟! هغه پنځه لس شپې ورسره پرلپسې ویده شوې وه. ریکارډ یې جوړ کړی و، هماغه و، میړه یې د ځان غلام جوړ کړ. خو صبرو یو څه چاغه او قوي وه، ته هم د ریکارډ جوړولو هڅه وکړه. زه درته خواړه ښیم، هغه خوره، ککاو هیر نه کړې، غوښه ډیره خوره، پستې، بادام، چارمغز، تر څنګ یې مرچ، پیاز او هوږه یو څه خوره. ته پوهیږې خاوند به دې د کورواله په اړه ډیر کتابونه لوستي وي خو زما خبرې تر هغو ټولو نوي دي. که غواړې چې یوه خبره په ومنې نو د کورواله د اوج مخکې یې ودروه او جدي ورته ووایه. که د مرګ خبره یې هم وي، درسره مني یې. زلمو خبرې اوږدولې خو زما زړه ورته تنګ شو. وه شیشکې! دا هغه خبرې دي چې نن شپه به عملي ورسره مخ شي. دا انسانان خپله زده کوي. ارایشګرو او ورته ناستې ناوي زموږ ټولې خبرې اوریدلي وې. یوې یې چې ښایست او سټایل یې خولې لګولې، وویل، ډیرې پخې خبرې یې وکړې. ما په زوره وخندل. ما ویل، دا یې متخصصه ده خو نه یې منم ځکه عملي کار یې نه دی کړی. خندا یو دم له اوو خولو راووته، ازانګې یې وکړې، همداسې خندا دوامداره شوه او بیرته د واده مسته فضا جوړه شوه. نرمو وویل، زړه ته مې د خوښۍ یوه کړکۍ راخلاصه ده. کله چې د خپل ارمان سره یو ځای کیږې، کله چې اته کلن صبر پای ته رسیږي، کله چې بې له ویرې د یو چا وجود لمسوې، د هغه ساه تنفس کوې، مخ او شونډې ورسره لګوې، پر سینه یې ورپریوزې، ټولې جامې غورځوې او حجابونه له شرمه تښتي، دا نو چا ویلي چې پر دنیا جنت نشته خو د واده اوله شپه د جنت وي که نه. ماته یې ربابي را په زړه کړ، یوه څړیکه مې له سره تر تلو تیره شوه. ژر مې له ربابي سره د واده اوله خیالي شپه جوړه کړه. زړه مې په ټوپونو شو لکه نرمو یوه خواږه احساس واخیستلم او د نرمو د واده شپه د یوې جنتي شپې غوندې په ګډا، اتڼونو او سندرو تیره شوه. د نرمو واده تیر شو، دوې هفتې به تیرې وي چې یوه ورځ زلمو راته وویل. موږ خو والله که د نرمو احوال بیخي اخیستی وي. راځه نن ورشو. هفه بې چاره مو د روغتون پر کټ ومونده. زلمو یې مخته ولاړه وه، هغې وویل، زلمو راته راوله. ټارګیټ مې پوره کړی دی خو ځان مې تباه کړی دی. زما ژړا او خندا سره ګډه شوه خو زلمو وارخطا وه. ما ورته په غوصې وویل، په نرمو خو دې پسات وکړ، په ما به څه کانې کوې. جدي لګیا شوه، په هغې یې میړه داسې وکړل، په تا یې زه کوم. ما ویل ربابي به مړ وي. په ژړا او خندا ګډې له شفاخانې راووتو. نرسانو راکتل چې دوې خوش ټیپه لیونیانې لکه میړه او ښځه سره لاس په لاس په مینه روانې دي. زلمو وویل، ته پوهیږې؟ ما ویل هو، د خپلې ساعتیرۍ لپاره د نورو په ژوند ملنډې وهل! تر دې بل احمق کار نشته، خلاصه نو. دې وویل، ته رښتیا وایې، خو تر دې بل احمق کار دا دی چې اته کاله د واده انتظار کوې او د کور واله په اړه یو پراګراف معلومات نه لرې. ته پوهیږې ولې خلک معلومات نه لري؟ زه غلې شوم. دې ارامه ورکړه. ځکه چې موږ ټولنیزو علومو ته ارزښت نه ورکوو. موږ دا دی، د طب ډاکټرې وبوله خو ما په دې اړه د پوهنځي په لیکچرونو او ریفرینس کتابونو کې څه ونه لوستل. ته خپله یوه پاڼه معلومات په دې اړه نه لرې. ما ورته وخندل، زما سره خو متخصصه شته، نور څه ته نو اړتیا نشته. دې وخندل، سبا به معاینه خانه کې ناسته یې، څوک به په دې اړه معلومات درنه غواړي، ته به نو د ګوګل مشورې ورته یوه یوه ژباړې؟! ما ویل ته رښتیا وایې. موږ د ژوند د یوه ډیر موثر، له خونده ډک کار او اړیکو په اړه هم خپله چوپ یو، هم نور چوپوو. استدلال مو دا دی چې دا ډیر شخصي او له شرمه ډک کار دی، خو پوهیږو نه چې سم ژوند په دې اړه له پوهې سره روانیږي. ما پر شا وډبوله، بس دی موضوع بدلوو. دې وخندل، د ربابي درس ته امادګي ونیسه، نن ورسره ګورو. زما مخته یوه ډیره رومانټیکه دنیا جوړه شوه، لومړی ځل پر زلمو ورغوټه شوم. کلکه مچه مې ترې واخیسته، داسې چې باړخو مې ترې راکش کړ، غاز یې وکړ او ما لومړی ځل د هغې له مچې یو ډیر کیفداره خوند واخیست.

(1)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .