د خوږې سندرغاړي ډایري / پنځم مخ

۱۹ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۱۶ ق.ظ -

جاويد اوربل

41166760_1987780521311182_7805741819370668032_n

د محترم میلمه لیدل د انتظار یوه اوږده شپه تیره شوه، هغه شپه چې لومړی ځل و، بې له ناروغۍ زه ټوله شپه ویښه تیره کړم. د ربابي په اړه مې سوچ او فکر یوه شیبه هم نه و او ټول فکر مې محترم میلمه ته و چې ډیره ښایسته څیره یې لرله او ربابي په ډیر احترام یادوله. دې ته مې زړه خوړ چې وه نجلۍ یو ځل دې د خزانې کوزې ته لاس ورکښته کړ هغه هم تش راووت. زما غرور دا نه منله چې زما ربابي دي د بل چا شي. هغه باید زما سره وه اوسي. لومړی ځل و چې زړه مې راته نری شو او ناڅاپه مې له سترګو داسې شړکنده اوښکې راتوی شوې چې ما کله هم داسې نه و ژړلي. کله چې د ربابي خواته روانیدم، د تیر په څیر مې د ډیرو لوکسو جامو اغوستلو ته شوق نه کیده، خو بیا هم آینې ته ودریدم، ومې لید چې په سترګو کې مې د اوښکو اثر له ورایه ښکاري. لکه د ماشوم غومبري سپینه ځلا ترې پړقونه وهي او یو تت سور رنګ پکې خور شوی دی. آینې ته مې وخندل، ورته ومې ویل، ته یوه عجیبه شاهده یې، پرون مې څه حال و او نن؟! د زلمو سینوزیټ نه و ښه شوی او بیا هم زه یوازې په تلوسې خو په زخمي زخمي زړه د ربابي دفتر ته روانه شوم. کله چې دفتر ته ننوتم، په یوه شرینه نجلۍ چې په لومړي کتو یې د سړي زه ته خوښۍ لار کوله، سترګې ولګېدې. داسې چوسته راوغورځیده او دومره یې په غیږ کې ټینګه کړم چې زما شک شو، زلمو څیره بدله کړې نه وي. نری مخ، نرۍ لږ رازړیدلي شونډې ته وای خدای یوازې رودلو ته جوړې کړي دي. جګه پوزه، نریو وروځو په هوار ورین تندي کې لکه په اسمان کې شنه زرغونه رسموله. خرمایي ويښته یې و او سترګې یې هم ویښتو ته ورته وې خو صفايي یې د زم زم اوبو ته پاتې کیدله. هغې دومره مینه راکړه چې که هلک وای نو له ربابي وروسته به په ده میینه شوې وای. ربابي زما د غږ صفتونه ورته کړي و. دې وویل چې هغه راته وویل چې یو قیمتي غمی مې موندلی که له تراشلو روغ راووت نو زما د کلونو کلونو خواري به رنګ راوړي او د خپل هنر له لارې به یوه انقلاب ته ساه ورکړم. ما پر دیوال ځوړندو انځورونو ته وکتل، دا تر هغو هم تازه، له نوره ډکه، خوږه او مهربانه ښکاریده. زموږ د حال احوال پوښتلو پوښتنې لا روانې وې چې ربابي را غږ کړ. هغه محترم میلمه همدا و، دا تابلوګانې او نقاشۍ چې ګورې او دا تنظیم چې ګورې دا د دې کمال دی. دا یو درجن د سرو میډالونه هم د دې دي، یوازې یو، هغه هم د زیړو پکې زما دی. زه پوهیږم چې یو سوال درته پیدا دی چې دا دې نو څه کیږي. دا زما ملګرې، مور، خوږه همرازه او مشره خور ده. موږ په کور کې ټول دوه کسه یو او د دواړو ژوند هنر ته ډالۍ دی. اصلي نوم به خپله درته ووایي خو زه ورته خورو وایم. د دې دنیا بیخي بیله ده، دا زما ایډیاله ده. د فولبرایټ سکالرشیپ له لارې د امریکا په کلیفورنیا کې د ماسټرۍ محصله ده، هلته ټولنپوهنه وايي. د دې له ارټ سره جوړه ده، ډیره تکړه عکاسه ده، په نقاشۍ او رسامۍ کې ساری نه لري. له سندرو سره یې هم جوړه ده، اوس اوس په یوه جالب البوم باندې کار کوي. موږ دواړو یو لوی هدف ځانونو ته ټاکلی دی، چې د هنر له لارې به د ټولنې د خلکو په ژوند کې یو انقلاب راولو چې ویده زړونه راویښ، بې خبره زړونه، خبر، ډیر شریر زړونه، امن دوسته او هغه زړونه چې کرکې کري د مینې او محبت اوبه په نورو وشیندي. زما ارمان دی چې دا زما تر خوا وي څو زه د دې له انرژۍ څخه متاثره شم او د خپل هدف په لور په ډیرې علاقې او انرژۍ هره ورځ قدم واخلم. خو بس اوس نو د څو ورځو له پاره زما او ستا میلمنه ده. خورو مې ډیره خوښه شوه، په زړه کې مې یوه خوښي راوټوکیده او دا خبره مې په ذهن کې ګرځیده راګرځیده چې وه نجلۍ ته نو ولې د خورو غوندې نه شې کیدای. چې واړه هدفونه ځان ته ټاکې نو ولې لوی نه ټاکې، که غواړې خوشاله و اوسې نو د نورو د حقونو له پاره مبارزه وکړه چې هره ورځ خوشاله ژوند وکړې. ته به نو په معاینه خانه کې یوازې په ورځ کې لس دولس ناروغانې ګورې او هغوی ته به دوا ورکوې، ولې زرګونو ښځو ته په یوه ورځ لار نه ښیې او ولې د میلیونونو خلکو رهنما نه جوړیږې؟! بیا مې ځان ته تسلي ورکړه چې ځه له ښو خلکو سره مخ شوې یې او تا خپل سفر د پرمختګ په لور پیل کړی دی. زه همدې سوچونو په مخه کړی وم چې خورو راته وویل. زه یوه میاشت همدلته یم، زه مې په ځینو سندرو کار کوم، د رباب د زده کړې تر څنګ راځه هغه هم له نږدې ګوره چې دا سندرې لا څه اناتومي او فیزیولوژي لري. ماته خندا راغله خو دې زیاته کړه. پلار مې دې خدای وبخښي، هغه به تل راته ویل چې بچو ډاکټري ووایه خو زما شوق زه په ارټ او ټولنپوهنې ور برابره کړم. راځه سبا زما خاصه میلمنه یې، ته به زموږ د یوه رنګین مازدیګري، یوه نه لیدلې ننداره وکړې. زه به دې د سندرو له استازي سره معرفي کړم، ته به زموږ د رقص له ټیم سره له نږدې اشنا شې او زموږ یو شمیر لیوني مینه وال به هم وګورې.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .