د راشد او مجیب مهمې وېکېټې افغانستان لپاره د لوبو لړۍ وگټله

۱۸ دلو , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱۰:۵۲ ق.ظ -

56

د افغانستان او زمبابوي دوهمه شل اوریزه لوبه هم د افغانستان په بریا پای ته ورسېده. افغانستان دغې لوبې کې د پیاوړې توپ اچونې پایله کې د زمبابوي لوبډلې ته په ۱۸ منډو ماتې ورکړه د دوو شل اوریزو لوبو دغه لړۍ يي د ۲-۰ په توپیر وگټله.

د لوبې پچه د زمبابوي لوبډلې وگټله او د توپ اچونې پرېکړه يي وکړه.

افغانستان د محمد نبي پیاوړې او چټکې توپ وهنې په مرسته ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل نهه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۵۸ منډې جوړې کړې.

افغانستان لپاره محمد نبي په ۲۶ توپونو د دوو څلوریزو او څلورو شپږیزو په مرسته يي ۴۵ منډې جوړې کړې او دغه هدف په ټاکلو کې يي د پام وړ مرسته وکړه.

د افغانستان د توپ وهنې بشپړ راپور لوستلو لپاره لاندې تړونی کېکاږئ:

د زمبابوي لپاره سولومن مایر او همېلټن مسکدزا توپ وهنه پیل کړه او افغانستان لپاره لومړی اور مجیب الرحمن ځدران ترسره کړه.

مجیب الرحمن ځدران د لوبې درېیم او خپل دوهم اور کې لومړۍ وېکېټه واخیسته. نوموړی خپل دوهم اور په لومړی بال د سولومن مایر مهمه وېکېټه ترلاسه کړه.

مجیب الرحمن خپل وروستی اور په پنځم بال دوهمه مهمه وېکېټه واخیسته. دا ځل نوموړی د مسکدزا چې په ۳۰ توپونو د دریو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته يي ۲۹ منډې جوړې کړې وې په سوځولو بریالی شو.

د لوبې لسم اور ترسره کولو لپاره محمد نبي ته د توپ اچونې فرصت ورکړل شو. نوموړی خپل د لومړی اور په پنځم بال د مجیب الرحمن ښکلی کېچ په مرسته خپله لومړۍ او افغانستان لپاره درېیمه وېکېټه واخیسته. نوموړی د برېنډن ټېلر چې په ۱۶ توپونو يي د یوې څلوریزې په مرسته ۱۵ منډې جوړې کړې وې وېکېټه واخیسته.

سره له دې چې شرف الدین اشرف چې تر دې دمه يي ډېره اقتصادي توپ اچونه کړې وه او د محمد نبي اورونه پاتې ول اصغر ستانکزی د لوبې څوارلسم اور ترسره کولو لپاره گلبدین نایب انتخاب کړ او نوموړی خپل دغه اور کې ۱۸ منډې ورکړې او زمبابوي ته د فشار کمولو فرصت په لاس ورکړ.

زمبابوي لپاره سکندر رضا او راین بورل د لوبې مهم پړاو کې مهمه، اوږده او چټکه ملگرتیا روانه کړې وه خو راشد خان دغې مهمې ملگرتیا ته د پای ټکی کېښود.

راشد خان خپل درېیم اور په دوهم بال د سکندر رضا مهمه وېکېټه واخیسته. سکندر رضا د لوبې دغه مهم پړاو کې په یوازې ۲۷ توپونو د پنځو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۰ منډې جوړې کړې وې.

د راشد خان په څلورم بال د والر د سوځېدو فرصت برابر شو خو شفیق الله شفق ټولې هڅې سربېره دغه کېچ په نیولو بریالی نه شو.

راشد خان د لوبې په نولسم او خپله وروستی اور کې خپله دوهمه او افغانستان لپاره پنځمه مهمه وېکېټه واخیسته. نوموړی خپل وروستی اور په دوهم بال د بورل چې په ۳۰ توپونو يي د دوو څلوریزو په مرسته ۳۰ منډې جوړې کړې وې په سوځولو بریالی شو او دغه لوبه يي افغانستان لپاره نوره هم اسانه کړه.

د راشد خان د وروستی اور په درېیم بال د والر د سوځېدو فرصت برابر شو خو اصغر ستانکزی د کېچ په نیولو بریالی نه شو. د راشد خان په پنځم بال یو ځل بیا د اسانه رن اوټ فرصت برابر شو خو کمزورې ډگر ساتنې له امله کومه وېکېټه ترلاسه نه شوه.

زمبابوي ټاکل شوو شلو اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سکندر رضا پیاوړې او چټکې توپ وهنې په مرسته ۱۴۱ منډې جوړې کړې کړې او په ۱۸ منډو يي ماتې وخوړه.

افغانستان لپاره مجیب الرحمن او راشد خان دوه دوه او محمد نبي یوه وېکېټه واخیسته.

مجیب خپل ۴ اورونو کې ۲۱، افتاب عالم خپل ۴ اورونو کې ۲۹، گلبدین نایب خپل ۳ اورونو کې ۳۴، شرف الدین اشرف خپل ۲ اورونو کې ۶، محمد نبي خپل ۳ اورونو کې ۲۴ او راشد خان خپل ۴ اورونو کې ۲۳ منډې ورکړې.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .