د خوږې سندرغاړې ډایري / دوه ویشتم مخ

۱۲ میزان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱:۳۳ ب.ظ -

جاويد اوربل

43007584_2016177121804855_1022977745807736832_n

د سرکاري روغتون فضا چې ورننه وځې تر هغه خپه کوونکې ده چې څنګه خلک فکر کوي. ته به خپل وجدان د نورو ډاکټرانو او نرسانو غوندې تر پښو لاندې کوې او بیا به هلته ډاډه او په سپین سترګۍ کار کوې. په رڼو سترګو به ورته ګورې او دوی به سکشن یعنې د ناروغانو نه شکونه کوي. یوه ورځ د ناروغ دوایي ارډر ته متوجه شوم چې ماښام یې انټي بیوټیک ستن نه ده لګولې، غوصه راغله چې میکروب یې ژوند ورتباه کوي او دوی پیچکاري نه کوي. پایواز ته مې په غوصه وویل چې ولې؟ هغې میرمنې وویل، زما سره د کباب پیسې نه وې او هغوی ویل چې کباب دې راوړی نه وي، پیچکاري پرې نه کوم، بس همداسې یې پیچکاري پاتې شوه. نرسې ته یې ورغلم، سترګې یې مړې وې. همداسې د روغتون ټول کارکوونکي د یو بل سره د ناروغانو څخه د ډیرې شوکې لپاره سیالي کوي. ناروغ چې له عملیاتخانې راووځي لکه ګیدړان پر مردارې راټول شي، پایواز وشکوي. د همدې سپي حالته د وتو لپاره مې زلمو ته وویل، جولیېټ جانه ناروغان راته رالیږي، شخصي معاینه خانه به جوړه کړو، دواړې به په ګډه پکې کار کوو. هغې ومنله او بابک د معاینه خانې د اسنادو په اخیستو کې مرسته وکړه. زموږ لومړی ناروغه هغه میرمن وه چې د جولیېټ په دفتر کې مې لیدلې وه. هغې سره تر څو خبرو وروسته، هغه داسې راته شله شوه چې هغه کیسه راته وکړه لکه زه چې جولیېټ ته شله شوې وم چې د دوی کیسه راته وکړي. هغه ډیره تراژیدیکه کیسه وه. اوس پوهیږم چې لیونۍ ببوګله سخته رواني ناروغه وه. پر خپلې یوازینۍ نږور یې ژاولې بندې کړې وې، د هغې نوي کالي به یې خپله اغوستل، د پلار له کوره چې به څه ورته راغلل، هغه به دې نغرل، د کور پاتې شوني خواړه به یې ورکول، واده او کوزدو ته یې نه پریښودله. د نجلۍ اباګنۍ لومړی حوصله کوله، بیا یې جرګه او مرکه وکړه چې د لور سره دې یې بد نه کوي او چې دواړو نتیجه ورنه کړه نو د دې له موخۍ څخه یې کسات اخیستل شروع کړل. د دوی دواړو کورونه یو بل ته مخامخ او د یوه کور سوپه د بل کور له سوپې څخه ښکاریده. یوه ورځ لیونۍ ببوګلې خپله نږور وهلې وه او هغه بل کور خبر شوی و، هغو هم د لیونۍ ببوګلې لور سوپې ته پورته کړه او پرې راکش یې کړل. چیغې جوړې شوې، یو چا وویل، بیا حال جوړ شو. ټول ماشومان له کوټو راووتو، د لیونۍ ببوګلې سوپې ته ودریدو، په یوه وخت دوې نندارې جوړې شوې وې، موږ دلته راټول وو، هلته هم ماشومان راټول شوي وو. لیونۍ ببوګلې له کوټې خپله نږور تر ویښتو نیولې سوپې ته راکشوله. هغې پر سر لاسونه نیولي وو او همداسې لکه میږ چې لیوه نیولې وي، ورسره راځغاسته. پر سوپې یې همداسې تر ویښتو نیولې، دوه درې چکره ورکړل. خولې یې زګونه کړي وو، تکه سره شوې وه او سترګې یې دباندې سپینې سپینې راوتلې وې. هغه یې تر ویښتو ونیوله، ویې دروله، ګریوان ته یې لاسونه ورواچول، ګررر شو، ګریوان یې تر لمنې ورپرې کړ. د هغې ټول وجود ښکاره شو، ژر یې پر راځړیدلي تیونو لاسونه ونیول، هغې پرتاګه ته ورلاس کړ، لاندې یې کش کړ، هغه تر نامه لاندې ټوله ښکاره شوه. هغه ځای پر ځای کښیناسته، پدې وخت کې بدرو مامي په منډه راورسیده، خپل پړونی یې پر هغې واچاوه، لیونۍ ببوګلې ته یې پر سینې دوه درې سوکه ورکړل او له سوپې یې لاندې شه ـ وه کړه. ما لومړی ځل ولیدل چې د ښځو تر بغلو او نامه لاندې ویښتان کیږي. د لیونۍ ببوګلې لور د مور کور او د هغې نږور د پلار کور ته بیرته ولاړې او هلته یې د کوم ژوند ننداره کوله هغه د بې صاحبه سپي تر ژوند هم بدتره. هغه ژړا، کوکاري، زارۍ او چیغې کریغې چې ما واوریدې او هغه صحنه چې ما ولیده تر اوسه مې چې یاد ته راشي، اذیت کوي مې. زموږ ټولنه تر ډیره د لیونۍ ببوګلې غوندې رواني ناروغانې لري او د شاپیریو غوندې نجونو اوقات یې تریخ کړی دی. یوه شیبه چوپتیا راغله او موږ پکې خپلې خپلې اوښکې وچې کړې. هغې د معایناتو پاڼه واخیسته، ماته یې مخ راواړاوه، لکه کومه خبره چې کوي خو لکه جرائت چې یې نه لري، بیا یې په نه زړه وویل، یوه کیسه زه هم درته کوم چې پخپلو سترګو مې لیدلې. هغه چې په موسکا معاینه خانې ته راغلې وه، په سرو سترګو ووتله. #د_خوږې_سندرغاړې_ډایري

(2)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .