د خوږې سندرغاړي ډایري / څلورم مخ

۱۹ سنبله , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۱۲ ق.ظ -

جاويد اوربل

41271531_1985953154827252_3035839028348846080_n

د ربابي لومړی درس نن مې له خوبه د سترګو د خلاصیدو سره پر زړه د عشق نرم او سندریز شمال ولګیده. پر خپلې بسترې غزیدلې وم، خو زړه مې موسکی موسکی کیده. پر خپل تخت مې هره خواته د خوشالۍ څو لغتې وار کړې، خپل بالښت مې ښکل کړ چې څه رنګین خوبونه راته راولي، په زړه پورې مې ونیو او په زمزمې را ولاړه شوم. چې څنګ پو څنګ روساره ګرزي، تبويي دو، زه زېړه ګله یم. یور مې بيټی دې بوبري دو، زه زېړه ګله یم… په ګډا مې بستره سمه او د جامو المارۍ ته ودریدم. هره جوړه جامې چې به مې راواخیستې او پر ځان به مې ونیولې، آینې ته به ودریدم. سمې مې پر ځان نه شوې معلومولی نو دروازه مې بنده او جامې مې وایستې. ورته ودریدم، نیمه المارۍ جامې به مې اغوستې او ایسته ګذار کړې وې، تر څو د خپلې خوښې جوړه مې پیدا شوه. دا یوه روښانه سور رنګه جوړه وه چې د مڼې د ګل سپین واړه ګلونه پرې وو. شونډو ته مې د جامو په رنګ روڼ سور رنګ ورکړ. په سپین وجود کې سور رنګ توپان جوړوي. نن مې د محشر جوړولو ورځ وه، د رباب زده کړې ته دومره په تلوسه کې نه وم لکه ربابي سره ملاقات ته. هغه چارشانه، په ونه لوړ، جګې پوزه والا، منظم له غوښو ډک مخ یې، نرۍ شونډي، نري بریتونه، کمه خو ګڼه ږیره، لږ سره ویښتان، مړوندونه او سینه یې له ویښتو ډکه، پر سر ګڼ شاته اړولي ویښتان، مخ ته چې یې ګورې، رڼا پرې انعکاس کوي او زړه ته دې خوښي ننوځي. هغه د یوه میړني شهزاده څیره لري. آینې ته ودریدم، سرې جوړې او په سپین مخ کې سرو شونډو، لکه د روان سیند په منځ کې چې اور بل وي، داسې منظره جوړوله. ځان ته مې تمه پیدا شوه. د آینې مخته مې د خپل غرور د نازونو اندازه لګوله او بیا د یوې جذابې موسکا زده کړې ته ولګیدم چې ربابي د خپل حسن په جوړ کړي محشر کې وسوزوم. جالبه ده، نور کله چې به سهار راکښیناستم، د یخو اوبو ګیلاس به مې راډک کړ او کړکۍ به مې خلاصه کړه، د اوبو یو یو غړپ به مې کاوه، باغچې کې به مې د ګلانو ننداره کوله، تازه هوا به مې تنفس کوله او د مارغانو سهارنۍ سندرې به مې اوریدلې خو نن دا هر څه رانه هیر و. تر سینګار وروسته مې د تندي او ګرمۍ احساس وکړ، د اوبو ګیلاس مې راډک کړ، کړکۍ ته چې ورغلم، ګورم څاڅکي پرې لکه شبنم پراته دي. ژر مې کړکۍ خلاصه کړه، ګورم چې یو نازنین باران وریدلی چې له ښایسته یې ننداره نه کیږي. په ټوپونو شوم، ژر مې موبایل راواخیست چې زلمو ته مسج ولیږم چې راځه، ځو نو. خو له هغې خوا راغلي مسج حیرانه کړم. لیکلي یې و، سینوزیټ شوې یم، دماغ مې بهیږي، له سر دردۍ سترګې نه شم روڼولی. هاهاها ته یوازې خپل میړه ته ورشه! لومړی خفه شوم چې یوازې څنګه لاړه شم خو وروسته مې ځان دلاسا کاوه چې ځه نو یوازې ښه ملاقات کیږي، که غیږ یا مچه پکې راشي نو دریم کس په منځ کې خوند نه کوي. د ربابي یو دوکان او یو دفتر و، پوهنتون کې استاد هم و. دفتر یې نو عجیب جوړ کړی و. د هنرمندانو تابلوګانې او نقاشۍ وې چې د بني بشر هوښ ورته له سره تلی. رنګارنګ منظرې وې نو؛ د غرونو، سیندونو، باغونو او یو څو د یوې ښکلي نجلۍ د مختلفو زاویو اخیستل شوي انځورونه هم پکې و. دا نجلۍ راته نا اشنا ښکاره شوه خو بلا ښکلې وه. یو څه خو یې خدای شته زما موډ هم را خراب کړ. د اځورونو تر خوا یو څو مجسمې وې او بیا د میډالونو المارۍ وه چې د سرو زرو او زیړو پوره دیارلس مډاله پکې ډیر منظم، د یو بل خوا کې په یوه اندازه را ځوړند و. په یوه اته متره هال کې دوې دروازې وې چې یوه اشپز خانې او بله ممکن تشناب ته خلاصیده. د هال یوې خواته یوه سپینه تخته او بلې خواته پنځه چوکۍ څنګ پر څنګ پرتې وې. د هال وروستۍ برخې کې یوه نرمه قالینه هواره وه، څلور بالښته دیوال ته پراته و، یو رباب پر قالینې او نور دوه ورسره په دیوال کې نږدې ځوړند و. زما له ورتګ سره، ربابي پر ملا راته ټیټ شو، ډیره ګرمه ستړې مشې یې وکړه. بیا اشپزخانې ته شو. تر هفو چې ما ټولې تابلوګانې، نقاشۍ، مجسمې، مډالونه او ربابونه یو یو کتل، دی اشپزخانې کې و. زه رباب ته کښیناستم، هغه شی چې له دې وروسته به مې ورسره سروکار وي. د رباب پر تارونو مې دا ګوتې کښېښوې نو د اشپزخانې د دروازې غږ شو، ګوتې مې ترې پورته کړې او ځای په ځای ودریدم. د هغه سره یو ځای یو خوږ بوی هم راروان و. یو پتنوس یې ډک له خوراکونو راوړ. د چرګ له غوښو او ترکارۍ سوپ او د ګندنې اشک و چې پر سر یې چکه ور اچولې وه. مستې، مڼې او څلور لیموګان و چې د کولا له ګیلاسونو سره یې مخته راته کښېښودل. ما ویل دومره زحمت ته څه ضرورت و؟ ویل یې، بس قسمت زموږ پکې و، یو بل ډیر محترم کس هم راروان و خو هغه چا رانه میلمه کړ. بس ما و تا به یې نوش جان کړو. ډوډۍ ډیره خوندوره وه، که اوس زلمو وای نو ضرور یې ټوکه پرې کوله چې که نجلۍ وای واده مې درسره کولو. اشک چې مې څومره خوړو مزه یې زیاتیده او زړه مې کیده چې نعلبکۍ خلاص کړم خو دې محترم میلمه چې ده یاد کړ یعنې میلمنې، بیا زما زړه کې لوغړن لاس تیر کړ. هغه لګیا و، د خپلې اشپزۍ خبرې یې کولې او د کومو خوراکونو نومونه چې ده یاد کړل، د ځینو خو یې ما نومونه هم نه و اوریدلي. یوه شي کې چې زه تکړه وم او زلمو به د هغه متخصصه بللم، هغه اشک و او هغه هم ده تر ما ډیر سم پوخ کړی و. د ډوډۍ تر خلاصیدو وروسته هغه اشپزخانې ته لاړ او په مینځلو لګیا شو، ما دروازه ورخلاصه کړه، ما ورته وویل، لوښي زه وینځم، ویل یې نه. زما اشپزي خوښیږي، د لوښو مینځل راته بیخي اسانه دي. لږ مې اشپزخانې ته پام ور واوښت چې څه ښکلې یې جوړه کړې وه! هغه هم ټوله له تابلوګانو ډکه! ما د هال د تابلوګانو دوباره ننداره شروع کړه، دی له اشپزخانې داسې جوړ کړی راووت تا ویل اوس اوس پوهنتون ته روانیږي. مخامخ د سپینې تختې خواته ورغی، توش قلم یې راوخیست، پر تخته یې په شنه رنګ ولیکل؛ لومړی درس. ما ویل رباب به عملي کار لري خو لیکل هم پکې راغلل. زه ورته مخامخ ناسته وم. ده زما د لاس قلم او کتابچې ته کتل او زما د غږ صفتونه یې شروع کړل. عجب جادویي غږ لرې، صاف دی، دروند دی، پر غوږو داسې لګیږي لکه شیریني چې لري. ځینې غږونه درد لري خو ستا غږ موسکا او مستي لري، که سندر بوله شې، غږ به دې په نړۍ کې انقلاب راولي. ما ویل اوس به هغه زما پاکو، صفا سوتره سترګو ته وګوري، زما نرۍ کاغذي شونډي به وستایي خو هغه زما په غږ کې ورک و. زه شوقي د رباب زده کولو ته ورغلې وم او ده سندرو ویلو ته هڅولم، هغه کار چې تر اوسه مې نه فکر پرې کړی و او نه مې هم علاقه ورسره لرله خو سندرغاړي مې سخت خوښیدل، د هغوی د ژوند سټایل خوند راکاوه. خو د نن ورځې لومړی درس ډیر عجیبه و، تعهد کول چې هنر به لکه پیغلتوب داسې محترم او پاک ساتې. هنر ته به د ژوند تر پایه شا نه اړوې او رباب د انسان په ګوتو ژوندی دی، هغه به د ساه وتو ته نه پریږدې. هنر ستا ذات او شخصیت دی، شرمیږې به پرې نه او بې ارزښته کوې به یې نه. هغه وویل چې د رباب لیکنی درس همدومره دی، سبا به عملي درس شروع کړو. ما ویل اخېر کې د یوې پوښتنې اجازه لرم؟ ویل یې، ولې نه. ما وویل، هغه محترم میلمه څوک و چې راتلی او بیا بل چا میلمه کړ او هغه په څو تابلو ګانو یوه سره سپینه نجلۍ څوک ده، ماته اشنا ښکاري خو ذهن ته مې نه راځي؟ ویې خندل، دا خو د درس مربوطې پوښتنې نه دي. خو ځه خیر درته ځواب به یې کړم. هغه محترم کس او دا ناز نجلۍ یوه ده. په سباني درس کې به یې درباندې وګورم. عجیبه دنیا ده، هره ورځ مې د بلې ورځې راتګ ته په ډیرې تلوسه تمامه شي. زه د خپل ژوند پر پیښو میینه یم. هره ورځ د خدای تعالی تر ټولو اعلی ډالۍ بولم.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .