د خوږې سندرغاړي ډایري / نهم مخ

۲۲ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۳۰ ق.ظ -

جاويد اوربل ځلا

41611818_1992776410811593_7308377000106786816_n

د پوهنتون لومړی کال و، عجیبه د پیغلتوب موسم و. تر درس مو ډیره لیوالتیا له جامو، سټایل، خوړو او عطرو سره وه. زلمو زما هغه ملګرې وه چې ما له پوهنتون نه بهر پیژنده. موږ یوې پوهنځی نورې هم نږدې کړو. اکثره وختونه به مو یو ډول جامې اغوستې، پړوني، دستکولونه او څپلۍ به مو هم یو رنګ وې خو عطر مو بېل بېل وهل. موږ به چې د پوهنتون په انګړ او دهلیزونو کې ګرځیدو نو هلکان خو څه کوې، د نورو پوهنځیو د نجونو به هم سترګې را اوښتې. زه او دا به د رخصتۍ پر وخت کیفیټریا ته لاړو او یو ډول خواړه به مو خوړل. دلته کیفیتریا کې د ډوډۍ خوړلو پر وخت له ځلا سره اشنا شوو. ځلا د تورو غټو سترګو، اوږدو بڼو او جګې پوزې یوه خورا ښایسته نجلۍ وه. د ځینو نجونو خولې لکه نري بریتونه څوکې لري، د ځلا خوله بس همداسې وه چې ډیره ښایسته ښکاریده. غوټه اننګي یې و، چې وه به یې خندل، راغوټه به شول او د میدان زردالو به ترې جوړ شو. د مخ پوست یې ډیر اوار او اوږدو تورو بڼو به یې پر تکو سپینو اننګو سیوری کړی و. تا به ویل، بڼو یې سترګې ور درنې کړي چې ډیر پورته نه ګوري. هغه د ستوماتولوژي پوهنځي محصله وه. جامو او خوړو یې دا کیسه کوله چې اقتصاد یې چندان سم نه دی. له کله چې ورسره اشنا شوو، پر یوه میز به کښیناستو او په ګډه به مو ډوډۍ خوړله. څه وخت وروسته، یوه بله ډیره فیشني نجلۍ له دې سره لکه سیوری داسې روانه شوه. هغه چې به د ځلا په خوا کې ودریده نو پته به درته ولګیده چې طبیعي ښکلا څومره پر مصنوعي هغې زوروره ده. ځلا ساده باده نجلۍ وه، د مخ پوډر، لبشرین، زرین څه چې سترګې یې نه تورولې او دې بلې په ځان سل رقمه نورې ګوتې وهلې. خو که ماشوم ته دې هم انتخاب ورکړی وای چې ښایسته کومه یوه ده، ځلا ته یې ګوته نیوله. هغه ډیره درنه او عاجزه نجلۍ وه. د فیشني نجلۍ سره ورو ورو زه او زلمو هم بلدې شوو. هغه ډیره خرابات نجلۍ وه. د ځلا د خوړو پیسې به یې سل فیصده ورکولې خو څلور پنځه ځله یې زموږ پیسې هم ورکړې. هغې ځلا ته ډیرې قیمتي، بیخي ډیرې قیمتي ډالۍ اخیستې. هغې به بیا موږ ته راښودلې. ما او زلمو داسې فکر کاوه چې دا نو هم ستوماتولوږي پوهنځي کې ده خو یوه ورځ یې خپله کیسه وکړه چې دا د ځلا لیدو ته راځي او خپله یو هوټل کې شریکه ده. ځلا ته مې وویل، دا له کوم ځایه پیژنې، ویل یې، یوه ورځ مې روغتون کې ولیدله. مور مې ناروغه وه، دا هم د پایوازانو کوټې ته راغله. هماغلته یې ملګرتیا راسره شروع کړه، پوهنتون ته راغله او له هغې ورځې وروسته دلته سره کښینو. د هوټل ډیر صفتونه کوي چې ځان ته یې دفتر جوړ کړی او هر ډول سهولتونه ورته برابر دي. ماته وایي چې یوه غرمه راشه. موږ دې ته لیواله شوو چې دا هوټل یې ووینو او د دې له کاروباره خبرې شو او دا راز هم معلوم کړو چې ولې نو خپل هوټل کې ډوډۍ نه خوري. یوه ورځ یې ځلا ته دعوت ورکړی و چې له پوهنتونه وروسته دې غرمنۍ ته په دې ادرس راشي. ځلا موږ ته وویل، که راسره ځئ، ورځو، که نه، زه هم نه ورځم. زلمو ویل، زه په کور کې میلمنې لرم، هلته ورځم، ستاسو خپل زړه. زما زړه وشو چې راځه دا اډوانچر هم وکړه. هغه یوه له فساده ډکه نجلۍ ده. زه او ځلا پوهنتون ته نږدې یوه کور ته ورته ځای ته ورغلو. ګارډ اجازه راکړه او ننوتو، ښایسته چمن و، شاوخوا ترې رنګارنګ مرسل ګلونه راتاو و. منځ کې یې څو چوکۍ او یو میز ایښی و. ځلا فیشني نجلۍ ته زنګ وواهه. هغې په دویم منزل کې لاس راته وښوراوه او په منډه راروانه شوه. د چمن خوا کې هال و او هلته مسته موسیقي غږیده، د خلکو شور و، تا به ویل ګډا کوي او یوه نیمه چیغه به هم شوه. هغه راغله ستړې مشې، خوار مشې یې وکړه، بیا یې وویل، راځئ، د ډوډۍ هال ته لاړې شو. ځلا وویل، هلته نه ځو، همدلته یوازې کښینو. فیشني نجلۍ چې تا به ویل تازه یې جنګ کړی، تکه سره اوښتې وه، له خولې یې یو څه بل رقم بوی هم تلی. دا لاړه، ویل یې د خوړلو لپاره یو څه درته راوړم. یو یو ګیلاس د ام جوس یې راوړ. لومړی غړپ چې مې وکړ، داسې تریخ او لکه اور ولګید خو کش پکې و، بل او بل غړپ مې هم وکړ. همداسې چې خلاص شو. داسې ګنګس شومه. ځلا ته مې کتل، اوږدو بڼو یې پر اننګو خولې لګولې. ګیلاس یې نیم څښلی و. ما ورته وویل، په دستکول کې دې اوبه نشته، هغې وویل، نه والله، زه هم تږې شوم. فیشني نجلۍ ولاړه شوه. ځلا ته مې وویل، په جوس کې الکهول و، نشه غوندې شوم، خدای دې مو ایمانو ته خیر کوي، ډیر بد ځای ته راغلي یو. هغې خپلې غټې درنې سترګې راپورته کړې، ویل یې، پر سر مې اور بل شو. فیشني نجلۍ دوه بوتله یخې اوبه راوړې او بیرته لاړه. د موسیقي اواز لوړ شو. داسې بې اختیاره، خندا راتله، شاوخوا مې په نظر ښایسته راتله. پښې مې لږ بې اختیاره شوې. زلمو ته مې مسج ولیږه چې ما او ځلا پسې دې ادرس ته ژر راشه کنه ختمې مو وبوله. که زلمو طیاره کې هم راغلې وای نو لسو دقیقو کې نه شوای رارسیدی. ځلا ته مې وویل، له دې ځایه باید وه نه خوځیږو، کنه خیر به مو نه وي. له هاله درې کسه را ووتل، موږ ته یې خواږه خواږه راکتل، راغلل، پر موږ راوڅرخیدل او ښې یې وڅارلو. بیا هال ته لاړل. داسې نور نور کسان څوک د سګرت څکولو او څوک په بلې بهانې راوتل او زموږ ننداره یې کوله. داسې راته وبریښیده چې فیشني نجلۍ په یوه غشي دوه مرغۍ وویشتې، پر موږ یې بولي روانه کړې ده. یو بدرنګ او ډیر ډبل هلک راغی، همداسې رډ رډ یې راکتل، جیب ته یې لاس کړ، د پیسو بانډل یې راوویست. اشاره یې وکړه چې راځه. بد بد مې ور وکتل. ما ویل، ځه، موږ د دې کار والا نه یو. ده وویل، څو شیبې وروسته به خپله راپسې راشې. وډاره شوم خو په وجود کې مې د ډیر قوت احساس وکړ. ځلا چې سترګې یې موبایل ته نیولې وې، ورته چیششش مې کړل. بڼورې سترګې یې راپورته کړې، سوروالی پکې پیدا شوی و. یو یو غټ څاڅکی اوښکه یې پر بڼو ولاړه وه او ګڼو بنو اجازه نه ورکوله چې لاندې توی شي، ویې ویل، لاړو تبا شوو. ما ورته وویل، دعا دې په کار ده. زلمو را روانه ده خو تر هغو زه او ته باید مقاومت وکړو چې کومې کوټې ته مو نه کړي. فیشني نجلۍ له هاله راووته، موبایل کې یې خبرې کولې، ځلا ته مې وویل، وږې شوم، څه باید وخورو. هغې ته مو وویل چې ډوډۍ راوړي. د فیلمرغ، ورونونه یې کباب کړي راوړل، څه خوندور و. ډوډۍ مو ورو ورو خوړله. ورو ورو نشه زیاتیدله، ورو ورو مې سیکس ته زړه کیدی، ځلا ته مې وویل، نه یې سره کوو، ویل یې څه، ما وویل، سیکس، بیا لکه اعصاب چې مې ځای ته راشي، ورته ومې ویل، ګډا کوو. هغې ته مې وویل، رانږدې شه، پر شونډو مې ښکل کړه. همداسې د خوندونو دنیا کې غرقه شوم. زلمو لکه نر میړه، پر سم وخت ځان را رسولی و. زه بې حاله شوې وم، ځلا په غیږ کې نیولې وم، او اوښکې یې راباندې تویولې. زلمو یې په دروازه کې نه وه راپریښې خو هغې د فیشني نجلۍ ملګرې ځان ورته معرفي کړی و. موږ یې لیدلي وو چې لا په انګړ کې دي او ډرامه لا نه ده شروع شوې. هال نو ساده هال نه و، ډیسکو وه، نر او ښځې پکې مستو سندرو ته نڅیدل او یو په بل پسې یې جامونه په سر اړول. زلمو بیا کیسه کوله چې پلان مې جوړ کړ چې که ګډوډي جوړه نه شي، په رضا مو وتلو ته نه پریږدي. لومړی هال ته ورغلم، ټول نشه نشه ګډیدل، غلې یوې خواته ودریدم. پام مې شو چې تر یوې چوکۍ لاندې تور بکس پروت دی، ما ویل بس کار وشو، دروازې ته مې ځان نږدې کړ، په زوره مې چیغه کړه، تر پنځمې چوکۍ لاندې بم دی. یوه ګډه چیغه پورته شوه، لکه ټول چې وغورځي. چیغې همداسې دوامداره شوې، لکه وز لوبه کې چې یم، یا لکه باز یم، پر زلمو او خوږې ورغوټه شوم، تر وزرو مې ونیولې، ګارډ دننه راغلی و، دروازه مې خلاصه کړه او دوی دواړې مې ټیکسې کې تخته کړې. د زلمو نو بیا د قهرمانۍ کیسې نه خلاصیدې. له ځانه به یې هم کیسې راپسې جوړولې چې داسې داسې خبرې دې کولې. ویل یې، ځلا ته دې ویل، تر ما والله که ښه میړه پیدا کړې، نن شپه به راسره ویدیږې. له هغه ځایه یې چې راویستلي وو، سیده یې خپل کورته راویستي وو. د لزیکس پیچکارۍ یې راته کړې وې، چې بیا یې تشناب ته پر تګ ستړي کړي وو. نشه مو چې ښه وتلې وه، بیا یې نو خپلو خپلو کورو ته رسولي وو. په هغه ورځ مې سر سخت درد کاوه، کور ته چې لاړم، پریوتم، ورینداري ته مې وویل، زه د شپې ډوډۍ نه خورم، راپورته مې نه کړې. تر سهاره ویده وم. سهار چې راکښیناستم، پرونی پیښه مې ذهن ته راغله. باور مې نه کیده چې داسې اشتباه دې ما کړې وي. د لیوه خولې ته مې په لوی لاس ځان برابر کړی و. یو څه خجالته او پښیمانه وم، زړه مې راته ویل نور به پر هیچا باور نه کوې. د ځلا ملګرتیا به هم پریږدې، قریب ورسره ته هم ایکسپایر شوې وې. خو زلمو ویل، خپله ملامتیا پر نورو مه اچوه. څه غلتي چې دې کړې ده، وه یې منه او هوډ وکړه چې بیا به یې نه کوې. زه تر ډیره په تشویش کې وم چې شراب دې وخوړل لکه چې د جنت د هغو څخه محرومه شوې؟ دا ډیر سخت وجداني عذاب و خو زما خدای جان پر ما ډیر مهربانه دی. زه د خپلو ټولو تکلیفونه څخه هغه ته پنا وړم او هغه مې له ټولو بلاوو څخه خلاصوي. بیا مې عرفاني شاعري شروع کړه او بیا پخواني حالت ته راغلم. اوس مې په مخ کې یوه د فراغت مسئله ده چې د نویو مسولیتونو منلو ته به اوږه ورکوم، له نورو تشویشونو یو څه خلاصه یم.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .