د روان بحران عواملو او حل لارو ته یوه کتنه!- یحیی یعقوبي

۲۱ جدی , ۱۳۹۶ ,ساعت ۸:۵۱ ب.ظ -
په افغانستان کې روانه نارامي له لویه سره دوه عمده اړخونه لري: اول- بهرنی اړخ دویم- کورنی اړخ اول- بهرنی اړخ: دا خوا یي د ګاون‌ډیو’ سیمې او نړیوالو قدرتونو د سیالۍ او د ګټو د تقابل اړخ دی. ځینې هیوادونه د افغانستان په بې ثباتۍ او ځینې بیا په ثبات کې خپلې ګټې ګوري. دلته هر یوه ته یوه ځغلنده نظر اچوو: y پاکستان: د افغانستان په ګاون‌ډ کې د لاندنیو مسایلو له امله په مخالفت کې دی’ او له هرې ممکنه لارې د یو غښتلي او ثابت نظام مخه نیولې او لا یي نیسي: 1.تاریخي: پاکستان له هنده جلا شوې خاوره ده’ خو یو برخه یي لا له هغې وړاندې د ‌ډیورن‌ډ معاهدې پر اساس له افغان خاورې بیله کړای شوې وه. له همدې امله پاکستان له ایجاده’ یو ارام او پر ځان بسیا افغانستان خپلې ځمکنۍ بشپړتیا ته یو جدي خطر ګڼي. د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ یو مهم هدف د ‌ډیورن‌ډ کرښې رسمي کول دي. 2. د اقتصادي ګټو تقابل: پاکستان اوس تر ‌ډېره پر زراعت متکي دی او د زراعت لپاره یي د افغانستان اوبه یوه مهمه سرچینه ده. د صنعتي تولیداتو لپاره يي هم افغانستان یو ښه مصرفي بازار دی. نو ځکه فکر کوي چې ودان افغانستان په هر حالت کې د دې وړیا سرچینې او استهلاکي بازار مخه نیولای شي. 3.له هند سره رقابت: پاکستان او هند له پیله تراوسه ‌ډېر کم د عادي روابطو بیلګې لري. دواړه څلور ځلې مخامخ سره ورغلي’ خو نور د افغانستان په ګ‌ډون په ‌ډېرو نړیوالو مسایلو کې مختلف دریځونه نیولي. پاکستان د افغانستان اوسني نظام سره د هند هره مرسته او د ‌ډهلي کابل دوستي ځان ته یو ګواښ ګڼي او په هره ممکنه طریقه یی د شن‌‌ډولو هڅه کوي. دغه راز هند هم نه غواړي چې افغان دولت دې له پاکستان سره داسې روابط وپالي’ چې د دوې ګټو ته خطر اووسي. ایران: 1.اقتصادي: ایران یو کمزوری افغانستان د خپلو تولیداتو لپاره یو ښه مارکیټ ګڼي’ نو ځکه د افغانستان اقتصادي پرمختګ ورته د منلو نه دی. 2.مذهبي: ایران یو شیعه مذهبی نظام دی. واکدار شعیه اخوندان یي پخپل ګاون‌ډ کې د یو سني باثباته نظام شتوالی نه شي زغملای. 3.ابي سرچینې: ایران او افغانستان که څه هم لسیزې پخوا د اوبو مسله حل کړې’ خو د افغانستان له کمزوري حالته په ګټنې تل له کړې هوکړې سرغړونه کوي. ښه مثال یی په دې وروستیو کې یو ځل بیا د دې لانجې برسیره کیدل وو’ چې ولسمشر اشرف غني يی په اړه توندې څرګندونې هم وکړې. چین: که څه هم چین له افغانستان سره کومه تاریخي یا اقتصادي بدي نه لري’ مګر د امریکا یا بل ځواک پوځي شتوالی هم ورته د زغم نه دی. دغه راز له هند سره هم خپله سیالي په یو نه یو ‌ډول پالي. هند: د پاکستان د نفوذ مخنیوی او له چین سره سیاسي او اقتصادي سیالي او منځنۍ اسیا ته لاسرسی د هند اساسي اړتیاوې دي’ چې افغانستان ته یی لري. روسیه: اوسنۍ روسیه د پخواني شوروي اتحاد ځایناستې ده. شوروي اتحاد تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته د متحده ایالاتو پر وړاندې یوازینی زبرځواک وو’ چې تر نویمو کلونو سره ښکر په ښکر ول. په نویمو کلونو کې د امریکا په مشرۍ ناټو بلاک شوروي ته ماتې ورکړه او تر پاشل کیدا وروسته روسیه پاتې شوه. له غرب سره دا تاریخي رقابت له یوې خوا او د خپلو نویو متحدینو لکه پاکستان’ ایران او چین ګ‌ډ‌و ګټو خوندیتوب له بلې خوا په افغانستان کې د روسيي حضور او لاسوهنې ته یو لامل شوی. متحده ایالات 1.سیاسي پرستیژ: د نړۍ یو زبرځواک یا super powerپه حیث خپل سیاسي پرستیژ ساتل’ په افغانستان کې د امریکا د شتوالي یو عمده لامل دی. 2.مذهبي افراط مخنیوی: امریکا افغانستان د بیلابیلو مذهبي ‌ډلو د ودې او نفوذ یو مناسب ځای ګڼي. دوی د سړې جګړې پرمهال ځینې همدا ‌ډلې د کمیونیزم خلاف ځان ته د یو سپر په توګه کارولې’ خو اوس یی شتوالي ته اړتیا نه ویني. له همدې امله نه یوازې افغانستان بلکې منځنۍ او جنوبي اسیا کې د نفوذ د مخنیوي په خاطر یی افغانستان کې د خپل ځواک شتوالی اړین ګڼي. دویم- داخلي اړخ: د افغانستان د روان ناورین بل عمده اړخ داخلي عناصر یا عوامل دي. ځینې یی عبارت دي له: 1 -اقتصادي وروسته پاتې والی او غربت: افغانستان زراعتي هیواد دی’ مګر هغه هم په دې کچه چې خپل داخلي ضرورتونه نه شي پوره کولای. له صنعتي پلوه ټول پر بهرنیو تولیداتو متکي دی. د اقتصادي فرصتونو نشتوالي له امله ‌ډېر وګړي يي له دولت سره مخالف شوي. 2 -عقیدوي مخالفت: افغانستان اسلامي هیواد دی. اکثر وګړي یي له عقیدوي پلوه په هیواد کې د بهرنیانو شتون ‌خپلې عقیدې او مذهب ته ننګونه ګڼي. دوی د تاریخ په اوږدو کې د هر راز استعمار پر وړاندې دریدلي’ او له حکومت سره د روانې جګړې یو لامل اوس هم همدا دی. 3- د لږکیو مخالفت: دا نه یوازې په افغانستان بلکې په نورو هیوادونو کې هم معموله چاره ده. لږکي له ژبني’ قومي’ مذهبي’ کولتوري… لحاظه ځان د اکثریت تر واک لاندې احساسوي او وخت ناوخته د خپلو حقونو د خوندیتوب په نامه یا د جلاطلبۍ یا هم د ‌ډېر واک ترلاسه کولو لپاره دولت سره د مخالفت غږ اوچتوي. دا مسله نه یوازې په افغانستان بلکې په هند’ پاکستان’ سریلانکا’ چین… کې هم مثالونه لري. 4- شخصي ګټې: په نظام کې داخل ځینې کړۍ یا اشخاص چې ځان د خلکو سیاسي رهبران پيژني’ د خپلو شخصي ګټو په خاطر د حالاتو په نارامولو سره حکومت ګواښي’ څو هر راز مشروع او نامشروع غوښتنې یی ومني. دا هم د یادولو ده چې ‌ډېر دا کورني او بهرني عوامل یو له بله سره تړلي دي. معنا دا چې بهرني شر غوښتونکي عناصر خپلو اهدافو لپاره تر ‌ډېره له داخلي عناصرو استفاده کوي’ او برعکس داخلي هغه د ځاني ګټو په خاطر له بهرنیو امکاناتو کار اخلي. اوس نو پوښتنه دا زیږي چې د داسې حالاتو د سمون لپاره افغان حکومت باید څه وکړي? ځواب یی هم د ستونزې همدې دوو اړخونو ته پامنیوي پورې تړلی: لمړی: یو داسې بهرني متوازن سیاست یا پالیسي ( balanced policy) جوړول چې هم د ګاون‌‌ډیانو’ د سیمې طاقتونو او نړیوالو د متضادو ګټو د تقابل مخه ونیسي او باثباته افغانستان د ځان لپاره د خطر پر ځای د یو ممد همکار په توګه ومني. که څه هم د افغانستان جغرافیاوي موقعیت له یو اړخه لکه چې وړاندې مو اشاره وکړه’ له تاریخي’ ای‌ډیالوژیکي’ اقتصادي او حتی مذهبي پلوه د سیمې او نړیوالو د ګټو د تقابل نقطه ده’ خو له بل اړخه هر یوه ته دومره ارزښتناکه ده چې په هیڅ حالت کې پریښودلای هم نه شي. ځکه نو د یوې کامیابې بهرنۍ پالیسۍ جوړول او عملي کول د حکومت د بري یو اساسي قدم بلل کیدلای شي. دویم: په کور دننه د هر راز اجتماعي بې عدالتۍ’ اقتصادي کمزورۍ محوه کولو او د اسلام په ا‌ډانه کې برابر سیاسي نظام جوړښت ته کار وشي. دا هره برخه خپلې نیمګړتیاوې’ عوامل’ خن‌ډونه او خپلې حل لارې لري’ چې یو بیل بحث دی. خو یوه خبره باید ذکر شي چې د بحران دا دواړه اړخونه( داخلي او بهرني) یو له بله سره تړلي. معنا دا چې کورني عوامل بهرنیو ته زمینه برابروي’ لکه اقتصادي کمزوري’ د اقلیتونو غوښتنې’ اجتماعي بې عدالتي او نور د بهرنیو د لاسوهنې زمینه برابروي او دغه راز بهرني عوامل یعنی د بهرنیو هیوادونو د ګټو تضاد د داخلي بې ثباتۍ لامل ګرځي. پایله: که څه هم اوسنی افغان حکومت په دې دواړو برخو ( بهرني سیاست او داخلي برنامو) کې ګڼې نیمګړتیاوې لري’ چې له امله يي روان کړکیچ لا پایږي’ خو لاسته راوړنې یي هم د پام وړ دي. دا چې لاسته راوړنې يي ولې محسوسې نه دي او یا د حالاتو په سمون کې ولې جوت اغېز نه لري? دوه عمده لاملونه دي: اول’ تر فرصتونو د ننګونو او خن‌ډونو ‌ډیروالی دی. او دویم دا چې د ملت جوړولو( Nation building) او دولت جوړولو ( State building) پروسه یو څه اوږدمهالې وي. په تېره بیا د افغانستان په څېر ګڼ ژبیزې’ ګڼ قومیزې’ ګڼ توکمیزې او ګڼ مذهبي ټولنو کې.

(0)

به اشتراک بگذارید :

کامنت

نوم (مهم)
ایمیل (مهم)
ستاسو څرګندونې (مهم)
برای تنظیمات گراوتار به عنوان عکس پروفایل تان ، به سایت گراواتار مراجعه کنید .