د خپل منځي اختلافاتو له امله د یوې میرمنې په ګډون ۴ تنه ووژل شول او درې نور ټپیان شول .

۲۳ جوزا , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۱:۵۲ ب.ظ -

نګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو په عزیز خیلو سیمه کې نن ماښام له روژه ماتې وروسته یو تن د خپل تره زامنو د کورنۍ د یوې میرنې په ګډون درې غړي په ډزو سره شهیدان او د یوې نجلۍ په ګډون یې درې نور ټپیان کړي دي . د مالوماتو له مخې یاد کس چې د خپل تره زامنو د کورنۍ یادو غړو ته یې د خپل منځي اختلافاتو له امله مرګ ژوبله اړولې وه،هم د یادې کورنۍ د یو تن بل غړي له لورې په ډزو سره وژل شوی دی . د یادې پېښې درې تنه ټپیان چې یوه په کې ماشومه نجلۍ هم ده،د سختو ټپونو له امله د جلال اباد حوزوي روغتون ته را لیږدول شوي دي .

FB_IMG_1528917294619

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .