د دولت د حاکمیت اندازه ګیري – نظیم سمون

۱۴ عقرب , ۱۳۹۷ ,ساعت ۱۰:۵۶ ب.ظ -

د سیګار دنده یوازې په افغانستان کې د امریکا د مالي مرستو تفتیش دی، خو دا اداره په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان د جګړې په اړه هم راپورونه خپروي. زه نه پوهېږم چې د افغانستان پر خاوره د دولت د حاکمیت د اندازه ګیرۍ لپاره سیګار کومه میتودولوژي کاروي، خو ګومان مې دا دی چې سیګار د افغانستان د جغرافیې د یوه ساده تحلیل له لارې دا ډول راپورونه نشروي. زه غواړم دا موضوع د امریکا او نیکاراګوا ترمنخ د هغې تاریخي حقوقي دعوې په کانټکست کې رشنلایز کړم چې د عدالت نړیوالې محکمې څېړلې وه. د عدالت نړیوالې محکمې له نظره یو دولت په خپل قلمرو باندې دوه ډوله حاکمیت لري: ۱. عمومي کنټرول (Overall controal) د دې دوکتورینو له مخې دولتونه د یوه ډي جور (مشروع نړیوال حقوقي شخصیت لرونکی) جوړښت په توګه پر خپل ټول قلمرو ټولیز (Overall) کنټرول لري. مثلا، دا سمه ده چې ځینې سیمې د وسله والو مخالفینو ترمنځ کنټرول لاندې دي او د حکومت حضور نه شته، خو د حکومت نه حضور د ملي حاکمیت حق نشتوالی په معنا نه دی.د افغانستان دولت ښايي د پالیسۍ د ملحوظاتو له امله د هلمند په بهرامچه کې حضور ونه لري، خو که وغواړي د خپل ملي حاکمیت اعمالولی او د افغانستان په هره نقطه کې خپل حاکمیت ثابتولی او بیرغ پورته کولای شي، په دې کې هېڅ شک نه شته. د افغانستان دولت همدارنګه مسوولیت لري چې د هر ډول بهرنۍ یا تېري په صورت کې غبرګون وښيي. دولت د خپلو اوبو، پولو او فضا مالک دی او د نړیوالو قوانینو له مخې د قلمرو دننه هر ډول نړیوال مسوولیت هم دولت ته راجع کېږي.

۲. اغېزناک کنټرول (Effective control) د افغانستان وضعیت باید په دغه دوکتورینو کې وڅېړل شي. د افغانستان حکومت پر لویو ښارونو، ستراتیژیکو نقطو او ولسوالیو باندې اغېزناک کنترول لري. پاتې نورې سیمې چې یا ستراتیژیک اهمیت نه لري او یا هم پالیسي دا ایجابوي چې حکومت هلته سیاسي او پوځي حضور ونه لري، طبعاً د قدرت د تشې په صورت کې د طالبانو یا نورو نا مسوولو وسله والو ډلو لاس ته ورځي. په کابل ښار کې داسې ډېرې سیمې شته چې جنایتکاره بانډونه پکې د هغو سیمو په پرتله ډېر فعال دي چې هلته حکومت یا په ځانګړې توګه پولیس حضور لري. خو دا په دې معنا نه ده چې سیګار په خپل راپور کې ولیکي چې د کابل دومره فیصده خاوره د نامسوولو وسله والو ډلو په کنټرول کې ده.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .