د راشد اړوند امازون لوبډله پای لوبې ته له تللو پاتې شوه

۱۸ سنبله , ۱۳۹۶ ,ساعت ۹:۵۲ ق.ظ -

۱۹

د راشد اړوند امازون لوبډله په نیمه پای لوبه کې ماتې وخوړه او پای لوبې ته له تګ پاتې شوه.

د سي پي ایل کرکټ سیالیو کې نن سهار رایډرس لوبډلې امازون لوبډلې ته په ۶ ویکټو او ۱۲ توپونو ماتې ورکړه او پای لوبې ته یې لار ومندله.

د لوبې پچه رایډرس لوبډلې وګټله او د راشد اړوند امازون لوبډلې ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه،امازون لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوزیدو سره ۱۵۹ منډې جوړې کړې،چې پکې ګاجنند سنګ ۳۹ او والټن ۳۷ تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې وکړې، او رایډرس لوبډلې ته یې د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه.

رایډرس لوبډلې یاد هدف د څلور لوبغاړو په سوزیدو ۱۸ اورنو کې پوره، لوبه یې په ۶ ویکټو او ۱۲ توپونو وګټله او پای لوبې ته یې لار ومندله.

په توپ وهنه کې کولین مونرو ۵۷ ناسوزیدلې او براوو ۴۳ منډې وکړې

د امازون لخوا په توپ اچونه کې راشد خان،سوهیل تنویر،ایمریت او پیرماول یو یو لوبغاړی وسوازوه.

ددې لوبې غوره لوبغاړی کولین مونرو وټاکل شو.

له دې واړندې د محمدنبي عیسی خیل اړوند پاټریوټس لوبډلې پای لوبې ته لار موندلې وه.

د پاټریوټس او رایډرس لوبډلو ترمنځ پای لوبه به سبا سهار پنځه نیمې بجې پیل شي.

نصرت الله عمرزی

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .