د رسنيو پر کارمندانو او رسنيو بريدونه څومره د اندېښنې وړ دي؟

۲۵ عقرب , ۱۳۹۶ ,ساعت ۱:۰۷ ب.ظ -

احمد لودين: د کندهار د خبريالانو د مرکز مشر

 اوس وخت ته په کتلو سره رسنۍ هغه ځواک دی، چي له لاري يې هره ډله کېدای سي خپلو هدفونو ته ورسېږي. په افغانستان کي لا د بيان آزادي ځوانه ده، خو پرمختګ يې دوه چنده دی او تر توقع زيات ډېر نوښتونه يې کړي دي، د خلکو ږغ يې اوچت کړی دی، د نظام د تقويې او ملي ګټو دپاره يې زيار کښلی دی او په افغانستان کي يې ښه رول لوبولی دی.

احمد لودين: د کندهار د خبريالانو د مرکز مشر

احمد لودين: د کندهار د خبريالانو د مرکز مشر

خو د هيواد دښمن له هري خوا کوښښ کوي، چي دلته د ملي ګټو او د افغانانو د پرمختګ په وړاندي خنډونه جوړ کړي، نو د نورو مهمو او بنسټيزو برخو تر څنګ کوښښ کېږي چي دلته رسنۍ او خبريالان هم هدف وګرځوي، بريدونه پر وکړي او خبريالان ووژني، رسنۍ تهديد کړي او ژوناليستان و وېروي. موږ په دې وروستيو درېيو کلنو کي د رسنيو او خبريالانو په وړاندي ډېري جدي او خطرناکي پېښي وليدلې او حتی پر رسنيو ډله ييز بريدونه وسوه، چي وروستی پېښه يې پر شمشاد ناځوانه بريد و. د دا ډول بريدونو په ډېرېدو سره اندېښنې هم ډېرېږي، رسنۍ وېرېږي او خبريالان هم کوښښ کوي، چي د خپلو ځانونو د ساتني دپاره خپل فعاليتونه محدود کړي. موږ خبريالان پر دولت ږغ کوو چي د رسنيو او خبريالانو د ساتني دپاره ټول لازم امکانات په کار واچوي، خوندي يې وساتي او د کاغذ د مخ ژمني په عمل کي ثابتي کړي، ځکه همدا رسنۍ دي چي تعليم، تکنالوژۍ ،اقتصاد، د خلکو فکر، د بيان آزادۍ، مشروع حقونو او د خلکو ږغ ته وده ورکوي. که حکومت په دې برخه کي بې توجه پاتي سي، لويه انديښنه دا ده چي د افغانستان دا لاسته راوړنه به زيانمنه سي او د خلکو هغه آواز ته به زيان ورسېږي چي په دې وروستيو کي ښه جګ سوی دی. موږ پر هره رسنۍ بريد د بيان پر آزادۍ بريد بولو، ځکه رسنۍ په هيڅ چا پوري هيڅ راز تړاو نه لري او د هري غاړي هر هغه څه چي د اوصولو مطابق وي، په ناتړلي ډول خپروي .

رازمل زمان ليکوال او ژورناليست

رسنۍ نرم هدف دى، رسنۍ نه د دفاع وسايل لري او نه ورته په كار دي، نه يې له هويت او پيغام سره اړخ لګوي، خو دلته ډېر د اندېښنې وړ ټكى دا دى چي افغان ولس د ملي يووالي حكومت په نامه په يوه لوى غم اوښتى، د دغه حكومت اصلي مهرې نه د ولس دغه بده ورځ احساسوي، نه دغه ناامنۍ جدي ګڼي، نه ورته د ولس سر او مال ارزښت لري چي چور، تالان او مرګونه پرې مسلط دي، نه د هيواد وقار او حيثيت ورته معنا لري.

رازمل زمان ليکوال او ژورناليست

رازمل زمان ليکوال او ژورناليست

بدمرغي دا ده چي ډېر ځله امنيتي او كشفي ادارې د ځينو بريدونو له ترسره کېدو وروسته ادعا كوي، چي موږ دې ادارې ته خبرداری وركړى و چي بريد در باندي کېږي، ګواکي په دې ډول دوى خپل مسؤليت ترسره كړى دى. آيا د امنيتي او كشفي ارګانونو دنده يوازي همدومره ده او كه نه دوى د رسنيو په شمول د عام ولس د امنيت د خونديتابه دنده لري؟ د هغو امنيتي ځواكونو په اړه هيڅوك هم نيوكه نه لري چي د داسي پېښو په شنډولو کي ډېر په سرعت عمل كوي، دوى چي قرباني وركوي او يا ګواښ له منځه وړي دا يې كارنامه ده او ولس يې ملاتړ كوي، خو په ټوله کي د حكومت دنده ده چي ولس ته امنيت تضمين كړي، كه يې نسي كولاى، پر خپله ناتوانۍ د اعتراف په دود دي له ولس سره خبره شريكه كړي. زموږ د ولس بدمرغي دا ده چي حكومت دغه احساس نه لري، دوى له پېښي وروسته يوازي د غمرازۍ او غندني څو كلمې د ولس او ماتم ځپلو پر اوږو يو احسان بولي.

ارشاد رغاند ليکوال او ژورناليست

پر رسنيو بريدونه د بيان آزادۍ لپاره د جدي اندېښنې وړ ده. رسنۍ دي، چي د حقايقو د انعکاس تر څنګ د ولسواکۍ او ديموکراتيکو ارزښتونو د پياوړتيا او تحقق لپاره تر هر چا فعال نقش لوبولی شي. د رسنيو د امنيت ساتني لپاره بايد جدي او اساسي اقدامات وشي، ځکه که رسنۍ او رسنوال خوندي نه وي، د بيان آزادي ګواښل کېږي او که د بيان آزادي خوندي نه وي، ولسواکي به وځپل شي.

ارشاد رغاند ليکوال او ژورناليست

ارشاد رغاند ليکوال او ژورناليست

د رسنيو د خونديتوب اړتيا جدي ده، نړيوال هم بايد په دې برخه کي بشپړه همکاري وکړي او له رسنيو سره هر اړخيزه مرسته او همکاري وکړي. د رسنيو مسؤلين، امنيتي ادارې او نړيوال بنسټونه ټول بايد خپلي همغږۍ او همکارۍ له سره وارزوي او د نوو شرايطو او ګواښونو تر مطالعې وروسته د رسنيو او خبريالانو د هر اړخيز خونديتوب زمينه مساعده کړي. د دې تر څنګ بايد ترهګري ډلي او خبرونه يې ترممکنه حده په رسنيز ډول تحريم او فشار پرې راوړل شي، چي د رسنيو او خبريالانو نه ګواښل تضمين کړي .

بصيرالحق عادل – خبريال او د پوهنتون استاد

رسنۍ چي د يوې ټولني سترګي او ژبه ده، تر بل هر څه ټولنه ډېره اړتيا ورته لري، يو ځای مي لوستي وو: «د يوې ټولني وګړي پرته له حکومته ژوند کولی شي، خو پرته له رسنيو يې نه شي کولی.» نو مالومه شوه چي رسنۍ د يوې ټولني لپاره ستر ارزښت، د فساد په مخنيوي کي، د ناروا او ظلم د کچي په راټيټولو کي، د اقتصاد په پياوړتيا او د پوهي په خپرولو او تقريباً هر څه کي يې ونډه رڼه ده.

بصيرالحق عادل – خبريال او د پوهنتون استاد

بصيرالحق عادل – خبريال او د پوهنتون استاد

له بده مرغه افغانستان يو داسي هيواد دی چي د رسنيو په وړاندي پکي خنډونه، ستونزي او ګواښونه ډېر دي. دلته په تېره يوه نيمه لسيزه کي لسګونه خبريالان ووژل شول، سلګونه ژوبل شول، توطيې ورته جوړي شوې. پر ډېری رسنيو بريدونه وشول، چي ښه بېلګه پر شمشاد ټلوېزيون وروستی بريد دی چي اسلامي دولت نومي ډلي يا داعش يې مسؤليت ومانه. که چېري د دولت تر څنګ عام ولس د رسنيو ملاتړ ونه کړي، هغه مخالفي ډلي چي رسنۍ هدف ګرځوي، د هغوی په وړاندي خلک راپورته نه شي، نو اندېښنې به نوري هم ډېري شي. رسنۍ چي ټولني او خلکو ته نشرات کوي، خلک يې بايد کلک ملاتړ وکړي، په اوسني عصر کي راډيو، ټلوېزيون، اخبار، ويب سايټ او دې ته ورته د رسنيو نور ډولونه زموږ د افغانستان په څېر ټولني لپاره د يو ښوونځي، پوهنتون او ښوونيز مرکز ارزښت لري، ما خپله له رسنيو زده کړه کړې ده او زموږ د ټولني ګڼ وګړي له رسنيو زده کوي، نو راځئ د خپلو هغو ملي او عامه المنفعه ادارو ساتنه وکړو او په وړاندي يې د خلکو ذهنيت جوړ کړو چي موږ زده کړه ترې کوو.

محبوب حکيمي خبريال

رسنۍ د ولس ژبه ګڼل کېږي معمولاً کله چي ژبه نه وي، نو آواز خپ وي او کله چي آواز خاموش وي، نو ژوند ستونزمن وي. څرنګه چي یو بې ژبي انسان په ټولنه کي له ستونزو سره مخ وي همدا راز بې له رسنیو ټولنه له ستونزو سره مخ وي. پر رسنیو بریدونه پر ژورناليستانو بریدونه، پر ولس بریدونه دي. دښمن هڅه کوي چي رسنۍ تهدید کړي، تر څو له له دې لاري وکولای شي ولس له حقایقو ناخبره پاتي شي او د پرمختګ مخه یې ډب کړي. ویښ ولسونه تر هر څه رسنیو او مطبوعاتو ته ډېر ارزښت ورکوي او برعکس ویده ټولنه د رسنیو په ارزښت نه پوهېږي. د افغانستان دښمنان تل په دې هڅه کي وي، چي افغانان ویده وساتي، خوشبختانه اوس افغان ولس ویښ دی، د رسنیو په ارزښت پوهېږي او له دې سره دښمن هم خپله تګلاره بدله کړې او هڅه کوي،

محبوب حکيمي خبريال

محبوب حکيمي خبريال

تر څو رسنۍ تهدید کړي، بریدونه ورباندي وکړي او د ژورنالیزم لارویان مایوسه کړي او تر څو له دې لاري ولس له حقایقو ناخبره پاتي شي او دښمن په اسانۍ سره خپلو شومو موخو ته ورسېږي. نو ویلای شو چي پر رسنیو بریدونه په رښتیا هم د ژوري اندېښنې وړ دي، پر رسنیو بریدونه د بیان پر آزادۍ بریدونه دي او موږ له سختو ستونزو ګاللو وروسته د بیان آزادي ترلاسه کړې او دولت یې باید د ساتلو لپاره هڅي وکړي، دولت ته پکار ده چي د رسنیو د حفاظت دپاره لازم تدابیر ونیسي، کنه دا ډول بریدونه به د بیان آزادي له ستونزو سره مخ کړي.

شفیق اندړ مدني فعال

پر شمشاد ولي برید وشو؟ ځکه چي یوه رسنۍ ده. خبرونه خپروي، معلومات خپروي او د پښتو کلتور ته کار کوي. د تروریزم او افراطیت په مسلک کي هر هغه څه بد دي چي د ژوند او ټولني خدمت پکي وي. پخوا په چپیانو کي هم تروریست او افراطي و، اوس هم په هند کي ماوویست تروریستان فعال دي او د بل هر وطن د تروریستو غوندي د خدای د مخلوق وژلو ته کار وايي. چپي افراطیان د اوسنيو حاکمو ارزښتونو خلاف دي او په دې عقیده دي چي که موجود غیرچپي نظامونه د جبر او فشار، قتل او قتال له لاري څخه رانسکور کړي، نو بیا به د ډېر ښه او آیډیال نظام د جوړولو لپاره لاره هواره سي. مذهبي تروریستان او افراطیان هم نور کټ مټ د کمونیستو افراطیانو غوندي دي، خو له دوو جهتونو ورڅخه توپیر لري: یو دا چي مذهبي افراطي په دې ژوند او دې دنیا کي د کوم آیډیال نظام واضح تصور نه لري. د بېلګي په ډول ماوویست افراطي معتقد دی چي د چین د ماوتسه تنګ نظام یو بهترین نظام دی او نورو ملکونو کي هم باید دغه شانته نظامونه جوړ سي.

شفیق اندړ مدني فعال

شفیق اندړ مدني فعال

خو مذهبي افراطي کوم خاص تصور نه لري. داعش چي په وروستیو کلونو کي د عراق او سوریې په ډېرو برخو کي د څو کلونو لپاره قدرت درلود، له وژلو پرته يې نور څه خاص مرام نه درلود. دوی په عراق او سوریه کي خلک ووژل او پر زرګونو ښځو یې د کافرو په نوم جنسي تېري وکړل او وینځي یې کړې. نور نو داسي کوم خاص پروګرام ورسره نه و، چي خلکو او ټولني ته یې خیر ورسېږي. د افغانستان د طالبانو نظام د مذهبي افراطینو یو بل مثال دی. د طالبانو په پنځه کلن دوران کي له جنګ او قتل او قتاله پرته نور نو د ښځو چادري، د ښځو او نارینه وو په دورو وهل او ټکول، د موسیقي د کسټونو ماتول او دغسي څو نور اعمال وو چي د ژوند او ټولني لپاره پکي کوم ګټور او مفید پیغام نه و. د دوی په زمانه کي بې اودسه لمونځونه او دوه ځلي لمونځونه هم زیات شول. ما ته د هغه وخت په اړه ګڼو دوستانو خپلي خاطرې بیان کړي دي، چي یو ځل یې لمونځ کړی او بیا یې د طالب د وهلو له وېري دوباره هم جومات ته تللی او په جمعه درېدلی دی. چپي افراطیونو چي له څو لسیزو وروسته د کمونیستي نظام اقتصاد او په چپي نظام کي د خلکو ژوند ته وکتل، نو اکثره یې له خپلي لاري بیرته وګرځېدل، ځکه محاسبه ورته اسانه وه او دا یې په سترګو لیدل چي تر شوروي اتحاد په لوېدیځه اروپا یا جاپان یا شمالي امریکا کي ژوند ښه او خلک خوشحاله دي، نو ورو ورو یې نظریه بدله شوه او د کمونیستي مسلک کمزورۍ ته متوجه شول. خو د دوی برعکس، مذهبي افراطي په اسانه باندي په دې حقیقت نه پوهېږي چي په غلطه لاره روان دی، ځکه دی په خپل تصور کي د هغې دنیا حساب او کتاب کوي او په دې ګومان دی چي دی که هر څه کوي دا ثواب لري او اخرت یې ورسره ښه کېږي. نور نو د هغې دنیا څخه څوک نه راځي چي ده ته ووایي چي ته تر ټولو لوی ګمراه او د خدای او رسول دښمن یې. له همدې کبله دا شونې ده چي مذهبي افراطي تر مړیني پوري په خپله لاره کي قایم پاتي شي. هغوی چي پر شمشاد تلوېزیون باندي حمله وکړه، افراطي او تروریست وو او افراطي او تروریست که د بل ملک د استخباراتي ادارو له خوا څخه هم په مستقیم یا غیرمستقیم ډول نه وي، مامور شوی، بیا به هم د ځان په وژلو او د بل په وژلو بوخت وي او هره هغه اداره، هر هغه سازمان او هره هغه اجتماعي موسسه به له منځ څخه وړي، چي د عصري ژوند او ښه ژوند نخښه وي. هر تروریست او افراطي یو ډول روحي ناروغ بللای شو. هغه څوک چي وړمه ورځ یې تکزاس کي کلیسا کي شپږویشت کسان ووژل، سوچه امریکایي و او عیسوي و. د خپرو شویو معلوماتو په اساس، دی د کومي تروریستي ډلي اړوند نه و، خو څنګه چي اخلاقي او عصبي ناروغ و، نو ځان او نور یې ووژل. البته، پر شمشاد برید کوونکي یوازي روحي او اخلاقي ناروغان نه وو، بلکي د داعش په څېر له یوه روحي او اخلاقي ناروغي ډلي سره یې ارتباط و.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .