د داعش ډلې مخکښ قوماندان خاطب امير په ننګرهار کې و وژل شو

۲۱ جدی , ۱۳۹۷ ,ساعت ۳:۴۶ ب.ظ -

 د ملي دفاع وزارت مسوولين وايي چې په ننګرهار ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې د داعش ډلې مخکښ قوماندان خاطب امير وژل شوى دى.

د ملي دفاع وزارت وياند جاويد احمد غفور وويل چې د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريد په ترڅ کې د داعش ډلې مخکښ قوماندان خاطب امير وژل شوى دى.

هغه وويل چې خاطب امير د بريدونو همغږى کوونکى، د چاويدونکي توکو برابرونکى او په ټول هيواد کې يې د ځانګړو کسانو د وژلو لپاره پلانونه هم جوړول.

د جاويد غفور په اند د خاطب امير په وژل کيدو سره به ننګرهار کې د داعش ډلې فعاليتونه ډير کمزوري شي.

۱۱ ځله کتل شوی
دا مطلب شريک کړئ
۰
به اشتراک بگذارید :

Comment is not allowed