د دوستم پلویانو په فاریاب او سرپل کې د ټاکنو کمیسون دفترونه وتړل

۲۰ سرطان , ۱۳۹۷ ,ساعت ۸:۳۰ ب.ظ -

د هېواد په شمال کې نن په نهمه ورځ د جنرال دوستم د پلویانو لاریونونو دوام درلود .

په دې لړ کې دغو لاریون والو د فاریاب او سرپل د ټاکنو کمیسون دفترونه تړلي .

د لاریونونو یوه سمبالګر بشیراحمد ته ینج ویلي، چې د غوښتنو تر نه پوره کیدو به یې لاریونونه روان وي .

دوی هېواد ته د دوستم زر را ستنول او د هغه د بندي شوي قومندان نظام الدین قیصاري خلاصون غواړي .

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، له بروکسل کنفرانس څخه د ولسمشر او اجرایه ریس تر راستنیدو وروسته به د دوی پر غوښتنو غور وشي .

f

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .