د خوږې سندرغاړې ډایري / درویشتم مخ 

۱۲ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۳۵ ب.ظ -

جاوېد اوربل د بابا د مرګ غله

43172466_2017354708353763_3900377479306543104_n

معلمه د معایناتو له نتیجې سره راغله، هیموګلوبین یې پوره و او د تور زیړي د واکسین شعبې ته مې ولیږله، دې او خاوند یې هغه واکسینونه وکړل، ما خدای خدای کول چې اوس معلمه همداسې لاړه نه شي، خو ښه و بیرته راغله. زه منتظره شوم چې اوس کیسه راته وکړي او دا غلې وه، لکه ست غواړي. د تازه لیمو شربت مې ورته جوړ کړ او تر خوا مې کښینوله. ورته ومې ویل، د پرون وعده دې په یاد ده؟ دې سر د هو په اشاره وخوځاوه، ویې ویل، تا ته خو ډیر ناروغان راځي نو که څوک د کورني ژوند په اړه درڅخه مشوره اخلي، زما کیسه دې هلته په درد خوري. دا لګیا شوه، ډیر وړاندې نه، د دریو کلونو وړاندې کیسه درته کوم. زموږ کلا کې لسو وړونو یو ځای ژوند کاوه. بابا دې خدای وبخښي سخت نازکدیله انسان و، تل به یې ویل، زما ارمان دی چې اولادونه مې په ژوندوني سره ویش ونه کړي، کله چې زه مړ شم نو که په هغه ورځ هم ویش وکړي بیا مې پروا نه شته. بابا داسې ناروغۍ لاندې کړ چې نه په مړو حساب و او نه په ژوندو. پنځه کاله ټولو سترګې ورته نیولې وې چې اوس به مړ کیږي، اوس به مړ کیږي خو د هغه ورځ پوره نه وه. زموږ په کور کې د ټولو وروڼو تر منځ داسې حال و چې د تربرونو په منځ کې به هم نه وي. هره ورځ به یې یو بل تر ګریوانو سره نیولي وو. احمقه، سپیه، خرکوسه، مردګاوه او داسې نورې پوچې خبرې خو یې یو بل ته داسې کولې لکه نسوار. که دوه به سره جوړ وو، له پاتې اتو څخه به مرور وو، جنګ پر اولادونو خو ایسته پریږده چې تا ولې زما زوی وهلی یا بل څه بلکې پر دې هم جنجال و چې تا مفته وخوړه او زه ډیر سخت کارونه کوم. بابا به پر کټ ارام پروت و او ډير کله به یې له سترګو اوښکې بهیدلې او ویل به یې دوی زما زامن نه دي، موږ اته وروڼه وو، ټوله دارایي او واک اختیار د پلار په لاس کې وو، موږ ته د خبرو کولو حق هم نه و، دوی ته وګوره، ما چې ازادي ورکړه، پخپلو کې سره لګیا دي، زما په دارایي دوی خیټي اچوي، یو بل ته ګواښونه کوي او زه یې هیر کړی یم. زما ډیر زړه پر هغه سوزیده، خو د نورو بیا لکه پوزخند چې راوهي، ویل یې دوی د بابا حق ته سترګې پټې کړي دي. زموږ په ډک کور کې د ماشومانو، زلمیانو او پیغلو پریماني وه. هر چا پخپل زوی کار نه کاوه او دې ته به اړم و چې د پلاني زوی یې ولې نه کوي چې زما زوی یې وکړي. همدا و چې د زلمیانو او پیغلو پالنه او ساتنه چا هم سمه ونه کړه او داسې لارو باندې روان شول چې د بابا په ژوندوني د خلکو د ریشخند شوو. د مشر لالا زوی د همسایه لور وتښتوله، د بل لور د یوه پردي ځوان سره وتښتیدله، د یوه زوی ایران ته لاړ او د بل زوی ترکیې ته چې په لاره کې یې د مرګ او ژوند درک معلوم نه شو او لا تر اوسه معلوم نه دی خو له مجبورۍ یې خیراتونه پسې وکړل او د مړو په جم کې یې حساب کړل. بابا او تر مشر را لاندې لالا دې ته شله و چې لوی کور ښه وي او باید د نورو خلکو د خندا نه شو او د بابا په ژوندوني سره بیل نه شو. وروڼه بس همدې خبرې رانیولي وو که نه یو بل ته لکه خواړه او چاړه وو. بابا ته نو خدای داسې اوږد عمر ورکړی و چې هیڅ نه تمامیده. زه د بابا په اولادونو کې د خپل میړه څخه ډیره راضي وم، په دې چې پر هغه یې ډیر پام کاوه، میوه به یې ورته راوړه، هغه د پسه د غوښو سخت شوقي و، چې یوه شپه به یې ونه خوړه، بس بیا به یې ژړل چې دا یو کال مې اولادونو راته غوښه نه ده راوړې، که به پردی کس راغی نو زموږ پوزه به پرې وه. ما به مې خاوند ته چې د بابا لپاره هر څه وغوښتل تر هغه به یې زیات راوړل. د پلار کشری زوی دی و او پر ګران هم دی و. نورو ټولو یا بابا وهلی او یا یې رټلی و خو ده هیڅ نه و ورته ویلي بلکې د هغه پر خوا ولاړ هم و. یوه ورځ چې له مهمانخانې په غوصه راغی، له ځان سره په ښکنځلو لګیا و، بابا یې یاداوه چې خدای دې یې ټکه پو کړي، ټول جنجال ده جوړ کړی دی. د خدای کارونه و چې سهار د بابا ساه ختلې وه، بیا چې مې خاوند هر څومره بدې ورځې کولې، هسې راته ټوکه ایسیده، بلکې زړه مې غوښتل چې ورته ووایم، ټګي مه کوه، ماښام دې څه وویل او اوس څه کوې؟ بیا مې ویل، ته یې څه کوې، خپل پلار یې دی، چې په مرګ یې خوشاله و که نه، زما یې پرې څه. د بابا د مرګ په څلورمه ټول سره جدا شول، اول خو ټول وارخطا وو چې اوس به څه کیږي خو وروسته وروسته پوه شوو چې د خوند ژوند خو اوس شروع شو. د ټولو وروڼو زامن پر کارونو ولګیدل، د کور دننه جنګونه ورک شول او د ښه ژوند او ښه کار لرلو سیالي پیل شوه. زموږ هم ژوند برابر شو او دا دی د کور، موټر او لویې سرمایې خاوندان شوو. زلمو چې زموږ خبرې یې مخکې او وروسته تعقیب کړي وې، په اخیر کې یې وویل، زه خو وایم چې تاسو دواړو باید سوشولوژي لوستې وای او نورو ته مو مشورې ورکولی. ما وخندل، تا خو پخوا ویل چې ادبیات ولولئ، اوس څنګه سوشولوژې ته شوې؟ دې وویل، دا دواړه د یوې کورنۍ غړي دي، لکه شفتالو او زردالو. زه دې تشبه ته خندا یوړم. معلمه ولاړه شوه، زلمو ورته وویل، ځه مه، چې نه دې پریږدو، ما پیتزا راغوښتې ده، فقط یوه نیمه دقیقه وروسته رارسیږي. معلمې ماته وکتل او ما ورته وویل، زموږ دوستي دا پیتزا نوره هم ټینګوي. معلمې وویل، خاوند مې بيرون راته ناست دی، زلمو ماته وکتل، ویې ویل، څنګه کوو؟ ما ورته سترګه ووهله، مانا بلا په پسې کړه. دا ژر پوه شوه او ویې ویل، هغه ته به یې هلته ورولیږو. موږ په پیتزا خوړلو مصروف و چې جولیېټ جانې فیشني نجلۍ رالیږلې وه او سیده معاینه خانې ته راغله، ما د هغې لعنتي قواره چې ولیده، دپیزا ګوله مې په ستونې کې ودریده، زړه مې غوښتل چې ویې شړم او په پیتزا یې پر دا مخ وولم خو د هغې غمجنې او د خاورو غوندې خړې قوارې زه له دې منعه کړم چې نوره غوصه وکړم، هغه د خدای په غضب له وړاندې اخته شوې وه. #د_خوږې_سندرغاړې_ډایري

(8)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .