د دووخویندو زړه بوږنوونکي غمیزه

۲۰ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۲۶ ق.ظ -
 

د دووخویندو زړه بوږنوونکي غمیزه هو! هغه دوه مبارزې وطنپالې اوزړورې خویندې یادوم چې دخپل دردیدلي،کړیدلي اوجګړه ځپلي ولس دسوکالۍ اوهوسایې په موخه یې خپل پلرني هیواد ته دچوپړملاوې وتړلې دلرغوني اوتاریخي ویاړلي اودپامیردلوړوڅوکوپه څیر دسر هسکي بدخشان د خاش له سمسورې سیمي یې دملي پولیسوپه لیکوکې دندې پیل کړې.څه موده وروسته دمسلکي لوړوزده کړولپاره دترکیې هیواد ته واستول شوې اودشپږمیا شتنۍ مسلکي کورس له اکمال وروسته دتیرې خونړۍ اوویرجنې روژۍ په میا شت کې خپل پلرني ټاټوبي ته راستنې شوې او په دې هیله چې دخپلې خوږې کورنۍ په خوږه غیږه کې به دخپلو وروڼو،خویندو،موراوپلارسره داخترڅوشپې اوورځې په خوښۍ تیرې کړي دخاش په ولسوالۍ کې خپل کلي کورته ولاړې اوجوته خبره ده چې دمساپروخویندوپه راتګ سره به دکورنۍ خوشالي څو،څوځلې زیاته شوي کوچنی ماشومه خور اودکورنۍ ټول غړي اوخپلوان یې په اختریزو ډالیواو شیرینیو نازولي وي. خوله بده مرغه دریغه،دریغه ! د دغوملالو پیغلو سپیڅلي او وطن ته دخدمت ارمانونه ډیر ژر ورژیدل د اختروروسته دبدخشان مرکزفیض آباد ته دراتګ په لاره کې د اسلامیت،بشریت،افغانیت اوانساني عطوفت ضد وحشي اوبوینونقاب پوشوپه کرغیړنواوخونړیولاسونوپه خورا بې رحمۍ پخپلوپاکو سرو وینو کې ولمبیدې اوپه لویه لاره کې دافغان ولس دوې ژمنې اوهوډمنې خدمتګاره لورانې دتورپنجاب په وسلو چار ماری شوي.خودا وحشي ځناوراوتور سپي چې په غاړه کې یې دتورپنجاب دغلامۍ ځنځیرونه پراته دي هیڅکله هم اتله بي بي منوره اوبي بي نورحیا وژلۍ نه شي دواړه مبارزې اوجسوري بدخشانۍ خویندې دافغانستان دتاریخ نه هیریدونکي تلپاتې حماسه شوه دمنورې اونورحیا دشهادت داستان دافغان ولس دمیړانې اوسرښندنې سمبول اودهغو دشهادت په یاد به دشهیدوخویندودلوړارمان په څیر لوړڅلي جوړیږي. اتلواوشهیدوخویندو! ستاسوپاک،سپیڅلي اوجنتي مطهر،معطرپه سرو وینولړلي جسدونه دانسانیت ضد لیونیوسپیواوځناورو دکوکچې سیند ته ګوزارکړل ځکه دا ناولي مزدوران ستاسو دشهادت له قبرونواوغیرتي شناختوله لیدلو ویره لري خو دا دپنجاب اود وطن د دوښمنا نو مزدورغلامان خبر نه دي چې ستاسوویاړلي قبرونه اوله حماسې ډک یادونه دافغان ولس په زړونواودغیرت په ولولواومعنویت کې ځای لري اوهغه دا بویین اوکرغیړن نقاب پوښان نه شي ورک کولی. دپامیر دلوړهسکو وزرماتو سپینوکوترو! تاسو هم په میړانه اوستره سرښندنه داتلواوویاړلوشهید و پیغلو ناهید،انګیزي،فرخندې اورخشانې اونورو نوم ورکو شهیدانودارمانونوپه لاره کې ځانونه قرباني کړل تل به لکه ستوري ځلیږی اوستاسوپه پله به دافغان ولس وروڼه اوخویندې په میړانه د رزم اوپیکار ملي بیرغونه رپانده او اوچت ساتي. ستاسو په سرو وینوقسم اوپه خدایږوچې ستاسو دتراژیک او غمجن شهادت د درنه اغیز له کبله لکه مار خوړلی په خوب کې تاوویدم اوخوب مې لیده چې ستاسود بې رحمه شهادت دغچ اخیستنې په موخه د بدخشان له تاریخي سیمي دافغانستان دټولو وروڼوقومونواوملیتونویولوی خوځنده اوغوسه ناک ځواکمن لښکردکوکچې دسیند دقهرجنوڅپوپه څیرپیل اودوطن د دوښمنانواوستاسوقاتلانودله منځه وړلواوجر ړوایستلوپه تکل د ملي غزا میدان ته راوتلي وي اولاس لپه کوم چې دکوکچې سیند چې ستاسو په خونړیوجسدونوغوسه ناک شوی افغان ولس هم دملي پیوستون اووحدت په توره نور دافغان وژنې مزمنې غمیزي ته دپای ټکی کیږدي. شهیدوخویندو! دشهادت لوړوجاهت اوتاریخي صلابت ته مود درنښت سر ټیټوم یادونه موتل تاند اودشهادت ډیوې مو په ویاړلو څلو ځلانده اوسه. اکبري

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .