د دېرې د باغچې څلور ګلونه وغوړېدل

۵ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۵:۲۱ ب.ظ -

یاران ادبي دېرې خپله ۲۶مه غونډه د څلورو غړو سعیدالله احمدي، ذاکر ذاکري، همت جلالزي او ضیا زمزم په نوم د دوی د ویاړلي فراغت په مناسبت تر سره کړه.

2-255

غونډه د قاري صاحب نور له لوري د کلام الله په سپیڅلي ایتونو پرانیستل شوه، د ملي سرود له درناوي وروسته د پکتیکا د ملي راډیو تلویزیون امر او د دېرې غړي محب الله ارمل د دېرې په استازیتوب میلمنو اته د هرکلي وینا ورواوروله.

د پوهنتون استاد میرحسن ذهین د دېرې څلورو یارانو ته له مبارکۍ وروسته د دوی د پوهنتون د څلورکلنې دورې پر هڅو وغږېد او له دېرې یې د یاد اقدام په پار د پوهنتون په استاازیتوب ځانګړې مننه وکړه.

د سټېج چارې نبي زیارمل پر مخ بېوې، په ترتیب یې د دېرې څلور یاران هر یو ضیا زمزم، سعیدالله احمدي، همت جلالزي او ذاکرذاکري دریځ ته وربلل چې د پوهنتون د څلور کلنې دورې تجربې او خاطرې د غونډې ګډونوالو ته ووایي، د غونډې دا برخه د برخوالو له تود هرکلي سره مخ شوه.

بیا دېرې د خپلو څلورو یارانو هڅې دوی ته د ستاینلیکونو په ورکولو وستایلې.

د غونډې دویمه برخه د ارواښاد ریاض تسنیم پر نوم مشاعرې ته خانګړې شوې وه.

چې د ارواښاد تسنیم د شعرونو سربیره نورو شاعرانو هم خپل بیتونه ولوستل.

د یادې غوندې مشر ژڼکی شاعر نصیر احمد شهاب و او میلمه له کابله راغلی د پکتیا شاعر شفیق طبیب و.

د غونډې مشر شهاب یاده غونډه فوق العاده وبلله، او د دېرې پر یارانو یې غږ وکړ چې خپلې هڅې جاري وساتې، تر څو د پکتیکا په اړه د خلکو روان منفي ذهنیت واړوي.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .